1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۹ افغان کډوال ازادیدل

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکي ویلي دي چې د پاکستان له زندانونو څخه ۴۹ افغان کډوال ازاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Pint
Pakistan | Freilassung von 49 afghanischen Flüchtlingen
انځور: Badloon

د ننګرهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي بدلون، دویچه ویله ته وویل چې یاد افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د دغه هېواد په پېښور او نورو ښارونو کې نیول شوي او بندیان شوي وو.

Pakistan | Freilassung von 49 afghanischen Flüchtlingen
انځور: Badloon

هغه زیاته کړه چې نوموړي کسان په پاکستان کې د افغانستان سفارت د هڅو په پایله کې له زندانونو څخه ازاد شوي او د تورخم په دروازه کې دوی ته سپارل شوي دي.

بدلون وویل چې هڅې روانې دي، څو د پاکستان له نورو زندانونو هم افغان بندیان آزاد کړل شي.

اړوند مطلب: 

افغان سوداګر: پر تورخم تر دوو زرو زیات موټر بند پاتې دي

د طالبانو چارواکي وایي چې د تېرو څو میاشتو په بهیر کې ۱۵۰۰ افغان کډوال چې د بیلابیلو جرمونو له وجې د پاکستان په زندانونو کې بندیان ول، د تورخم له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.