د آلمان د ۲۰۲۳م کال د ښایست ملکه انتخاب شوه
د آلمان د ۲۰۲۳م کال ښایست ملکه د سلونو ګډونوالو په منځ کې تر سختو سیالیو وروسته انتخاب او تاج ېې په سر کېښودل شو. ۲۰ کلنه کیرا ګیس د الهیاتو یا دين پوهنې محصله ده. د انځورونو د کتلو له پاره ېې پر لاندې انځور کلیک وکړئ.
لس غوره نوماندانې
کیرا ګیس وتوانيده چې د «آلمان د ښایست ملکې» په سيالۍ کې د سلونو ګډونوالو له منځه ځان د لس غوره فاینل ته ورسوي.
«مس جرمني»
د دغو سیالیو منصفه پلاوي بلاخره د شنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) کیرا ګیس د ۲۰۲۳م کال د ښايست ملکه یا «مس جرمني» وټاکله.
خوشالي
کیرا ګیس ۲۰ کاله عمر لري او د آلمان د شتوتګارت په پوهنتون کې د الهیاتو محصله ده. هغې اوس د آلمان د ښایست د شلمې ملکې لقب ترلاسه کړی دی.
ځوانانو له پاره هڅې
په دغه رقابتي پروګرام کې د ۱۰۰ معتبرو رسنیو استازو حضور درلود. کیرا ګیس هغوی ته وویل چې غواړي د ځوانان غږ واوسي او هغوی ته د لا ډيرو کاري فرصتونو له پاره هڅې کوي. هغې وويل: «دیموکراسي باید له ځوانانو څخه ملاتړ خپل هدف وټاکي.»
د راتلونکې سيالۍ له پاره چمتووالی
سره له همدې مياشتې په آلمان کې ۱۵۰۰ نورو پيغلو د آلمان د ۲۰۲۴م کال د ښایست ملکې د سیالیو له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي.
د اروپا پارک
په آلمان کې له تېرو شلو کلونو راهیسې د آلمان د ښایست ملکې سيالۍ ترسره کیږي. دغه سیالۍ د دغه هیواد د بادن ورتمبرګ ایالت د روست ښار په اروپا پارک کې ترسره کيږي.
لومړنۍ رنګین پوسته ملکه
دومینیلا باروس لومړنۍ رنګين پوسته ده چې په ۲۰۲۲م کال کې د آلمان د ښایست ملکه وټاکل شوه. هغه یوه فعاله، د کار خلاقه او اداکاره ده. باروس د برازیل په يوه ليليه لرونکي ښوونځي کې رالويه شوې ده، چېرته چې بې سرپرسته ماشومانو ته په کې لیک لوست ورزده کيږي. هغه اوس د چاپيریال ساتنې او ټولنیز عدالت په برخو کې فعاله ده.