1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني نړیوال سازمان پر فرانسې د مهاجرو د زوروني تور لګولی

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د بخښني نړیوال سازمان پر فرانسوي چارواکو باندي تور لگولی دی چي د مهاجرو او د هغوی د مرستندویانو په مقابل کي له تشدد، ډاروني او توهین څخه کار اخلي. فرانسې په وروستیو وختونو کې خپل د مهاجرت سیاست سخت کړی.

https://p.dw.com/p/3Js6X
Calais Migranten in Frankreich
انځور: DW/Joe Wallen

د بخښني نړيوال سازمان یا امنیسټي انترنېشنل په حواله د فرانسې د بندري ښار کالې چي د «ځنگل کمپ» په نوم مشهوره دی، تر نړولو دوه نیم کاله وروسته تر اوسه پوري هم تر ۱۲۰۰ اضافه مهاجر په خیمو او غیر رسمي کمپونو کي ژوند کوي.

د دې سازمان په تازه رپوټ کي چي د هغوی په مرکز لندن کي نشر سوی دی، راغلي دي چي دغه مهاجرو ته نه سم خوراکي توکي او اوبه رسیږي او دغه کسان پاک تشنابونه او استوگنځایونه هم نه لري او پر دې سربیره بیا حقوقي مشاورینو ته هم لاسرسی نه لري. سربیره پر دې په مؤقتي کمپونو کي ډیر بې سرپرسته کوچنیان هم ژوند کوي.

د بخښنبې نړیوال سازمان پر فرانسې باندي همدارنگه تور لگولی دی چي له لومړي سره د کمپونو د جوړیدو مخنیوی کوي، چي مهاجر او پناه غوښتونکي د ډیر وخت له پاره په یوه ځای کي پاته نه سي. په تیرو ۱۲ میاشتو کي په «کالې» کي د چارواکو له خوا نړیدلو کمپونو او خیمو شمیر لوړ سوی دی. یوازي د همدې عیسوي کال له جنوري څخه تر مې میاشتي پوري له ۳۹۱ ځایونو څخه مهاجرین په «زور او جبر» سره ایستل سوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان: ډارونه په ورځني عمل بدل شوی

د بشري حقونو د دې سازمان په حواله د مهاجرو د مرستندویانو په مقابل کي هم د تشدد او جبر څخه کار اخیستل کیږي. د دغه سازمان د فعالینو په خبره «په دې منځ کي د نیول سویو کسانو تهدیدیدل، د هغوی ډارول او توهینول یو ورځنی عمل گرځیدلی دی.»

یوازي د همدې کال په جریان کي هغوی د پولیسو له خوا ۷۲ د زورونې پیښي ثبت شوي دي خو باور کیږي چې د دغه شان پیښو شمیر تر دې هم لوړ وي.

د بخښنې نړیوال سازمان د فعالینو د معلوماتو پر اساس دا په مخ پر ډیریدونکي ډول سره سخته سوې ده چي د مهاجرينو له پاره داوطلبه مرستندویان پیدا سي ځکه ډیر شمیر یې ویره لري.

د دغه سازمان کارپوهه لیزا ماراکاني، وايي چي د مهاجرو له مرستندویانو سره «د دښمانو په ډول د چلن پر ځای باید باید چارواکي هغوی د خپلو مهمو متحدینو په توگه وبولي». هغه زیاتوي چي «همدردي، مرسته او لاس نیوي باید جنايي عمل ونه بلل سي، بلکه باید یې قدرداني وسي». 

د ایمانوییل ماکرون له جمهور رييس کیدو راهیسي فرانسې د مهاجرت سیاست سخت کړی دی. د دغه سیاست پر اساس رد شوي مهاجر باید ژر اخراج شي او د خیمو کمپونه باید نور تحمل نه سي.

په دې ډول سره حکومت د پناه غوښتونکو د هغه لوړ تعداد په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړی چي په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل له پاره تر تعین شوي حد چې سل زره وو، لوړ شو. مکرون په ۲۰۱۸ کال کې د کالې سیمې ته سفر وکړ او د مهاجرو مرستندویان یې تورن کړل چې د خوراکي توکو له ویشلو سره «غیر قانوي جلن» ترویجوي.

زموږ له ارشیف څخه