1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د نورو ډیرو اوکرایني مهاجرو راتگ ته د تیاري نیولو غوښتنه

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د اروپا د ولسي محافظه کاره گوند،EVP مشر او د جرمني د سوسیال مسیحیانو د رهبرۍ غړي، مانفرید وېبر ویلي دي، چي جرمني باید د اوکراین څخه د نورو ډیرو اوکرایني مهاجرو راتگ ته تیاری ونیسي.

https://p.dw.com/p/4IqVa
Deutschland Cottbus Flüchtlinge aus der Ukraine
انځور: Frank Hammerschmidt/ZB/dpa/picture alliance

د مانفرید وېبر په خبره «پوتین په هدفمند ډول سره د اوکراین زیربنأ تخریبوي. ځکه به نو په ژمي کي د اوکراین څخه د مهاجرینو تعداد نورهم ډیر لوړ سي.» هغه دغه خبري نن یکشنبه د جرمني يوې رسنیزي شبکې »ريداکسيون نيڅوېرک دويچلاند« ته کړي دي. د نوموړي په وينا په همدې دلیل نو« بیا باید جرمني او سوسیال مسیحیان اماده وي، چي کومک وکړي. د اوکراینینانو د راتگ په مخکي نباید ساختگي موانع ایجاد سي.»