1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په واکمنۍ کي د ښځو ژوند

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

طالبانو په تير یوه کال کي په ځينو برخو کي د ښځو پر فعاليتونو، دباندي يوازي وتلو او تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته پر تګ باندي محدويتونه لګولي چې ډېري ښځي يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/4FUrV
Afghanistan Frauen Protest Taliban
انځور: TOLO News (for DW)

طالبانو په تير یوه کال کي په ځينو برخو کي د ښځو پر فعاليتونو، دباندي يوازي وتلو او تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته پر تګ باندي محدويتونه لګولي چې ډېري ښځي يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. په دوی کي ډيري داسي دي چې د کورنۍ ټول مسئوليت ور ترغاړه دی. د طالبانو دغه اقدام د نړيوالي ټولني له سختو نيوکو سره مخامخ سوی او له افغانستان سره د ډيرو مرسته مخه يې نيولې ده.

مومنه بهاري د کابل ولایت اوسیدونکې او مخکې یې په یوه وزارت کې دنده لرله خو اوس یې دنده له لاسه ورکړې فکر یې خراب سوی او له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان ښارونه او مرکز کابل ونیو په روانې ناروغۍ اخته سوې ځکه دنده نه لري او ماشومان یې ښوونځیو ته نسې تللای.

هغې دویچه ویلې ته وویل: «کومې ښځې چې زده کړی کوی بیلابیل بندیزونه پرې لګیدلې هغوی چې زدکړه هم وکړی خو په راتلونکي کي به کار و نسې کولای«

د هلمند یوه اوسیدونکې بی بی خدیجه چې مخکې یې په یوه موسیسه کې دنده لرله دویچه ویله ته وویل، چې دا اوس دومره بیچاره سوې چې د خپل میړه ورونو ته یې لاس نیولې پداسی حال کې چې دی مخکې خپله دنده او زدکړي کولې: »هرڅه لمنځه تللې، اوس ښوونځیو ته نشو تللای، دنده مي له لاسه ورکړې، په کور کې له روانې ناروغې سره مخ سوې ده

Afghanistan | Frauenbewegung Protest in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د خدیجې په څیر زرګونه ښځو په افغانستان کې خپلې دندي له لاسه ورکړي او اوس پر کورونو ناستې دي. یو مهال له دغو ښځینو سره په ولایتې ادارو کې د کارونو په اړه مشورې اخیستل کیدلې.

خدیجې وويل: »طالبانو په مرکزي او ولایتې کچه ټولې هغه ښځي چې په ټیټو او یا هم لوړو بستونو کې يې دندي لرلې پر کور کښېنولې او پر ځای يې د طالبانو په خبره دیني عالمان مقرر سوي دې

نادیه باوري په خوست کې د جندر د بخش مسوله وه هغې دویچه ویله ته وویل چې هرڅه یې له لاسه ورکړي، اوس دنده نه لري او د کور ټولي اقتصادي ستونزي دې ته پاته دي: »کورنۍ را ترغاړي ده اوس څه وکړو، زما په شان لسګونه نوري ښځې اوس دندي نه لري. موږ حیران يوو

د نړیوالي ټولني غبرګونونه څه دي؟

بله خوا د ملګرو ملتونو دفتر وایې چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې شاته تګ سوی دی، ملګرو ملتونو په یوه خپاړه کړي رپوټ کې ویلي چې په ځينو کورنيو کې پر ښځو خپلسري محدودیتونه هم لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کي راغلې دي چې په افغانستان کې د تېرې اګست میاشتې له ۱۵ نېټې راهیسې له کله چې طالبان واکمن شوي دې، د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ لیدل سوی دی.

د دې ځانګړي رپوټ په يوه برخه کي ویل سوي دي چې په ورځني او ټولنیز ژوند او سیاسي ډګر کې د ښځو فعالیتونه د تیرو کلونو په پرتله ډیر کم رنګه سوي او یا هم په ځینو ولایتونو کې هیڅ نه لیدل کیږي او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له لوري پری زیات بندیزونه لګیدلې دې.

واکمن طالبان څه وایې؟

Afghanistan | Frauenrechte | Proteste in Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

له تیر یوه کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي. د طالبانو د پوهني وزير اوس ويلي دي چې د فرهنګي ستونزو له امله د نجونو ښوونځي تړلي پاتي. خو پوښتنه دا چي دغه ستونزي مخکي ولي نه وې؟

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د اګست پر اتمه په خوست کې خبریالانو ته ویلي ول چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب سوي چې د نجونو پر وړاندې دي ښوونځې تړلې پاته وې: «د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه، بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه یو قناعت حاصل کړي او انشاالله دا پروسه به شروع سي

افراطیت او د افغان میرمنو اندیښنې

خو د کارپوهانو په نظر د نجونو ښوونځيو د بنديدو ستونزه په ليري پرتو سيمو کي ټولنيزي ستونزي نه بلکي د طالبانو خپل منځي ستونزه ده چي معتدل طالبان غواړي چي ښوونځي پرانيستل سي او محافظه پال نظر لرونکي نه غواړي چي تر شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي دي پرانيستل سي.

ښځینه اعتراض کوونکو څه وکړل ؟

یوشمیر ښځینه وو د طالبانو راتګ سره سم دوی له تیریوه کال راهیسې د ښوونځیو د خلاصون ، په حکومت کې د ونډې ورکولو او د ښځینه وو پروړاندي د تاوتریخوالۍ په اړه کابل ، هرات ، پروان ، مزارشریف ، نیمروز او بغلان ولایتونو کې لاریونونه کول .

دغو ښځینو ته چې ویډیو یې دویچه ویلې ته لیږلې او خپل مخونه یې پټ کړي یوه یې خپل ځان همیرا معرفې کوي ویلې دې چې دوې له تیرو څو میاشتوراهیسې افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په دننه کې خپل لاریونونه کړي.

هغې وویل :ـ« پردغو لاریونونو د تیر کال راهیسې طالبانو دري ځلې ډزي کړې او دوي یې نه دې پری ایښې ترڅو خپل لاریونونه وکړي.»

همیرا وایې :ـ « له طالبانو غواړو چې ښځینه وو ته د  ښوونځۍ خلاصون سربیره د کار او ازادې حق  ورته ورکړي .»

زینب چي د هرات ولایت اوسیدونکې ده هغه له تیرو څومیاشتوراهیسې د طالبانو ضد لاریونونو کې ګډون کړي دې.نوموړی دویچه ویله ته وویل :-« موږ له تیریوه کال راهیسې چې لاریونونه مو کول د ښوونځیو دروازی مو خلاصی نه کړلی ، خو ولی موږ تل د نړیوالو رسنیو د سر خبر وو ، موږ دوی ته وه ښودل چې موږ تراوسه لا د چا ترچوټک لاندي ژوند نه کوو .»

BdTD | Afghanistan
انځور: Javed Tanveer/AFP

دی وویل :- « موږ تیرو سیاسی فعالینو او هغه مدنی فعالینو ته وه ښودل چې یواځینې ښخې موږ یوو چې کار کوو او دا مو نړیوالې ټولنې او بشری حقونو ته وه ښودل چې د بشری حقونو واقعې فعالنې څوک دی خو ولی موږ ته معلومه سول چې نړیواله ټولنه زموږ سره هیڅ هم نه کوي.»

هغی وویل :ـ دوی به خپلې مبارزی ته د تل لپاره ادامه ورکړي او هڅه به وکړي ترڅو پوری دا مبارزه یې همداسی روانه وساتل سې  او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د وسلوالوطالبانو حمایت وه نه کړي ترڅو دافغانستان په خلکو باندی هرڅه تحمیل کړي.