1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راډیو نړیواله ورځ؛ یوناما د بیان د ازادۍ پر حق ټینګار وکړ

۱۴۰۲ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د یوناما دفتر په افغانستان کې راډیو د خبرونو، زده کړو او عامه بحثونو د یوې حیاتي سرچینې په توګه یاده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4cMGO

خو په ورته مهال په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ یوې ادارې اعلان کړی دی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۵۰ سلنه راډیويي خپرونې بندې شوې دي.
نن د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د دغې ورځې په مناسبت ویلي دي چې«له راډیو پرته د نړۍ تصور کول ګران کار دی»

دافغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې له دوو راډیوګانو څخه چې د ښځو له خوا یې خپرونې پر مخ وړل کېږي، لیدنه وکړه.

نوموړې د افغان رسنیو پر بډایه کولو، متنوع کولو او د افغان میرمنو د نظرونو اوریدلو په اړه ټینګار کړی دی.

طالبانو په افغانستانکې واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو کې پر ښځو سخت بندیزونه ولګول. دوی په ټولو دولتي رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او په نورو نادولتي رسنیو کې  هم ښځې له سختو بندیزونو او ستونزو سره مخ دي.

په ټولو نادولتي رسنیو کې ښځي مجبورې دي چې پر ټلویزون د ښکاره کېدو پر مهال خپل مخونه په ماسکونو کې وپوښي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکو په افغانستان کې له نږدې یوې پېړۍ راهیسې د خبرونو، پوهنې او عامه بحثونو د یوې حیاتي سرچینې په توګه د راډیو رول ستایلی دی.

سږکال په افغانستان کې د راډيو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د ډېرو راډيوګانو خپرونې محدودې شوې او په هېواد کې نيمایي رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

د مطبوعاتو آزادي

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان (ای جی اس او) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نورو رسنيو د خبريالانو په څېر يو شمېر راډيويي خبريالان هم خپلې دندې له لاسه ورکوي او د اوسنيو ناوړه اقتصادي حالاتو له امله نه شي کولاى د افغانانو رښتيني غږ پورته کړي.

د دغه سازمان د تازه شمېرو له مخې پهافغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې ۴۳۸ راډیوګانو فعالیت درلود او د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم په سلو کې شاوخوا ۵۰ رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له رسنیو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي دي چې د راډیویي رسنیو فعالیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او اوسنی د طالبانو حکومت وهڅوي چې پر خبریالانو او رسنیو له دې ډېر بندیزونه ونه لګوي. 

په داسې حال کې چې تازه یوناما ویلي دي، چې په افغانستان کې ۱۵۰ راډیویي رسنۍ فعالیت کوي، خو دطالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي بیا وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۰ راډیویي رسنۍ نشرات لري.

په افغانستان کې راډیو نږدې سل کلن تاریخ لري، چې لومړنۍ راډیو په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې په کابل کې تاسیس شوه. دا راډیو یوه محلي راډیو وه چې یوازې خبرونه او موسیقي به یې خپروله.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟