1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی

۱۴۰۲ بهمن ۹, دوشنبه

د طالبانو تر ادارې لاندې روغتیا وزارت ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ واکسیناسیون د کمپاین پیلېدو خبر ورکړی دی. چارواکو له خلکو غوښتي، چې خپل تر پنځه کلنۍ کښته ماشومان واکسین کړي، څو له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغورل شي.

https://p.dw.com/p/4bmtx
په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پېل شوی
په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پېل شویانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر یوه ویډیويي پیغام کې خبر ورکړی دی، چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د کوچنیانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي. دغه کمپاین »له پولیو څخه پاک افغانستان« بنسټ کوي.

ډاکټر شرافت زمان امر وايي، دې کمپاین کې به ۷،۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

روغتیا وزارت او د دې کمپاین مسئولینو له خلکو غوښتي، چې خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان په دې کمپاین کې واکسین کړي، څو له دایمي ګوزن څخه وژغورل شي. پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده، چې د ماشوم د دایمي فلج او مړینې سبب کېدای شي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

په کوچنیو ماشومانو کې د دې ناروغۍ زیانونه تل پاتې کېږي. د دې خپرېدونکې ناروغۍ ویروس پر دې ویروس له ککړو اوبو څخه نورو ته انتقالېږي.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د واکسیناسیون د کمپایونونو له لارې له منځه وړل شوې؛ خو افغانستان د خپل ګاونډي پاکستان په څېر له هغو ګوتشمېر هېوادونو له ډلې دی، چې لا هم د دغې ناروغۍ پر وحشي ویروس د اخته کېدونکیو ځینې موارد پاتې دي.

افغانستان کې د پولیو کمپاین ګرځنده ډلګۍ، د ارشیف انځور
افغانستان کې د پولیو کمپاین ګرځنده ډلګۍ، د ارشیف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي، تېر ۲۰۲۳ کال افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال لا تر دې دمه کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

تېر کې د پولیو کمپاین ډلې د وسله والو بریدونو هدف ګرځېدل. افغانستان اوپاکستان کې د پولیو یا ګوزن ضد کمپاینونه د »پولیو د میندوارۍ مخه نیسي« په څېر د توطيې له تیوریو له امله له ستونزو سره مخ کېږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل