1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

امید دیدار
۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه تازه خپور کړي رپوټ کې د افغانستان اوسنی مالي او اقتصادي حالت ښه ښودلی. په دغه رپوټ کې د صادراتو کچه، انفلاسیون، د افغانیو ارزښت ساتل او نورو برخو ته اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Mnth
افغانستان کې د لوږې ګراف لوړ شوی
افغانستان کې د لوږې ګراف لوړ شویانځور: DW

نړیوال بانک د افغانستان د اوسني اقتصادي حالت په اړه خپل ورستی رپوټ د جنورۍ پر ۲۵نېټه خپور کړی. په دغه رپوټ کې د صادراتو د کچې لوړوالی، د انفلاسیون مخنیوی، د افغانیو ارزښت ساتل او د عوایدو ټولول هغه نکتې یادې شوي، چې له مخې یې د افغانستان د تېر کال وضعیت مثبت ارزول شوی.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې یوازې د تېر کال د جنورۍ او نومبر میاشتو تر منځ افغانستان د ۱،۷ میلیارد ډالرو په اندازه توکي صادر کړي چې دا د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې  ۰،۹ او ۰،۸ میلیارد ډالر وو.

برعکس د نړیوال بانک په دې رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ او جون میاشتو تر منځ د ۲،۹ میلیارد ډالرو په اندازه توکي وارد کړي دي.

په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکیو موجودیت ته په کتو، په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه له ۱۸،۳ څخه ۹،۱ سلنط ته ښکته شوې ده.

افغانستان، پلازمېنې کابل کې د یوه مارکیټ مخې ته مېرمن ناسته ده
انځور: DW

نړیوال بانک خپل دا رپوټ د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، خوړو نړیوال پروګرام، افغانستان بانک او نورو بېلابېلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ لیکلی دی.

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

په دې رپوټ کې د ماهرو او غیرمسلکي کارګرو د غوښتنې کمي، د ملکي کارمندانو د معاشونو پر وخت ورکړه او د عوایدو ټولولو هغه مثبت ټکي په ګوته شوي دي چې د ۲۰۲۲م کال د مارچې له میاشتې بیا تر ډيسمبر مياشتي پورې ۱۳۵،۹ میلیارده افغانۍ چې۱،۵۴ میلیارده ډالر کېږي، عواید راټول کړي دي.

د دغو عوایدو ۵۸ سلنه له ګمرکاتو او پاتې شاوخوا ۷سوه میلیونه ډالر نور داخلي عواید دي.

پر دې سربېره په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د دولتي او خصوصي بانکونو اوسني حالت ته او محدودیتونو ته اشاره شوې ده او زیاته کړې یې ده، چې لا هم په دې برخه کې شکایتونه شته او مشخص مالي بنسټونه او شرکتونه په دې برخه کې ستونزې لري.

همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د نړیوال بانک تازه رپوټ غولوونکی او د خلکو د پام اړونې یوه هڅه یادوي. کارپوهان وايي، که په تېر یوه کال کې اقتصادي حالت ښه شوی وای، ورسره به د خلکو ژوند کې ښه والی راغلی وای او ډېرو بې روزګاره کسانو ته به کار پیدا شوی وای.

په افغانستان کې له معلولينو او معيوبينو سره د مرستې غوښتنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی د نړیوال بانک د رپوټ «زیاته برخه» پر حقایقو ولاړه ګڼي وايي، هغه ارقام چې د صادراتو په برخه کې خپاره شوي سم دي.

دی وايي: «هغه راپور چې د صادارتو په ارتباط ورکړل شوی درست دی. د افغانستان صادرات تېر کال کې زیات شوي دي. جمهوریت کې هم زیات وو. د اسلامي امارت راتګ سره د یو میلیارد نه زیات وو. سږ کال یو میلیارد او اوه سوه میلیونو ته رسېږي. اکثره پاکستان ته دي. اکثره پکې معادن، ذخال سنګ، کرومایت او نور دي. صادرات زیات شوي دي.»

افغانستان کې د خلکو حالت
افغانستان کې د خلکو حالت انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

خان جان الکوزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې واردات کم شوي، مارکیټ کې تقاضا کمه او عرضه کمه شوې، د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې او که نړیوالې مرستې نه وای، ژوند لا پسې سختېده.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې رپوټ کې خپور شي دویچه ویله ته وویل، د نړیوال بانک او نورو بنسټونو راپورونه غولوونکي او له حقایقو لېرې دي. وايي، د طالبانو په راتلو سره د افغانانو ژوند «خراب شوی» او خلک له ډېر «سخت» حالت سره مخ دي: «دوی هوايي رپوټونه خپروي. حقیقت نه څوک نه دي خبر. خلک له لوږې مري. کار او روزګار نه شته، طالبان چا په رسمیت نه دي پېژندلي. بانکونو کې حالت خراب دی. نو اقتصاد څنګه ښه شو؟»

«د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ دی»

نړیوال بانک خپل دا رپوټ داسې حال کې خپروي، چې ملګرو ملتونو په ځلونو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هيواد کې خلک له «سخت» اقتصادي حالت سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل ولکې راوروسته په دغه هېواد کې د کاري موکو نشتوالی، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیزونه، د سوداګرۍ ناوړه حالت، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو تړل او له افغانستانه په ګڼ شمېر کې د خلکو تېښته هغه مهم ټکي یادېږي، چې له امله یې پر دغه هېواد « لا نور» سخت حالات راتللی شي.