1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو خپل منځي اختلافات پر کوم لور روان دي؟

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

په دې وروستیو کې د طالبانو جګپوړو چارواکو په ښکاره د دې ډلې پر مشرتابه نیوکې کړې دي. تېره اوونۍ عبدالسلام حنفي او سراج الدین حقاني پر خپل مشر نیوکې وکړې. آیا د طالبانو ترمنځ جدي اختلافات روان دي؟

https://p.dw.com/p/4NTZn
آرشیف: سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر
آرشیف: سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیرانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

له ډېرې مودې راهیسې د طالب چارواکو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه ورکول کېږي، خو په تېره اوونۍ کې دغه اختلافات په عام محضر کې څرګند شول.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په تر ټولو تازه وینا کي چې د کابل په پوهنتون کي یې کوله ویلي، تعلیمي ادارې باید د کیفیت او کمیت له پلوه پیاوړې شي.

هغه ظاهراً د طالبانو مشر ته په خطاب کي وویل: »که د یوې مسئلې په اړه ممنوعیت بیانوي نو باید د مسلمانانو له پاره یوه ښه او سالمه لار هم په ګوته کړي.«

حتی د طالبانو د تر ټولو سخت دریځې ډلي مشر سراج الدین حقاني، چې د حقاني شبکې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ځینو خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی هغه هم نیوکي کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني روانه اوونۍ په خوست کي د یوې دیني مدرسې د زده کوونکو د فراغت غونډې په مراسیمو کې د طالبانو رهبري د «واک په انحصار» تورنه کړه. حقاني پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل چې د واک انحصار او پر نورو د نظرونو تحمیلول د نظام په ګټه نه دي.

د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو ضد و نقیض دریځونه

د طالبانو پر مشر باندي د دغې ډلې د یوشمیر چارواکو نیوکې په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې په پراخه کچه انعکاس شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغې ډلې د ځینو چارواکو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «که څوک پر یوه امیر یا چارواکي نیوکه ولري، نو اسلامي اخلاق دا ایجابوي چې دهغه حرمت مراعات کړي، د عزت او کرامت ساتنه ېې وکړي د پټي او مصئوني لاري خپلې نیوکې ور ورسوي.«

د طالبانو حکومت چې په تیرو یو نیم کال کې د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی د خپلې حکومتولۍ د ډول او همداراز د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی. خو هغه ديپلوماټان چې په کابل کي ېې د طالب چارواکو سره لیدلې د هغوی د نرم دریځ خبره کوي خو ظاهرآ په کندهار کي د طالبانو د مشرتابه د پرېکړو د بدلولو توان نه لري.

که څه هم د طالبانو د داخلي اړیکو په اړه ډیر روښانه انځور نشته. خو ظاهراً داسې معلومېږي چې په کابل کې د طالبانو ډېر چارواکي د یادې ډلي د مشر ملاهيبت الله آخندزاده او هغه ته د نیږدې کسانو د پرېکړو راضي نه دي.

تبصره: د طالبانو د خپل منځني اختلاف ګواښ څومره واقعي دی؟

د چارو شنونکي او خبریال میرویس افغان دویچه ویله ته وویل، له پخوا راهیسې د طالبانو تر منځ اختلافات موجود وه، خو په دې وروستیو کې د طالبانو مشر خپل نږدې ملګري او باوري کسان پر ځینو مهمو دولتي پوستونو ځای پر ځای کړي، چې دغه کار اختلافات لا نور هم ژور کړي.

افغان وايي چې سراج الدین حقاني د همدې له پاره خوست ولایت ته تللی او دا څرګندونې یې د دې له پاره کړي چې وښيي په دې سیمه کې ډېر ملاتړي لري. د هغه په ​​وينا، کله چې طالب چارواکي خپلو قومي ډلو ته مخه کوي او راټولوي ېې، دا د طالبانو له پاره لويه ننګونه ده.

که څه هم طالبانو هڅه کړې چې ځان یو موټی وښې، خو د ښځو پر زده کړو او کار د بنډیز په ګډون ځینو پرېکړو چې د نړیوالې ټولنې سختې نیوکې یې هم له ځان سره لري، د طالبانو په منځ کې اختلافات روښانه کړي.

شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی وايي، د طالبانو د مشرتابه د پرېکړو تر څنګ د واک وېش هم د طالبانو د داخلي اختلافاتو یو لامل دی. هغه وايي چې د طالبانو د حکومت په لومړيو مياشتو کې زياتره چارواکي د سراج الدين حقاني، ملا يعقوب او ملا برادر له خوا ټاکل کیدل، خو وروسته د طالبانو د مشر له خوا يو شمېر دغه چارواکي له دندو ګوښه شول چې له امله يې نارضايتي رامنځته شوه.

يوسفزي وويل: »د وزيرانو، مرستيالانو، والیانو او نورو دولتي چارواکو په ټاکلو او همدارنګه د نجونو او ښځو د زده کړو په برخه کې اختلافات شته ورو ورو دا اختلافات راڅرګندیږې مګر دا اختلافات د دې ډلي د ویش او د یو بل څخه د جلا کیدو په معنی نه دي.«

طالبانو د خپل منځیو اختلافاتو د له منځه تلو ادعا وکړه

د طالبانو د چارو کارپوه مایکل سمپل چې پخوا یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه کار کړی، موافق دی چې د واک د ویش او پر ښځو د محدودیتونو پر سر د طالبانو د غړو ترمنځ اختلافات خورا جدي دي.

سمپل څه موده مخکې له دویچه ویله سره په مرکه کې وويل: «د ختیځو او کندهاري طالبانو تر منځ ډېر اختلافات شته. حتی هغه کسان چې له سراج الدین حقاني سره تړاو نه لري، ځانونه محروم ګڼي او په واک کې یې ونډه لږه ده.«

د سمپل په وینا، د حقاني شبکه او د ختیځ طالبان د انعطاف پلویان دي غواړي له نړۍ سره ګذاره وکړي. د هغه په ​​وينا، د طالبانو دغه برخه په دې نظر ده چې که موږ د رژيم واک محدود او مشروعيت ترلاسه نه کړو، زموږ د امارت عمر به لنډ شي.

خو دا لا معلومه نه ده چې دا اختلافات به د اصلاحاتو او که یا د یو بل جدي بحران لامل شي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد رادمنش چې د جمهوريت پر مهال یې په ملي دفاع وزارت کې کار کړی وايي: «یا به د دوی تر منځ جګړه وشي، ځکه کندهار پوځي حالت نیولی او په کابل کې د ځینو هغو کسانو غوښتنې چې د طالبانو په ډله کي مینځلاري دي زیاتې شوي دي.»

رادمنش دویم احتمال ته په پام سره وايي، د طالبانو ترمنځ نښتې به د دې ډلې په حکومت کې د بدلون او د دوحې تړون د عملي کیدو لامل شي.