1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پولي ته څېرمه د طالبانو پوځي تمرینونه څه موخه لري؟

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

طالبانو په نیمروز کي د ایران پولي ته څېرمه پوځي تمرینونه پيل کړي دي. کارپوهان وايي، که څه هم له دغو تمرینونو څخه د طالبانو لویه موخه روزنیزه بڼه لري، خو ایران ته د ځواک ورښکاره کول هم ورڅخه څرګندیږي.

https://p.dw.com/p/4SNxk
Afghanistan Kabul | Talibankämpfer nach Explosion am Sikh Tempel
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس لیکي چي د نیمروز ولایت د درېیم سرحدي کنډک ځواکونو له پرون راهیسي د سپکو او درنو وسلو پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د یاد آژانس د خبر له مخي، دغه پوځي تمرینونه يې د سرحدي طالب سرتیرو د روزني او تجربو د زیاتولو په موخه شروع کړي دي.

اړوند:ولي طالبانو له ایران سره په سرحد کي خپل پوځي حضور پیاوړی کړی؟

د نیمروز اوسیدونکي بهرام حقمل په دې اړه دویچه ویله ته وویل، د طالبانو پوځي تمرینونه د دواړو هیوادونو پولي ته نژدې د «چګني» په سیمه کي روان دي.

نوموړی زیاتوي: «په سرحدي سیمو کي دغه ډول زده کړي کولای سي چي د طالب پوله ساتو پوځي ځواک تجربه لوړ کړي تر څو  طالب سرحدي ځواکونه وکولای سي، په ښه ډول له مځکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه وکړای سي.»

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی 

په هرات کي بیا یو څو ورځي ترمخه طالب چارواکو د ایران پولي ته نيږدې د «اسلام کلا» په سیمه کي د امنیت د ټینګښت په موخه د یوشمیر ځواکونو د ګومارولو خبر ورکړی و.
د طالبانو دغه پوځي پروګرامونه له ایران سره د نیمروز ولایت پر سرحدي پوله له شخړي وروسته پیلیږي.

افغانستان/ طالبان، فیض اباد
انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

طالبان او ایراني ځواکونه له هغه وروسته  وسله واله شخړه وکړه چي د دواړو هیوادونو مشرانو د یو د بل پر وړاندي د اوبو د حقابې پر سر تونده لهجه وکاروله.

د چارو سیاسي شننونکي په دې اند دي چي د ایران له پولي سره د طالبانو تحرکات تر نظامي زده کړو او امنیتي تدابیرو لوړ دي.

اړوند: د طالبانو حکومت د پوځیانو شمېر ډېروي

د سیاسي او نړيوالو اړیکو کارپوه ملک ستېز دویچه ویله ته وویل: «طالبانو چي په نیمروز ولایت کي کوم تمرینونه شروع کړي ډېری پکښي د دوی د ځانمرګو او بدري ډلو کسان ونډه لري، که څه هم طالبان له ایران سره د جګړې زور نه لري، خو په دې تمرینونو سره غواړي چي د خپل مخالف لوري شاوخوا د ویري او اندېښنې فضاء خپره کړي.»

زموږ یوټیوب پاڼه دلته کتلای سی

هغه ټینګار کوي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ دي د حقابې ستونزه د سیاسي او حقوقي لاري حل سي او کنه د دواړو هیوادونو تر منځ حالت نور هم ترینګلی کېدای سي.
د نیمروز ولایت اوسیدونکي بیا د طالبانو له خوا د سرحدي پولو د ساتني هڅي ستايي، خو د ترینګلتیا اوږدېدو اندېښمن کړي دي.

د نیمروز ولایت یوې اوسیدونکي ثریا محمدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «که څه هم د نیمروز ولایت سرحدي پولي ته څېرمه د طالبانو پوځي تمرینونو د سیمي اوسیدونکي اندېښمن کړي دي، خو په دې بیا ډېره خوشاله یم چي ایران لوری سرحدي سرغړونو ته متوجه سوی او زموږ هیوادني حریم ته به پښه نه راغځوي.»

اړوند: طالبان: يوه ډله افغانان تر پوځي زده کړو وروسته بيرته هيواد ته راستانه شوي

پر سرحدي پوله له شخړو وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر یو څو ورځي ترمخه په یوې خبري ناسته کي وویل چي اوس له افغانستان سره پر سرحدي پوله حالت سم او له طالبانو سره په جوړ جاړي کي دي.

د طالبانو او ایران وروستۍ شخړه د هلمند سیند په اوبو کي د حقابې پر سر راپورته سوه، چي بیا وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر په ښکاره وویل چي د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني. 

زموږ له ارشیف څخه 

د طالبانو پر وړاندې پوځي مخالفتونه څومره شدید دي؟