1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني نړیوال سازمان:طالبانو په پنجشېر کي جنگي جنایتونه کړي

۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د بخښني د نړیوال سازمان د تازه رپوټ له مخي طالبان په پنجشېر کي د خپلسرو او ډله ایزي نیونو او داسي نورو بدرفتاریو مرتکب سوي چي» جنگي جنایتونه« شمیرل کیږي. دغه سازمان د جواب ویلو د یوه میکانیزم د جوړیدوغوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4SKkC
 Afghanistan | Taliban am Gouverneurssitz in Panjshir
انځور: Social media/handout/REUTERS

د بخښني نړیوال سازمان نن د یوه نوي رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چي طالبان په پنجشېر کي د جنگي جنایتونو، له هغې جملې د ملکي خلکو د ډله ایزو مجازاتو مرتکب سوي دي. 

دغه رپوټ چي «ستاسي اولادونه په غرونو کي دي: په پنجشېر کي د ملکي خلکو د ډله ایزو مجازاتو» تر نامه لاندي خپور سوی دی، د بین المللي او بشردوستانه حقوقو څخه جدي سرغړوني، له هغې جملې غیر قانوني اعدامونه، شکنجې، ډله ایزي نیوني او بندي کیدل پکښی ذکر سوي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اگست میاشتي پر ۱۵ مه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو ځیني کسان د وسلو او جنگي تجهیزاتو سره پنجشېر ته وتښتیدل او د احمد مسعود په رهبرۍ د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای سول.

د ویانا په ناسته کي د طالبانو پر وړاندي د مخالف خوځښتونو پر یوموټي کېدو ټینګار وسو.

د بخښني نړیوال سازمان په خپل رپوټ کي ویلي دي چي طالبانو په دې کار سره د نیول سوو پوځیانو څخه انتقام واخیست او د پنجشېر عام اوسیدونکي یې هدف وگرځول.

د بخښني نړیوال سازمان عمومي منشي، اگنس کالامار ویلي دي: «د ملي مقاومت له جبهې سره د ملکي خلکو د یوځای کیدو په شک په پنجشېر کي د طالبانو بېرحمانه تاکتیک د هغوی د بیري او لوی مصیبت سبب گرځیدلی دی».

آیا مقاومت جبهه به د طالبانو پر ضد چريکي بریدونو ته مخه کړي؟

اگنس کالامار، همدارنگه ویلي دي چي په پنجشېر کي د طالبانو د جنگي جنایتونو او بین المللي  بشردوستانه حقوقو څخه د سرغړوني ليست اوږد سوی، په کوم کي چي غیر قانوني اعدامونه، یرغمل نیونې، غیر قانوني بندي کیدل او د ملکي خلکو پر کورونو یرغل شامل دی.

کالامار ویلی: »هر یو دغه عمل د کرکې وړ دی او دغه ډول چلند په مجموع کی د ټولیزو مجازاتو په معنی دی چي پخپله یو جنگي جنایت شمیرل کیږي.

د نوموړي سازمان عمومي منشي زیاتوي: «په پنجشېر کی باید تر هدف لاندي د ملکي کسانو قصدي راوستل ژرترژره بند سي».

Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
پنجشیر وروستی ولایت وو چی په ۲۰۲۱ کال کی طالبانو ونیوانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

په رپوټ کي راغلي دي چي طالبانو په پنجشېر کي د سرکوبۍ پرمهال، په ټول کلي کي ځوان نارینه نیول او پرته له کوم تور یې زندان ته اچول او هغوی به یې تر وهلو ټکولو او نورو ځورونو لاندي راوستل.

په رپوټ کي زیاته سوې ده چي په افغانستان کي د شپې له خوا پر تگ راتگ باندي د بندیز په وضع کولو سره د ملکي کسانو کورونه تلاشي کیدل او شپنو ته به یې اجازه نه ورکول چي خپل څاروي وڅري.

رپوټ وايي، په داسي حال کي چي د طالبانو دغه ډول فردي کړني جنگي جنایت بلل کیږي، هغه په مجموع کي پر خپلسرو نیونو او پر ملکي کسانو د محدودیتونو پر وضع کولو سربیره، دسته جمعي مجازات هم بلل کیږي.

Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban bei einem militärischen Training
په پنجشیر کی د ملی مقاومت د جبهې جنگیاليانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

«په غیرقانوني ډول ډله ایز اعدامونه»

دغه رپوټ د طالبانو له خوا د ملي مقاومت جبهې د جنگیالیو ډله ایز اعدامونه ثبت کړي دي. د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چي طالبانو د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کي د پنجشېر ولایت د هزاره درې ته نیژدې پرتو غرونو کي په یوه قضیه کي حداقل شپږتنه او یا هم ښايي نهه تنه اعدام کړي وي.

د بخښني نړیوال سازمان د کړکیچ د شواهدو مرکز په دې برخه کي پنځه ویدیويي کليپونه تائید او تحلیل کړي دي، چي د اعدامونو بهیر پکښي ښکاري. په دغو ویدیوگانو کي نیول سوي کسان په داسي حال کي لیدل کیږي چی سترگی او لاسونه یې تړلي دي.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چي د یوې ویدیو پر اساس، د طالبانو څو غړي د ۱۹ دقیقو په ترڅ کي د کلاشینکوف او ماشیندار په مرسته پر پنځو نیول سوو کسانو فیرونه کوي او وروسته یې جسدونه د یوې تپې له سره راایله کوي.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي طالبانو همدارنگه څو ځله غیرنظامي ځوان نارینه، د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیولي دي. شاوخوا ۲۰۰ کسان په عین وخت کي نیول سوي دي.

د بخښنی نړیوال سازمان ویلي دي چي تسلیم کولوته د جنگیالیو د مجبورولو له پاره د کورنۍ د غړو نیول کیدل، یرغمل نیونه شمیرل کیږي او (جنگي جنایت) دی. نیول سوي کسان به د څو ساعتونو او یا هم میاشتو له پاره د طالبانو په نظربند کي ول.

د جواب ورکولو یوه میکانیزم جوړولو غوښتنه

دغه نړیوال سازمان ویلي دي، لکه څنگه چي طالبان نه غواړي او نه سي کولای ریښتیني پلټني وکړي او یا هم خپل غړي په عادلانه محکمو کي محاکمه کړي، د ملگرو ملتو د بشري حقونو له شورا څخه یې غوښتي تر څو په راتلونکې کي د قضايي تعقیب له پاره د شواهدو د ساتلو پر تمرکز باندي، د رپوټ ورکولو او عمومي نظارت یو نړیوال جواب ویونکی خپلواک میکانیزم رامنځته کړي

اگنس کالامار ویلي دي: »ټول هغه کسان چي په پنجشېر کي له جنایتونو سره مخامخ سوي او په افغانستان کي د طالبانو د جنایتونو ټول قربانیان باید د مجازاتو څخه معاف او د عدالت او جبران خسارې مستحق دي.»

د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو پر وړاندې خنډ ګرځیدی شي؟

هغه زیاتوي: «د جواب ورکولو یو نړیوال خپلواک میکانیزم رامنځته کیدل، د شواهدو پر راټولو باندي د تمرکز په لرلو سره، د ټولو تورنو کسانو د جواب ورکولو له پاره په جزايي مسئولیت سره ضروري دي.»

طالبانو تر اوسه د بخښني نړیوال سازمان د دغه رپوټ په وړاندي کوم غبرگون نه دی ښودلی، خو په تیرو وختونو کي یې ورته تورونه رد کړي دي، دا په داسي حال کي ده چي د «ملي مقاومت جبهې» د جنگیالیو وژل یې تائید کړي دي.

GP/NZ/DW.Online