1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

په غزه کې یوه ماشومه له ويجاړيو ژوندۍ راوښکل شوه

۱۴۰۲ دی ۹, شنبه

ژغورونکو د غزې په رفح ښار کې یوه نوې زېږېدلې ماشومه چې مور ېې د اسرائيلي ځواکونو په حمله کې وژل شوې، له کنډوالو ژوندۍ را ویستلي ده. په غزه کې د عامې روغتيا وزارت وايي د وژل شوو فلسطینیانو شمېر له ۲۵زرو واوښت.

https://p.dw.com/p/4aioo
په رفح کې د اسرائيلي ځواکونو د جمعې ورځې تر بمباريو وروسته خلک په تخریب شوو ساختمانونو کې لیدل کیږي
په رفح کې د اسرائيلي ځواکونو د جمعې ورځې تر بمباريو وروسته خلک په تخریب شوو ساختمانونو کې لیدل کیږيانځور: AFP/Getty Images

رويټرز ليکي، نارنجي واسکټ اغوستونکو هغه وخت کوچنۍ مریم ابو اکیل ته پام شو چې په ویجاړیو کې ېې د هغې د ژړا ضعیف غږ واورېد. ژغورونکي وتوانېدل د ويجاړیو ژورې ته ځان ورسوي او هغه وژغوري.

د مریم تر راوښکلو وروسته داکټرانو د پېښې په ځای کې د هغې ټپونه پانسمان کړل او یو بل ژغورونکي په چټکې هغه روغتون ته ورسوله.

رويترز لیکي چې د مريم مور او خور د اسرائيلي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي او پالنه ېې اوس  پلار او ورور کوي.

د مريم کورنۍ د غزې او اسرائيل تر منځ سرحدي علاقه کې اوسېدل خو اوس له نورو بېځایه شوو سره د ابو ادوان په نوم یوې کورنۍ کره اوسېږي. تر حملې وروسته ګڼ شمیر کسان د ابو ادوان کور مخې ته راټول شوي ول. 

رويټرز وايي چې د رفح روغتون وار د مخه د ډېرو ټپیانو لرلو سره مبارزه کوي او وضعیت په کې ښه نه دی. دغه آژانس زیاتوي چې په روغتون کې ماشومان په ځمکه پراته دي. يو ماشوم چې سر ېې په پټۍ تړلی او مخ ېې په وينو ککړ، ژاړي.

په رفح کې د بېځایه شوو فلسطینیانو یو موقتی کمپ - انځور د پنجشنبې ورځې د دسمبر ۲۸مه ۲۰۲۳
په رفح کې د بېځایه شوو فلسطینیانو یو موقتی کمپ - انځور د پنجشنبې ورځې د دسمبر ۲۸مه ۲۰۲۳انځور: Hatem Ali/AP Photo/picture alliance

په غزه کې وروسته له هغې حالات کړکيچن شول چې د حماس ډلې د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه. د فرانسې خبري آژانس د اسرائيل د شمیرو پر اساس وايي چې په دغه حمله کې ۱۱۴۰ کسان چې اکثریت ېې ملکیان ول، وژل شوي دي.

اسرائيل وايي دوی د ملکیانو د حفاظت له پاره تر نهايي توان پورې چې په اختیار کې لري استفاده کوي او ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پړه پر حماس ډلې وراچوي چې پر وینا ېې د ملکيانو په منځ کې فعالیت کوي. حماس دغه ادعا ردوي.

 حماس د آلمان په ګډون امريکا متحده ايالاتو اروپايي ټولني او ځينو نورو هيوادونو له خوا د يوې ترهګري ډلي په توګه درجه بندي شوې ده.

د اسرائيل او غزې تر منځ سرحدي علاقه کې د اسرائيلي ځواکونو یو ټانک
د اسرائيل او غزې تر منځ سرحدي علاقه کې د اسرائيلي ځواکونو یو ټانکانځور: AMIR COHEN/REUTERS

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس له خوا اداره کېږي، د جمعې په ورځ (د دسمبر ۲۹مه) وويل چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائيل ځواکونو په حملو کې ۲۱۵۰۷ تنه فلسطينان وژل شوي او ۵۵۹۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان ادارې (یو ان آر ډبليو اې) د جمعې په ورځ وويل چې د دوی یو مرستنیدو کاروان د اسرائيلي ځواکونو تر بريدونو لاندې راغلی دی.

د دغې ادارې مشر، ټام وایت، پر ایکس شبکه ليکلي: «اسرائيلي ځواکونو زموږ د مرستو پر یو کاروان د غزې له شماله د راګرځېدو پر مهال د یو ټاکل شوي سړک په اوږدو کې ډزې کړي دي.» هغه ويلي چې د دوی د کاروان مسئول او د ټيم غړو ته ېې زیان نه دی رسیدلی. د اسرائيل پوځ ویلي دی چې د پېښې په هکله څېړنه کوي.

(AFP)mks/akh/  

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل