1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړي پنځه تنه وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۹, شنبه

د پاکستان د سرحدي ځواکونو او افغان طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې دواړو لوریو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوي.

https://p.dw.com/p/4g1rv
Grenzübergang zwischen Pakistan und Afghanistan
په وروستیو میاشتو کې، پاکستان د طالبانو ادارې ته د اختلافي اقداماتو له لارې لکه د افغان کډوالو ډله اېیز اخراج سره ځواب ورکړی دی.انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

د افغان طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې د جمعې تر ورځې په پنځمه ورځ هم دوام درلوده.

جګړه د پکتيا ولايت په غرنيو سيمو کې رامنځته شوه.

په افغانستان کې د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون راپور کې ویلي  چې د پاکستان له خوا د توغول شوي توغندي له امله لږ تر لږه څلور ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

سرچینې د آلمان خبري آژانس «ډي پې آې » ته ویلي دي چې د کرم په سیمه کې په دغو نښتو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچینو وویل چې نښتې د جمعې تر سهاره دوام درلود، خو وروسته وضعیت «آرام خو کړکیچن» دی.

په وروستیو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د پام وړ سړې شوې دي

د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له جګړو سره مخ دی. کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، اسلام آباد په بیا بیا دغه اداره د ترهګرو په ملاتړ تورنه کړې او وایي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي.

په وروستیو میاشتو کې، پاکستان د طالبانو ادارې ته د اختلافي اقداماتو له لارې لکه د افغان کډوالو ډله اېیز اخراج سره ځواب ورکړی دی.

دغه ګاونډي هېوادونه ۲۴۳۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې په ۱۸۹۳ کال کې د هغه وخت د برتانوي هند او د افغانستان د امارت تر منځ د ډیورنډ کرښې په نوم  رامنځته شوه .دغه کرښه تل لانجمنه اوه او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم په دې اړه اختلافونه موجود وو.

Rsh/Si/zn (dpa)