د الماسو په اړه مهم او په زړه پورې حقایق
الماس د شتمنۍ او ښکلا او همدارنګه د ځواک نخښه ګڼل کیږي. الماس په حقیقت کې د ډبرو سکرو او تور کاربن (ګرافائٹ) ترکیب دی چې د ځمکې په داخلي برخه کې رامنځ ته شوی.
الماس څرنگه جوړیږي
الماس ميليونونه کاله پخوا د ځمکي په داخلي برخه کي په سلگونه کيلومتره ژوره کې رامنځ ته شوی دي. د زمکي شديد فشار او د حرارت لوړه درجه د کاربن اتوم ته د کلک کرسیستال بڼه ورکوي او په دې توگه خام الماس توليدیږي.
آتش فشان هم الماس غورځوي
کله چې آتش فشانونه راوځي، په ناڅاپي توگه خام الماس د ځمکې سطحې ته رسیږي. له همدې امله په الماسو پسې په آتش فشاني ډبرو کې لټه کيږي او موندل کیږي.
جواهرات: څومره نادر، هغومره ګران
الماس د نورو جواهراتو په څیر دي، مګر دا یو نادره معدنی تيږه ده چې رنګ، پاکي، مظبوت والی او قوت یې له نورو څخه جلا کوي. هر ډول قیمتي الماس د ځانګړي کیمیاوي ترکیب پر بنسټ ولاړ دی.
د الماس بيه
د الماس د تراشلو پروسه او رنګ يې هغه ډېر ځانګړی کوي. هر څومره چې الماس کميابه وي هغومره یې ارزښت لوړ وي. د الماس ارزښت د هغه د روڼتیا، رنګ، تراشل يا پريکول او قراط په واسطه ټاکل کیږي.
د وزن واحد قراط دی
د الماس وزن په قراط اندازه کیږي. په پخوانیو وختونو کې د خرب په نوم د یوې ونې د وچو پوډرو د یو تخم وزن یو قراط وو. د دې مدیترانې تل زرغون ونې تخمونه د وزن د واحد په توګه کارول شوي. د دې ونې د تخمونو ترکیب تقریباً یو شان دی او وزن یې دوه سوه ملی ګرامه دی. يعنې يو قراط د ۰،۲ ګرامه سره برابر دی.
سوداگري
روسیه، بوتسوانا، کانګو، استرالیا او کاناډا د الماسو د لوړ تولیدونکو هیوادونو په ډله کي دي. د الماسو ناقانونه تجارت هم کيږي. په ساده ډول، «خوني الماس» هغه الماس دی چې د افریقا له جگړه ځپلو سیمو څخه قاچاق کیږي او د یاغي ډلو له خوا د خپلو سازمانونو د چلولو له پاره کارول کیږي.
پر «خوني» آلماس بندیز
د کمبرلي محکمې د ۲۰۰۳م کال پریکړې د دغه ډول الماسو نړیوال تجارت منع کړ. د هر الماس قانوني حیثیت اوس د اصلي او شرکت سند له خوا ثابت شوی.
د الماسو استعمال
الماس هم ساینس ته خورا په زړه پوري دی، ځکه چې دا په نړۍ کې ترټولو سخت توکی دی. الماس په اسانۍ سره مرمر یا ګرانایټ پرې کوي. له همدې امله دوی په مشقونو یا پرې کولو ماشینونو کې کارول کیږي. د مثال په توګه، «د هیریا ډریل» په طب کې هم کارول کیږي.
د مصنوعي الماسو سوداګرۍ
اصلي الماس د دې هدف د کارولو له پاره خورا ګران دي، نو په صنعتي توګه تولید شوي مصنوعي الماس کارول کیږي. په دې وروستیو کې د جرمني د فریبورګ ښار ساینس پوهانو یوه داسې طریقه اختراع کړې ده چې له مخې یې مصنوعي الماس په لوی مقدار او په لنډ وخت کې تولیدولای شي. په هرحال، د دې الماسو د توليدولو موخه د ګاڼو پر ځای د صنعتي اړتیاو پوره کول دي.
پر نيبتون د آلماسو باران
په ۲۰۱۷م کال کې، ساینس پوهانو په لومړي ځل په تجربوي ډول ثابته کړه چې پر نپتون باندي آلماس اوروي. نیپتون زموږ په لمریز نظام کې له لمر څخه اتمه او تر ټولو لېري سیاره ده. د ساینسپوهانو په وینا، د هغې جامده سطح يخ پوښلې ده. دغه کيهاني يخ د هایدرو کاربن، اوبو او امونیا څخه جوړ دی.