1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه

آلمان غواړي له برازیل څخه مسلکي کسان راوغواړي. خو د هند مثال ښيي چي دا کار ضروري دی چي د هغوی د سفر له پاره د رسمي کارونو بهیر آسانه کړای سي.

https://p.dw.com/p/4SIfq
Symbolfoto Visum
انځور: imago images/blickwinkel

د هند له میلیوني ښار ناسیک څخه هرشاد دیف له پاره دا آسانه نه وه چي د آلمان له پاره د سفر قانوني ویزه ترلاسه کړي. دا ۲۰۱۸م کال او د کرونا د وبا وخت وو. نوموړی سافتویر جوړونکي باید هڅه کړې وای چي په آلمان کي د کار پیدا کولو له پاره د انفورماټیک په اړه د پوهنتون سند په رسمیت و پیژندل سي. هغه باید داسي یو تصدیق په لاس راوړی وای چی د هغه کارفرما اجازه لري نوموړی د اروپايي ټولني د یوه نه غړي په توگه په کار وگوماري.

تر ټولو سخته لا په نوي ډیلي کي د آلمان په سفارت کي د ویزې د ترلاسه کولو له پاره وخت اخیستل وو. دیف وايي: «د وخت اخیستلو له پاره میاشتي انتظار په کار وو. پس له اونیو انتظار وروسته مي وخت واخیست، دا ځکه چي یو بل نفر خپل له وخت اخیستلو له نیټې څخه تیر سوی وو.»

آلمان په څلورو برخو کې د ۳۱۰ زره مسلکيانو له کمښت سره مخ دی

دیف له ۲۰۱۸م کال راهیسي په برلین کي کار او ژوند کوي او راضي دی. هغه چي مخکي یې غوښتل امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ سي، وايي په برلین کي د ده غوندي کسانو له پاره د IT په برخه کي ډیر کارونه سته.

 نوموړی ۳۱ کلن د خپل کار ترڅنګ په خپل یوتیوب کانال کي دا هم ځرګندوي چي په هند کي څرنګه مسلکي کسان کولای سي د آلمان له پاره د ویزې عریضه ورکړي او کومو اسنادو ته اړتیا سته.

(Archiv) Bundeskanzler Scholz spricht mit IT-Fachkräften auf seinem Indienbesuch im Februar 2023
آرشیف: د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هند ته د خپل سفر په ترڅ کی له مسلکی کسانو سره وکتلانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

آلمان لازیاتو مهاجرو ته اړتیا لري

د جرمني د اقتصاد له پاره د مسلکي کسانو کمښت یو لوی چيلينج دی. د مسلکي زده کړو د ملاتړ سازمان DIHK مشر آخیم دیرکس، د جنورۍ مياشتي په سر کي ویلي ول چي دوی په دې باور دی چي په آلمان کي به شاوخوا دوه میلیونه کارځایونه خالي پاته وي. دا د ۱۰۰ میلیارده یورو په ارزښت د رامنځته سوي پوتانشیل د له لاسه ورکولو سره مطابقت لري.

د آلمان د کار وزیر هوبیرتوس هایل، په دې باور دی چي په راتلونکو کلونو کي به له اروپايي ټولني څخه دباندي د مسلکي کسانو پراخ گومارل ضروري وي. هایل د فبرورۍ مياشتي په پای کي وويل: «موږ نورو کارگرانو او مسلکي کسانو ته اړتیا لرو.» همدارنگه د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د فبروري مياشتي په پای کي هند ته د خپل سفر په ترڅ کي ژمنه وکړه چي د مسلکي کسانو په تیره بیا د آی ټي په برخه کي مهاجرت به گړندی کړي.

په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ

خو حقیقت بل ډول دی. په بمبی کي د هند او آلمان د تجارت له خوني څخه دنیس آیشهورن، آلمان ته له شرایط سره سم هندیانو د مهاجرت ملاتړ کوي. هغه وايي چي « هندي اکاډیمیک اسناد معمولاً په آلمان کي ژر په رسمیت پیژندل کیږي. د پالني او روزني په برخه کي بیا دا هرڅه پیچلي او گران تمامیږي. یعني په رسمیت پیژندل یې ۴۰۰ تر ۸۰۰ یورو لگښت لري. هرڅوک دومره پیسې نه لري او نه غواړي د دومره پیسو پانگونه وکړي، حتی آلماني کارفرمایان هم. موږ غواړو چي د اسنادو په رسمیت پیژندل ارزانه سي.»

Annelena Baerbock und Hubertus Heil in Brasilien
د آلمان خارجه وزیره بیربوک او هوبیرتوس هایل په برازیل کی انځور: Annette Riedl/dpa/picture alliance

د استخدام له پاره د هیوادونو تمرکز

د جرمني د کار ادارې په حواله اوس د ۱۰۰ خالي کارځایونو له پاره د پالني په برخه کي درې بې کاره مسلکي کسان حاضر دي. چي دا په دې برخه کي د مسلکي کسانو واضح کمښت ښيي. د هند ترڅنگ، اندونیزیا، کولمبیا، ویتنام، فیلیپین، مراکش، تونس او مصر او دغه اونۍ چي برازیل هم وراضافه سو، د پالونکو د استخدام په برخه کي متمرکز هیوادونه دي. خو ډېر آلماني سیاستوال بیا وايي چي، که د جرمني د ویزې اخیستلو پروسه آسانه نه سي، نو دا ټول کارونه به هیڅلکه کومه گټه ونه رسوي.  

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

د جرمني د لیبرال ډیموکراټ گوند  (FDP) غړی فرانک میولر روزنتریت، د جرمني په پارلمان کي د آلمان - هند پارلماني ډلې مرستیال مشر دی. هغه وايي: «آلمان ته په هند کي د یوه پرمختللي او شتمن هیواد په سترگه کتل کیږي«. نوموړي د (ویلټ) په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل: »خو کله چي هندي محصلین له آلماني چارواکو سره په اړیکو کي سي بیا نو د هغوی دغه خوبونه د یوه حُباب په څیرله منځه ولاړ سي.» 

جرمني: شرکتونه باید زړو کسانو ته کارونه ورکړي

میولر زیاتوي: »هغوی له ورته پروسو سره لاس او گریوان کیږي، عریضې وړاندي کوي او څو میاشتي یې د جواب په تمه وي.« د هغه په خبره، پر دغو عریضو باندي کار کول باید چټک کړای سي، که نه نو دا به سخته وي چي د مسلکي کسانو، تکړه استعدادونو، زده کوونکو او محصلینو د جذبولو له پاره په نړیواله سیالۍ کي مخکي سو.»  

GP/NZ/DW.Online