1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د خليفه صاحب جومات چاودنه کې ۵۰ کسان وژل سوي»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

د جمعې په ورځ د کابل په دار الامان کې واقع د صوفيانو په خليفه صاحب مسجد کې د چاودنې د تلفاتو شمير زيات سوی دی. د دغه جومات ملا امام د مړو شمیر ۵۰ تنه ښوولی دی خو طالبانو بیا د ۱۰ کسانو د وژل کیدو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/4AenP
Afghanistan Nowruz in Kabul Kart-e-Sakhi
آرشيف انځور ـ کارته سخيانځور: Mohammed Shoaib Amin/AP Photo/picture alliance

د خليفه صاحب په نوم د کابل په مسجد کې د هغه وروسته زور وره چاودنه وسوه، کله چې خلک د جمعې د لمونځ لپاره راټول سوي ول. د دغه مسجد ملا امام د چاودنې له کبله د وژل سوو کسانو شمير ۵۰ ښودلی دی. خو طالب چارواکو د پيښې د قربانيانو شمير ۱۰ ښودلی ؤ. د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت مرستيال وياند بسم الله حبيب د تلفاتو ياد شمير د رويترز خبري آژانس سره شريک کړی ؤ.


 

د راپورونو پر اساس د سني مذهبو په دغه جومات کې چاودنه هغه وخت رامنځته سوه، کله چې د جمعې د لمونځ وروسته عبادت کوونکي په ذکر اخته ول. دغه ډول ذکر د صوفيانو له خوا تر سره کيږي چي ورته سخت دريځه بعضې ډلې په تنقيدي نظر گوري.

د دغه مسجد د مشر سيد فاضل اغا په وينا دوی اټکل کوي چي چاودنه د يو ځانمرگي بريد په پايله کي رامنځته سوې. د هغه په وينا کله چي د ذکر پروسه روانه وه نو د چاودنې سره سم »پر هر لور تور دود خپور سو.« د هغه په وينا په وژل سوو کي د هغه وراره هم شامل دی. نوموړي زياته کړې چي پخپله په چاودنه کي ژوندی پاته سوی خو خواږه دوستان يې له لاسه ورکړي دي.

د يو ځايي اوسېدونکي محمد صابر په وينا هغه زیات شمير ژوبل سوي انسانان وليدل چي امبولانسونه ته اچول کيدل. هغه زياته کړې: »چاودنه ډېره درنه وه او ما فکر وکړ چي د غوږونو پردې مي وچاودلې.« د روغتيايي چارو سره تړاو لرونکي يوې منبع ويلي دي چي و رغتون ته ۶۶ مړي او ۷۸ ژوبل سوي کسان ور وړل سوي دي.

د امریکا متحده ايالاتو او په همدې راز په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر دغه بريد غندلی دی. زياته سوې چي په افغانستان کې په تازه وخت کي د تاوتريخوالي د زياتېدو په ترڅ کي مذهبي لږکئ په نخښه سوي. ويل سوي دي چي په وروستي دغه بريد کي د ملگرو ملتونو همکاران او د هغوی د کورنۍ غړي هم په دغه جومات کي موجود ول. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال مېټ کنډسن ويلي دي چي «د دغه کرغېړن بريد د غندلو لپاره په کافي اندازه سخت الفاظ« ورسره نسته دي.

د کابل يو ځايي روغتون ويلي دي چي پکښي د چاودنې له کبله ۲۱ ژوبل سوی کسان تر درملنې لاندي دي. په وينا يې دوه ژوبل کسان ورته د رسېدو مخکي پر لاره لا وفات سوي ول. د يو بل روغتون کار کوونکي ويلي دي چي روغتون ته يې په پيښه کي د ژوبل سوو څخه ۴۹ کسان رسېدلي دي چي ورسره ۵ مړي هم شامل ول. زياته سوې چي له ژوبل سوو څخه ۱۰ کسان په نازک روغتيايي حالت کي قرار لري. له ژوبل سوو څخه ۲۰ يې داسي کسان ښودل سوي چي د سوځل کېدنې د سختو ټپونو له کبله د روغتون ځانګړو څانگو ته د درملنې له پاره لېږدول سوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خپره سوې اعلاميه کي دغه بريد غندلی دی او ويلي يې دي چي عاملين به يې په سزا ورسول سي. دا لا تر اوسه نه ده څرگنده چي دغه بريد چا کړی ؤ خو په تيرو اونيو کي په يو شمير ورته بريدونو کي زيات شمير افغانان ووژل سول چي پړه يې د داعش خراسان ډلې په غاړه واخيسته.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.