1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پر اسمان د ناټو بې سابقې هوايي تمرین

۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعه

ناټو پتېيلې ده چي په خپله سيمه کي داسي پوځي هوايي مانورونه وکړي چي تر اوسه پوري يې ساری نه وو.په دغه موده کي به د لنډ وخت له پاره د الوتنو درې سیمي د ملکي ټرافیک پر مخ بندي او کیدای سي چي عادي الوتني له ځنډ سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/4SNN6
 NATO-Manöver | Air Defender 23
انځور: Marc Rosenkranz/Bundeswehr

د ناټو دغه پراخ مانور په دې وروستۍ لسیزه کي د آلمان د هوايي ځواک له پاره یو لوی سرخوږی بلل کیږي، چي د څلور کالو تدارکاتو څخه وروسته، د ناټو هوايي مانورې د "هوايي دفاع ۲۳ په نامه  په دې څو ورځو کي شروع کيږي.

له هغه وخته چي د ناټو بنسټ ایښوول سوی، دغه ډول پراخ تمرینونه نه ول ترسره سوي او دا د خپل ډول یو لوی تمرین دی، چي د جون له ۱۲څخه تر ۲۳ پوري دوام کوي او دا به د هوايي لوژیستیک له اړخه د آلمان ګرانبیه تمرین وي.

اړوند: تر سړې جګړې وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلیږي

همدا اوس د آلمان په ۶ پوځي هوايي ډګرونو کي ۲۵۰ طیارې ولاړي دي او ټاکل سوې ده، چي ۲۵ هیوادونه به په دغه تمرین کي ونډه اخلي. امریکا متحده ایالات په یوازي سر۱۰۰ الوتکي د اتلانتیک اوقیانوس له ها غاړي دې تمرین ته ګوماري.

Ingo Gerhartz
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

په دې هوايي تمرین کي، به په درې بېړنیو سیمو کي تمریني الوتني کیږي: د آلمان په شمال او شمالي بحر، په ختیځ او جنوب په یوې کوچنۍ تراډه کي. د یادو سیمو هوايي حریم به د ورځي په څو بېلا بیلو ساعتونو کي د ملکي ټرافیک پر مخ تړلی وي.

زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی 

عادي الوتني د یاد هوايي مانور له امله ټکنۍ کیږي، ځکه چي د اروپا او آلمان اسمان د مرکزیت له امله یو له هغو ګڼه ګوڼه اسمانونو څخه دی چي ډېري نړيوالي هوايي الوتني له همدي هوايي کرښو تیریږي. پر همدې بنسټ د هوانوردي کارپوهان په دې اړه پوښتي چي آیا ملکي الوتني به د تمرین سره همهاله وکولای سي چي بېله کومو ستونزو خپلو الوتنو ته دوام ورکړي. د آلمان هوايي ډګرونو ته ښايي چي د تمرین پرمهال د لسو ورځو له پاره خپل کاري ساعتونه د شپې خواته واوړوي.

اړوند: د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي

د آلمان د هوايي ځواک مشر اینګو ګرهارتس وايي: «زه هیله لرم چي دغه ټولي چاري به منظمي ترسره او هیڅ الوتنه به لغوه نه سي.» خو ده د ملکي الوتنو د تګ راتګ  په ترڅ کي د خنډ او ځنډ خبره هم رد نه کړه. 

د مخنیوي عملیات د نورمال هوايي فعالیت سره موازي پر مخ ځي

په نړيوالو او امنیتي چارو کي د آلمان «ایس، ډبلیو، پي» انستيتيوت څخه توربین ارنولډ، له دویچه ویلي سره په یوې مرکه کي وویل، ناټو غواړي، چي د «۲۳هوايي دفاع» له عملیاتو سره سم د ملکي الوتکو د منظمو الوتنو له پاره یو سیاسي زینګنال ولیږي.

زموږ یوټیوب پاڼه   

ارنولد وايي: «البته دا یو روښانه سیګنال دی چي وايي، له هوايي درانه ټرافیک سره موږ کولای سو چي د ناټو د سیمي له هر سانټي میټر څخه به ساتنه وکړو.» تر ۱۰ زرو زیات عسکر به بیا پر مځکه مانورونه کوي.

د آلمان د هوايي ځواک د پلټني مشر جنرال اینګو ګرهارټس، وايي، مځکني تمرینونه او ان د «یو هوايي ډګر تشول» به هم د دغه تمرین یوه برخه وي.

اړوند:شتاين ماير په ختيځه اروپا کي د ناټو پر تمريناتو تنقيد کړی

دا مانورونه له هغه وروسته، چي په ۲۰۲۱م کال کي امریکا او ملګرو يې په افغانستان کي په چټکۍ خپل ماموریت پای ته ورسوی او د کابل هوايي ډګر له سختو ورځو سره مخامخ و، نو دا تمرین يې د ناټو په هوايي تمرینونو کي ور شامل کړ.

 NATO-Manöver | Air Defender 23
انځور: Sherifa Kästner/Bundeswehr

د یاد تمرین یوه بله موخه داده چي د مځکنیو ځواکونو هوايي ملاتړ وسي، د دښمن له جټ الوتکو سره هوايي جګړه وسي او همدارنګه د هغو منځني واټن ویشتونکو توغندیو مخنیوي وسي چي د ناټو جنګیالیو باندي توغول کیږي.

امریکا متحده ایالات د ایف ۳۵ رادار څخه تښتېدونکي او بم غورځونکي الوتکي چي ډیري عصري جګړه ایزي جیټ الوتکي دي د انتلانتیک دې خواته رالېږي.

د امنیت او نړيوالو چارو انستیتيوت کارپوه ارنولډ وايي، د شمالي بحرپر اسمان، د دښمن د کښتیو او اوبتلونو په وړاندي دفاع امتحانیږي، ارنولډ زیاتوي: «دښمن کولای سي چي له هغو سیمو برید وکړي چي د ارپا له وچي دباندي دي.»

زموږ له ارشیف څخه: