1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې مشر د هند د مسلمانې محصلې ستاينه کړې

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

ايمن الظواهري په يوه ويډيو کې د هند په کرناټک ایالت کې د حجاب د مخالفينو پر وړاندې د «الله اکبر» غږ پورته کوونکې محصله مسکان ستايلې ده. له دې ويډيو ثابتيږي چې د القاعدې هغه مشر لا ژوندی دی.

https://p.dw.com/p/49X7w
Aiman az-Zawahiri Videobotschaft
انځور: Reuters/SITE

د القاعدې شبکې د مشر ايمن الظواهري دا نهه دقيقه یي ويديو د دې تندلارې ډلې د الحساب رسمي رسنيزې ادارې له خو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۵) خپره شوې ده. د امريکا استخباراتي ډلې سايټ (SITE) د «حره الهند» تر سرليک لاندې نشر شوې دا ويديو تائيد کړې ده.

الظواهري په دې ويډيو کې د هند د کرناټک ايالت د مسکان خان په نوم هغې مسلمانې محصلې ستاينه کړې ده چې په خپل کالج کې یې د تندلارو هندو ځوانانو له خوا د «جی شري رام» د نعرو په ځواب کې د «الله اکبر» نعره ووهله.

الظواهري څه وويل؟

په دې ويډيو کې الظواهري وايي چې د تکبير د غږ پورته کوونکي يوې «خور» دغه کړنې هغه اغیزمن کړی دی او هغه یې د ستاينې په موخه د يوه نظم د ليکلو پريکړه کړې ده.

ايمن الظواهري د هند خلکو ته د «هندوستان د کافر هندو جمهوریت» له چلونو څخه د ځان ساتنې مشوره وکړې ده. نوموړي ويلي دي: «د دوکې ورکولو دا آله [ديموکراسي]هغه څه دي چې حقيقت یې په فرانسه، هالند او سويس کې روښانه شوی دی، چېرې چې هغه د فاحش اجازه ورکوي خو پر حجاب یې بندیز وضع کړې دی.»

د القاعدې مشر زياته کړې ده: «موږ بايد په دې خبره ځان پوه کړو چې زموږ بریاليتوب د شريعت په عملي کولو او له چين څخه نيولې تر اسلامي غرب پورې او له قفقاز څخه تر سوماليا پورې د يوه واحد امت په توګه په يووالي کې دی.»

پر پاکستان نيوکې

القاعدې پر هند سربيره د جنوبي آسيا پر يو شمير نورو هيوادونو هم نيوکې وکړې.

هغه په خپله دغه ويديو کې دغه مسلمانو هيوادونو ته د «لوېديځ د متحد» د خطاب په کولو سره وويل: «په ځانګړي توګه په پاکستان او بنګله ديش کې چې موږ کوم حکومتونه پر موږ مسلط دي هغه زموږ څخه دفاع نه کوي. بلکې برخلاف دوی د هغوی دښمنانو څخه ملاتړ کوي چې موږ پر ضد جګړه کوي.»

د هند په اړه د اسامه بن لادن د ځای ناستي ايمن الظواهري يوه ويډيو تر دې دمخه په ۲۰۱۴م کال کې هم نشر شوې وه. په دغه ويډيو کې نوموړي «د جماعت قيادت الجهاد في شبيه القرات الهنديه» په نوم ډلې د رامنځته کيدو اعلان کړی وو. خو هندي چارواکي وايي چې القاعده تر اوسه په دې کار بريالۍ شوې نه ده.

د الظواهري د ژوند ثبوت

په دې نوې ويديو کې څرګنديږي چې د نړۍ د «تر ټولو مطلوبو» جهادي مشرانو څخه یې دغه يو نه يوازې ژوندی دی، بلکې د مسکان خان له ستايلو داسې بريښي چې هغه پر روانو چارو نظر هم لري.

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۰م کال کې داسې خبرونه ورکړل شوي ول چې ايمن الظواهري مړ شوی دی. خو وروسته څرګنده شوه چې هغه ژوندی دی او په افغانستان کې دی. امريکا د الظواهري پر سر د ۲۵ میليونو ډالرو جایزه ټاکلې ده.

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډهلی)