1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د راتلو وروسته آلما د اسلامستانو څارنه زياته کړې

۱۴۰۰ آذر ۲۸, یکشنبه

په افغانستان کي و واک ته د وسله والو طالبانو ډلې تر رسېدو وروسته په آلمان کي د جهادي او اسلامستي مفکورو د پلويانو څارنه زياته سوېده.

https://p.dw.com/p/44Wz0
Afghanistan | Taliban-Kämpfer
انځور: Sidiqullah Khan/AP/dpa/picture alliance

په آلمان کي نن د هغې پيښي پنځه کاله پوره کيږي چي د انيس امري په نوم يوه اسلامست يو لارۍ موټر وتښتاوه او د کريسمس پر يو داسي بازار يې ور وځغلاوه چي له انسانانو ډک ؤ. په دغه بريد کي هغه وخت ۱۲ کسان ووژل سول او په لسونو نور ژوبل سول. د دغې پيښي د پنځه کالو پوره کېدو په حواله د آلمان د امنيتي ادارو لوړپوړي چارواکي د مګړي ممکنه ګواښ په هکله خپل نظر ورکوي.

په دې ترڅ کي د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې (BfV) رئيس، توماس هالډن وانګ مخ په وړاندي د جهادستي ترهګرۍ د ګواښ له حضور څخه خبرداری ورکړی دی. د آلمان د داخلي استخباراتي ادارې رئيس زياته کړېده چي آن په زندانونو کي لا هم د داعش ډلې د زياتو غړو «توندلاريتوب نه کميږي.»

هالنډن وانګ يادي څرګندونې په آلمان کي د ورځپاڼو «فونکه مېډين ګروپه» نومې ډلې ته کړي دي.

توماس هالنډن وانګ په اسلامستي او جهادستي قضيو کي د په بند محکومو سوو کسانو په هکله ويلي دي: «موږ بايد مخ په وړاندي هم ځان په دې خبر وساتو چي په زندانونو کي څه روان دي او کوم کسان لا هم مخ په وړاندي توندلاري دي.»

د آلمان د اساسي قانون د څار د ادارې رئيس زياته کړېده چي په ۲۰۲۲ عيسوي کال په آلمان کي يو شمير هغه کسان له زندان څخه د خپلې سزا د پوره کولو وروسته آزادېدونکي دي چي د داعش ډلې سره د همکارۍ په تور زنداني سوي ول. د هالنډن وانګ په وينا د ده اداره مسؤله ده چي له يادو زندانيانو څخه د هر يوه دوسيه په انفرادي توګه وارزوي.

د آلمان د اساسي قانون د ادارې د څار د ادارې د رئيس په وينا کله چي په افغانستان کي طالبان واک ته ورسېدل، نو د څار ادارې په آلمان کي دننه د اسلامستي صحنې څارنه لا زياته کړه. د دغه چارواکي په وينا په افغانستان کي و واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته اسلامستي پروپاګنډ ته د تحرک نوې موقع په لاس ورغلې ده. د هغه په وينا و واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دغسې حلقو د غړو له خوا «پر کفارو او بې دينو بريا لمانځل کيږي.»

آ./ا.ا./ن.ص.