1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په اداره کې د غیر مسلکي ګومارنو څخه شکایتونه

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي شکایت کوي چې د طالبانو له لورې د غیرې مسلکي ګومارنو له امله اداري کارونه سخت کړې دي. د طالبانو له لورې ټاکل کیدونکي کسان تر ډېره له دیني مدرسو فارغ شوي او په اداري برخه کې تجربه نه لري.

https://p.dw.com/p/4NByI
Afghanistan | Berufungsgericht in Ghazni
انځور: Wakil Kohsar/AFP

قدرت ته د طالبانو له رسېدو وروسته لومړنی اقدام، د دغې ډلې له لورې په ادارو کې نوي ګومارني وې چې د مدیریت ډېره برخه یې خپلو کسانو ته ځانګړې کړه. د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکو په دې شرط چې د امنیتي ویرې یې هویت پټ وساتل شي، له دویچه ویله سره خبرو ته حاضر شول.

اړوند مطلب: آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟

دغه د پوهنې یو کارکوونکی دی: «د پوهنې رئیس په دیني برخه کې سند لري او په اداري او مسلکي برخه کې په هیڅ څه نه پوهیږي. د پوهنې ریاست يې له ستوونزو سره مخ کړی دی.»

په یوه ولایت کې د عامه خدمتونو یوه کارکوونکي دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د عامې روغتیا د رئیس په توګه معرفي شو.

هغه وویل: «دغه کس غیر مسلکي دی او د روغتیا په برخه کې تخصص نه لري، بلکې په جنګ او استخباراتو کې تخصص لري. دی د هغه چا پر ځای معرفي شو چې هغه لس کاله مسلکي کاري تجربه لري.»

اړوند مطلب: د لغوه شوو ادارو سلګونو کارکوونکو ته پاته معاشونه ورکول کیږي

د کابل له روغتونونو یوه ډاکټر دغه وضعیت تائید کړ او ویې ویل: «د طالبانو په حکومت کې لویه ستوونزه، د مسلکي او متخصصو کسانو پر ځای، د غیر مسلکي او بې تجربې کسانو ګومارل دي. دغه کار د روغتیایي سکتور په برخه کې زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي.»

په کابل کې د یوه خصوصي روغتون یوه ډاکټر، له روغتونونو د طالبانو د نظارت په اړه وایي: «کله چې له عامې روغتیا وزارت څخه هیئت روغتون ته راځي، وایي چې د زړه ماشین راته وښیئ، موږ ورته د زړه د ماشین پر ځای یو بل ماشین د بیلګي په توګه د غاښونو ماشین ښیو، وایي چې سم دی. هغوی مسلکي نه دي او په څه باندې نه پوهیږي.»

خو د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په روغتیایي بنسټونو کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنه ردوي او وایي: «په اولو ورځو کې ستوونزه وه، چې سرپرست وو. خو اوس ټول نوي رئیسان ډاکټران او مسلکي دي.»

اړوند مطلب: د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړي

د بامیان ولایت یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل، د زراعتي کوپراتیف د طی مراحل له پاره «د بامیان ولایت زراعت ته ولاړو، خو د دغې ادارې رئیس ترې پوښتلي وو، کوپراتیف څه شی دی؟َ»

طالبانو د اداري اصلاحاتو کمېسیون فعال کړی دی، خو ویل کیږي چې په ټاکنو کې لومړیتوب هغه کسانو ته دی چې د دوی ایډیالوژۍ ته وفادار وي. پر لوړو مقامونو کسان د دغي ډلې د مشر ملا هيبت الله آخوندزاده په فرمان مقرریږي او معلومه نه ده چې د نورو کارمندانو د ګومارلو له پاره څه شرایط په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو ادارې د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین، دویچه ویله ته وویل، چې په دولتي ادارو کې مسلکي کسانو ته اړتیا نشته، بلکې په ادارو کې هغو کسانو ته اړتیا لري چې د شریعاتو په رشته کې لیسانس، یا هم دیني زده کړو او حقوقو په برخه کې وي، تر څو اداري کارونه مخته یوسي.

مستعین وویل: «د رئیس ترڅنګ، یو مسلکي مشاور او مسلکي آمرین شته او اړتیا نشته، چې رئیس دې مسلکي وي، ځکه چې تخصصي کارونه د رئیس اړوند نه کیږي، بلکې د امریتونو اړوند کیږي، چې ټول مسلکي دي.»

Afghanistan Kabul | Sticker mit Taliba Führer Hibatullah Achundsada
انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

په تېر حکومت کې پر مهمو چوکیو د کسانو ګومارل سیاسي ول، خو امرین او مدیران معمولآ هغه کسان ول چې په دغه برخه کې یې څو کلنه تجربه لرله.

علي امید چې پخوا د کابل پوهنتون استاد او اوس له هيواد بهر دی، یو لړ نورو ستوونزو ته اشاره کوي. هغه وایي، د طالبانو په راتګ سره د پوهنتونونو ډېرو استادانو هېواد پريښودو او طالبانو ته په اسانۍ سره فرصت په لاس ورغلو چې پر خالي بستونو خپل کسان وګوماري چې په اداري کارونو کې هیڅ مسلکي عملي تجربه نه لري.

اړوند مطلب: طالبانو وزارتونو ته د ښځو له پاره د حجاب د مقرراتو د عملي کولو لارښوونه کړې

په تېر حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر وايي چې د تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ګوښه کول د اقتصادي، علمي او فرهنګي نظام له پاره بدې پایلې لري.

بصیر وویل: »طبیعي ده، کله چې په یوه هیواد کې نظام نه وي، د هیواد اداره په دودیز ډول نشي کولی، د ټولنې اړتیاوې پوره کړي. د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو ګوښه کول اقتصاد او اقتصادي منابعو ته ستونزې جوړوي او د ټولنې پرمختګ د کلونو له پاره په ټپه دروي.»

ا ا/ ف ظ/ ن ز/