1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د المان پولیسو د انساني قاچاقبرانو يو بانډ نيولی دی

۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه

د المان پولیسو د دغه هیواد په اتو ایالتونو کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد پراخو عملیاتو کې د دوو وکیلانو په ګډون ۱۰ شکمن کسان نیولي دي. په دغو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډیر د استوګنې کورونه او تجارتي ځایونه پلټل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4et95
Deutschland Bundespolizei Festnahme Symbolbild
د پولیسو له خوا د افرادو د نیول کیدو انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance

د المان پولیسو ویلي دي چې د پراخو عملیاتو په لړ کې چې تر ۱۰۰۰ ډیرو پولیسو پکې ګډون کړی وو، ۱۰۱ سوداګریز او د استوګنې ځایونه یې پلټلي او ۱۰ شکمن کسان یې نیولي دي. په نیول شوو کې دوه وکیلان هم شامل دي. ګمان کیږي چې دې بانډ به د ډیرو پیسو ترلاسه کولو په بدل کې خپلو مشتریانو ته په المان کې د اقامې اسناد برابرول.

دغه بانډ ۳۵۰ بهرنیانو ته، چې اکثره یي چینایي اتباع دي په جعل کارۍ سره په المان کې د اقامې جواز په اخیستلو تورن دی.

دغه پراخ عملیات د المان فدرال پولیسو ادارې له خوا د المان په لویدیځ کُلن ښار کې څارل کیدل.

د مهاجرت ادارې کارمندانو ته د رشوت ورکول

د المان د پولیسو په وینا د المان بُن ښار ته نږدې په سنګت اوګوستین ښار کې د انساني قاچاقبرانو دغه بانډ د بهرنیو مسلکي کارګرو له پاره د المان له ځانګړي قانون څخه په استفادې د جعلي جوازونو په ترلاسه کولو تورن دی.

په بلغاريا کي د انساني قاچاقبرانو شبکه څرنگه فعاليت کوي؟

ویل کیږي چې د دې بانډ مراجعینو د المان د ویزې ترلاسه کولو له پاره له پنځه تر شپږ رقمي (۳۰ تر ۳۵۰) زرو یورو پورې تادیه کړي دي.

د «بِلډ» المانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، دې بانډ د المان د کډوالو او مهاجرت څو تنو کارمندانو ته هم بډې یا رشوت ورکړی دی.

ټول ۱۰ شکمن کسان د المان په لویدیځ نورد-راین- وستفالن ایالت کې، چیرې چې دغه عملیات متمرکز وو نیول شوي دي.

د پولیسو پر وینا د نورد-راین- وستفالن سربیره دغه عملیات د شلزویګ هولشتاین، هامبورګ، برلین، هِسن، راینلنډ فالتڅ، بادن وورتمبرګ او بایرن په ایالتونو کې ترسره شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې پيسې او اسناد هم ضبط شوي دي. قانون پلي کوونکو ادارو د ټول المان په کچه په ۲۰۲۲م کال کې په مجموع کې د انساني قاچاق ۴۹۳۶ موارد ثبت کړي دي چې دا تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز