1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينسویډن

سویډن د تورات او انجیل سوځولو له پاره مظاهرو ته اجازه ورکړه

۱۴۰۲ تیر ۲۴, شنبه

په سویډن کې په عام محضر کې د قرآن کریم د نسخو له سوځولو وروسته د ستاکهولم پولیسو د یهودانو او مسیحیانو د سپېڅلو کتابونو د سوځولو لپاره مظاهرو ته اجازه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4Tx3u
سویدن د تورات او انجیل د سوځولو له پاره مظاهرو ته اجازه ورکړل
سویدن د تورات او انجیل د سوځولو له پاره مظاهرو ته اجازه ورکړل انځور: Caisa Rasmussen/TT News Agency/AP Photo/picture alliance

د سویډن پولیسو د جمعې په ورځ دا اعلان وکړ او ویې ویل چې په دې غونډه کې به د شنبې په ورځ د اسراییلو د سفارت مخې ته د یهودانو او مسیحیانو سپېڅلي کتابونه تورات او انجیل وسوځول شي.

ملگري ملتونه: د قران سوځول کرکجن عمل دی چي د پارونی له پاره طراحی سوی

خو د پولیسو ویاندې کارینا سکاګرلینډ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دا اجازه د هیواد د رسمي غوښتنې پراساس نه ده، مانا دا چې د تورات او انجیل سوځولو ته په عامه توګه اجازه ورکړل شوې وي. بلکه ، پولیسو یوې غونډې ته اجازه ورکړې چیرې چې باید "نظر" څرګند شي، او دا "یو مهم توپیر" دی.سویډن د قران کریم د سوځولو پر لاریون بندیز وضع کړ

د مظاهرې تنظیم کوونکو په رسمي نوم لیکنه کې اعلان وکړ چې په دې مظاهره کې به د تورات او انجیل نسخې سوځول کیږي. دوی څرګنده کړې، چې دا کار د قرآن کریم د سوځولو او د بیان د ازادۍ پر وړاندې غبرګون دی.

آيا د هندوانو په مقدس کتاب کي د جهاد لارښوونه شوې؟

د دې اجازه ورکول سمدلاسه د اسراییلو او یهودي سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شول. د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي چې هغه "د مقدس کتابونو د سوځولو اجازه په خورا سختو الفاظو غندي."

« په پاکستان کې د بیان ازادي نوره هم محدوده سوې»

د جون میاشتې په پای کې سویډني چارواکو یوه عراقي کډوال ته په دغه هیواد کې د قران کریم د سوځولو اجازه ورکړه، چې د نړۍ د یو شمېر مسلمانانو د سختو اعتراضونو سبب شوه. د سیلوان مومیکا په نوم دغه ۳۷ کلن سړي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ستاکهولم ښار د مرکزي جومات مخې ته څو ځله د قرآن کریم یوه نسخه تر پښو لاندي کړه او  د سویډن بیرغ ته یې سپکاوی کړی و او بیا یې د قرآن کریم پاڼې سوځولې وې.