1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«عمران خان د پنځوو کلونو له پاره له ټاکنو منع دی»

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير عمران خان د پنځوو کلونو له پاره په ټاکنو کې له ګډونه منع کړی دی. د حقوقي چارو کارپوهانو په حواله به په پارلمان کې خپله څوکۍ هم له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4IWCf
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان په ټاکنو کې د برخه اخيستو منع شوی
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان په ټاکنو کې د برخه اخيستو منع شویانځور: Aamir Qureshi/AFP

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د پاکستان د پخواني لومړي وزير او پاکستان تحريک انصاف يا پي ټي آې ګوند مشر عمران خان د نااهله ګرځولو دا اعلان د جمعې په ورځ وکړ، هغه څه چې ښايي د سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دغه هيواد کې له اوږدې مودې راهېسې روان سياسي کړکیچ نور هم ژور کړي.

د عمران خان وياند فواد چوهدري خبريالانو ته وويل چې د پاکستان د ټاکنو کمېسيون خپله دا پريکړه نن، جمعه په اسلام آباد کې اعلان کړه.  نوموړي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې دا پريکړه په کلکه وغندله.

د حقوقي چارو کارپوهانو په حواله عمران خان به د ټاکنو کمېسيون د دې پريکړې له مخې په پارلمان کې خپله څوکۍ هم له لاسه ورکړي.

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

د عمران خان يوه وکيل ګوهر خان خبريالانو ته وويل: «د پاکستان د ټاکنو کمېسيون چې لنډيز یې «اي سي پي» په خپله پريکړه کې ويلي دي چې عمران خان په فساد کې ښکيل وو.»

نوموړي زياته کړه چې عمران د پنځو کلونو له پاره له ټاکنو منع شوی دی، يعني دا چې خان به د راتلونکو پنځو کلونو له پاره په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلای.

ګوهر خان زياته کړه: «موږ به د اسلام آباد په لوړه محکمه يا هايي کورت کې د دې پريکړه په اړه اعتراض وکړو.»

په پاکستان کې تل محکمې د سياستوالو په اوږدو حقوقي پروسو کې د ښکيلولو له پاره شهرت لري چې موخه یې د اپوزيسيون ځپل بلل کيږي خو په دې قضيه کې د ټاکنو کمېسيون له دې کبله مداخله کړې چې ټاکل شوي چارواکي مکلف دي خپلې ټولې شتمنۍ اعلان کړي.

دا قضيه د «توشه خانې» په نوم په يوې حکومتي ادارې پورې تړاو لري چې پکې د بهرنيو هيوادونو د مشرانو له خوا ترلاسه کړل شوي سوغاتونه ساتل کيږي. د «توشه خانې» دغه اداره د هند د لوې وچې د پخوانيو مغلو پاچاهانو له وخت راپاتې ده.

پاکستان: د عمران خان ګوند له بهرنیانو ناقانونه پیسې ترلاسه کړي

حکومتي چارواکي مکلفيت دي چې هلته ذخیره شوې ټولې تحفې ښکاره کړي خو اجازه لري چې د يوه مشخصې اندازې څخه د ټيټې بیې تحفې له ځانه سره وساتي. دا په دې معنا چې ډېر قيمتي توکي بايد توشه خانې ته ورکړل شي خو دغه اداره کولی شي ځيني توکي په کابو نيمه بيه يا پنځوس فيصد ټيټه بيه وپلوري. دغه فيصدي د عمران خان د حکومت په دوره کې له شلو څخه پنځوس کړل شوې وه.

د پاکستان ورځپاڼو له مياشتو راهېسې داسې رپوټونه خپرول چې په ترڅ کې یې پر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تورونه لګول شوي ول چې د خارجي سفرونو پر وخت یې د میليونونو په ارزښت تحفې ترلاسه کړي.

په دې کې ډېر ګران بيه ساعتونه، ګاڼه، ډیزاين شوي دسکولونه او عطرونه شامل دي. پر خان تور لګول کيږي چې ځيني دغه تحفې یې نه دي ښکاره کړي يا یې هغه د ځان له پاره پلورلي دي.

د ټاکنو کمېسیون ته دا شکايت په لومړي ځل د اپوزيسیون د ګوندونو د پاکستان د جمهوري غورځنګ په نوم ائتلاف له خوا هغه وخت هم وړاندې وو چې عمران خان لا صدراعظم وو. 

هغه وخت عمران خان ويلي ول چې هغه ځیني تحفې د ملي امنيت د دلايلو پر اساس نه دي ښکاره کړې، خو په کتبي بڼه یې ویلي ول چې دغه تحفو څخه یې د کابو ۲۲ میليونه پاکستاني کلدارو په ارزښت توکي رانيولي ول او وروسته یې بيا په دوه چنده بيه پلورلي ول. هغه ويلي وو چې دا توکي په مناسبه توګه بيه شوي ول.

په روانه اوونۍ کې عمران خان د پارلمان د ضمني انتخاباتو په ترڅ کې د اتو څخه یې شپږ څوکۍ وګټلې چې دا بريا د هغه د شهرت له پاره ريفرنډم بلل شوې وه.

عمران خان د پاکستان په ضمني ټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه

۷۰ کلن عمران خان د روان کال په اپريل مياشت کې له واک څخه تر ګوښه کيدو وروسته هغه وخت په هېواد کې د سياسي پروسې د ګډوډولو هڅه وکړو چې کله یې په پارلمان کې د خپل ګوند غړيو ته د خپلو څوکيو د پريښودو امر وکړ.

تر هغه وروسته نوموړي په ټول هېواد کې په مظاهرو لاس پورې کړ چې په دغه مظاهرو کې په زرګونو کسانو ګډون درلود. عمران خان په دې وروستيو کې ويلي ول چې پر حکومت د فشار واردولو له پاره به د «لانګ مارچ» يا سترو مظاهرو نيټه هم ډېر ژر اعلان کړي.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه: