1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د زده کوونکو د حجاب پر سر شخړه

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

د هند تر ولکې لاندې کشمير په سرينګر ښار کې د ښوونځي مسلمانې زده کونکې وايي دوی ته ويل شوي چې عبايا يا ټول بدن پټوونکې جامې دې نه اغوندي. سياسي ګوندونو او مذهبي مشرانو دا پريکړه په «مذهبي چارو کې لاس وهنه» بللې ده.

https://p.dw.com/p/4SOOL
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نجونو د حجاب پر سر لانجه راپورته شوې
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نجونو د حجاب پر سر لانجه راپورته شوېانځور: Sunil Kataria/REUTERS

د هند تر ولکې لاندې کشمير پلازمينې سرينګر يوه ښوونځي هغه وخت د خلکو پاملرنه جلب کړه چې له يو څو ورځو راهېسې هغه نجونې د ښوونځي ته له داخليدو منع کوي چې عبايا يا د ټول بدن پټوونکی لباس یې اغوستی وي.

خو په دې اړه بحثونه هغه وخت تاوده شول چې زده کوونکو د دې پر ضد غږ پورته کړ.

د ښوونځي پر دې پريکړه د يو شمير کړيو له خوا سخت غبرګون وښوول شو. زده کوونکو د دې پريکړې پر ضد د احتجاج پر وخت وويل چې دا تصميم به ونه مني حتی که په کور کيښناستو ته مجبورې کړل شي.

اړونده موضوع: هند: په ښوونځیو کې د مسلمانو زده کوونکو د حجاب پر سر جنجال مخ پر پراخیدو دی

د يادولو وړ ده چې د هند په نورو ايالتونو کې هم د دې ډول لانجمنو پريکړو له کبله کړکيچ رامنځته شوی دی او دا شخړه د هيواد تر سترې محکمې رسېدلې ده. کشمير يوه اکثريت مسلمان ميشته سيمه ده چېرې چې زده کوونکې په عمومي ډول حجاب پر سر کوي او عبايا يا برقعه اغوندي.

تازه قضيه څه ده؟

د جون مياشتې د پنځمې نېټې په سهار د سرينګر په «وشو بهارتي هاير سيکندري» يا تر دوولسم ټولګې پورې ښوونځي کې هغو نجونو ته ښونځيو ته د داخليدو اجازه ور نه کړه شوه چې عبايا یې اغوستې وه.

زده کوونکو وويل چې د ښوونځي مديرې دوی ښوونځي ته د داخليدو منع کړې او ورته یې وویل چې په دې ډول جامو کې ښوونځي ته نه شي راتللای.

د دې ښوونځي د يو شمیر زده کوونکو مېندو او پلرونو او همدا راز نورو خلکو د ښوونځي پر دې پريکړه وغندله.
د دې ښوونځي د يو شمیر زده کوونکو مېندو او پلرونو او همدا راز نورو خلکو د ښوونځي پر دې پريکړه وغندله.انځور: Sunil Kataria/File Photo/REUTERS

خو د يولسم او دوولسم ټولګي په لسګونو نجونو د پنجشنبې په ورځ د ښوونځي د ودانۍ دباندې د دې پريکړې پر ضد احتجاج وکړ او تور یې پورې کړ چې د ښوونځي ادارې ورته ويلي دي چې د ښوونځي ساحې ته تر داخليدو د مخه دې عبايا وباسي.

په دې تړاو په ټولنیزو رسنيو کې هم ځيني ويديوګانې لاس پر لاس کیږي. په يوه ويډيو کې يوه نجلۍ وايي: «کله چې زه د پنجشنبې په ورځ ښوونځي ته راغلم نو ساتونکي راته د داخليدو اجازه را نه ګړه. هغه راته وويل چې که تاسې پر حجاب ټینګار کوئ نو بيا د ښوونځي پر ځای درسګاه [ديني مدرسې] ته ولاړې شئ.»

اړونده موضوع: هندي مسلمانې زده کونکې: موږ د خپلې مذهبي آزادۍ له پاره مبارزه کوو

د دوولسم ټولګي يوې زده کوونکې روميسه جان په دې اړه وويل: «زه د ښوونځي له غوره زده کوونکو څخه يم. د ښوونځي چارواکو د چهار شنبې په ورځ زما له مور او پلار سره خبرې وکړې او بيا یې ټینګار وکړ چې موږ بايد عبايا لیرې کړو.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

روميسه جان زياتوي: «دوی غواړي چې موږ جينز واغوندو. هغوی موږ د لباس له کبله په ښوونځي کې په ډېرو فعاليتونو کې له ګډونه منع کوي.»

د ښوونځي له خوا سپيناوی

«وشو بهارتي هاير سيکنډري» ښوونځی د سرينګر په رينا واري سيمه کې پروت دی. د دې ښوونځي مديرې نمروز شفيع په پيل کې دا خبره منله وه چې نجونو ته ويل شوي ول چې په ښوونځي کې دې عبايا ليرې کړي.

خو د ګدوډۍ تر رامنځته کيدو وورسته د دې خصوصي ښوونځي ادارې بيا د دې «ناسم بيان» له کبله بخښنه وغوښتله. د ښوونځي له خوا ويل شوي دي چې پر عبايا يا برقعې د بندیز په اړه هیڅ اداري لارښوونه نه ده جاري شوی او زده کوونکو ته يوازې د «ډريس کوډ» د تعقيبولو لارښوونه شوې وه.

د نجونو تر احتجاج وروسته د ښوونځي مديرې ويلي: «ځيني زده کوونکې د مختلفو ډیزاينونو او په رنګه عبايو يا برقعو کې ښوونځي ته راځي چې د اصولو خلاف کار دی. حجاب په يونیفورم يا د ښوونځي په لباس کې شامل دی. نجونې مکلفې دي چې په ښوونځي کې يونيفورم واغوندي. موږ دوی ته درې انتخابونه ورکړي دي، هیڅوک یې عبايا نه لیرې کوي.»

وروسته بيا د ښوونځې مدیرې دا هم ويلي ول چې د زده کوونکو تورنه «بې اساسه او ناسم دي.»

سخت غبرګون

د دې ښوونځي د يو شمیر زده کوونکو مېندو او پلرونو او همدا راز نورو خلکو د ښوونځي پر دې پريکړه او د ښوونځي دباندې پر رامنځته شويو پېښو خواشيني څرګنده کړه او دا پريکړه یې وغندله.

د يوې زده کوونکې پلار عبدالمجيد له هندي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د ښوونځي پريکړه د «اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده.» هغه وويل: «زه خپلې لور ته بې برقع ښوونځي ته د اجازې ورکولو پر ځای هغه پر کور کښينوم.»

اړونده موضوع: د القاعدې مشر د هند د مسلمانې محصلې ستاينه کړې

د کشمير د نیشنل کنفرانس ګوند يوه وياند تنوير صادق، وويل چې حجاب بايد شخصي انتخاب وي او د مذهبي لباس په معامله کې هیڅ مداخله باید ونه شي. نوموړي په خپل يوه ټويټ کې وويل: «د مسلمان اکثريت په جمو او کشمير سيمه کې د دې ډول پېښو مشاهده کول بدمرغي ده. موږ یې کلک مخالفت کوو او د چټکو اصلاحي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوو.»

ب. ص/ ن. ز صلاح الدین زين، نوی ډيلی)

زموږ له آرشيف څخه: