1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د گډو پوځي تمریناتو له امله له غرب سره د اړیکو ترینگلتیا

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

د پريتوريا لويديځ متحدين له دې امله په غوصه دي چي جنوبي افريقا له روسيې او چين سره پوځي تمرينات کوي. خو دا د مسکو او افريقا د ملي کانگرس ترمنځ تاريخي اړيکي دي چي دلته خپل اغېز کوي.

https://p.dw.com/p/4NkaU
Südafrika | russische Militärfregatte Admiral Gorschkow im Hafen von Kapstadt
د روسیې جنگي بیړۍ د کیپ تاون د ساحل مخی ته انځور: AFP/Getty Images

د دوشنبه په ورځ د  "Admiral Gorshkov" په نامه روسي جنگي بيړۍ د کيپ تاون ساحل ته ورسيده تر څو په سمندري تمريناتو کي برخه واخلي. دغه تمرينات چي جنوبي افريقا د فبرورۍ د ۱۷ تر ۲۷ پوري پلان سوي دي، د روسيې، جنوبي افريقا او چين د سمندري ځواکونو له خوا د ۲۰۱۹م کال له پيل راهيسي دوهم گډ عمليات دي.

د «موسي ۲ تمرين» په نامه دغه عمليات د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين باندي د روسيې د يرغل د کاليزي سره سمون خوري او په دې ډول يې د جنوبي افريقا غربي متحدين ناآرامه کړي دي.

په بحرهند کي شخړه ایز نظامي تمرینات

د اروپايي ټولني لوړپوړي ډيپلوماټ، جوزيف بوريل له جنوبي افريقا څخه خپلي سيالي، ناليدي پاندورسره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي دغه پلان سوي سمندري تمرينات »يوه ښه خبره« نه ده. د جنوبي افريقا حکومت په رسمي ډول د دغي موضوع په هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.

د بحران په نړيوال سازمان کي د افريقا د پروگرام مشري، پاولينا بيکس له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل: «دا حقيقت چي نوموړي پوځي تمرينات د اوکراين د جگړې د پيل له ورځي سره تړاو لري، ډيره بې معني خبره ده.»

Südafrika | Gemeinsames Marinemanöver mit China und Russland
جنوبي افریقا:له روسیې او چین سره گډ پوځي تمریناتانځور: Chen Cheng/Photoshot/picture alliance

د روسيې له پاره د پروپاگنډ بری

څارونکي پر دې خبره سره يو دي چي مسکو په دې ډول په داسي يوه هيواد کي د خپل پروپاگنډ له پاره بري ترلاسه کړ چي تر اوسه يې دا خبره ردوله چي د مسکو يرغل وغندي او هڅه يې کوله چي د اوکراين او روسيې ترمنځ شخړه کي بې طرفه پاته سي.

ډېر غربي ديپلوماټان دغه گډ پوځي تمرينات د جنوبي افريقا د بې طرفۍ له سياست سره په تضاد کي ويني. پاولينه باکس وويل چي: «هغوی واقعاً په اندېښنه کي دي او غواړي په دې پوه سي چي جنوبي افريقا په حقيقت کي د چا پلوي کوي.»

امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

د هغې په خبره د جنوبي افريقا خارجه وزيره، ناليدي پاندور خو په اول سر کي پر اوکراين باندي د روسيې يرغل غندلی وو. جمهور رئيس کيرل رامافوزا هغه دې ته مجبوره کړې وه چي خپله خبره بيرته واخلي او خپل روسي همتا سيرگي لاوروف ته د جنوري په پاي کي د زړه له کومي هرکلي ووايي. سيرگي لاوروف جنوبي افريقا ته تر خپل يوې اونۍ سفر وروسته  وويل: «موږ د دې خبري تاييد کولای سو چي د لويديځ هغه پلانونه چي روسيه به په نړيواله توگه منزوي کړي، له ناکامۍ سره مخامخ سول.»

دغه انگيرنه چي لويديځ به په افريقا کي د روسيې په وړاندي ماته وخوري، اوس د آلمان پارلمان ته رسيدلې چي غړو يې معمولاً د افريقا لويې وچي ته د اولويت په سترگ نه کتله. د جرمني اپوزيسيون گوندونو CDU/CSU « په افريقا کي د روسيې له مخ په زياتيدونکي نفوذ په وړاندي مقابله کي د آلمان د ستراتيژۍ » په هکله يو وړانديز کړی دی. دغه محافظه کاره گوند « په سيمه کي د اروپا او آلمان د گټو له پاره يوه ستونزه» ويني. ويل کيږي چي  په دې اړه رايه اخيستنه د مارچ پر اوله پلان سوې ده.

Südafrika Besuch Außenminister Lawrow Russland
جنوبی افریقا ته د روسیې د خارجه وزیر سرگي لاوروف سفرانځور: Siphiwe Sibeko/REUTERS

د نظرونو بدلون

د دې له پاره چي دغي ستونزي ته رسيدگي وسي، نو بايد سړی په دې پوه سي چي ولي جنوبي افريقا په تيره بيا له ډيره وخته راهيسي د افريقا ملي کانگرس (ANC) نه غواړي د روسيې او لويديځ په وړاندي يو طرفه دريځ غوره کړي.

د دې کار علتونه د اپارتايد په وړاندي مبارزې په ترڅ کي د پخواني شوروي اتحاد له خوا د (ANC) د ملاتړ په نتيجه کي د اوږدې مودې اړيکو ته ځي. 

په پريتوريا کي د افريقا له پوهنتون څخه د نړيوال سياست پروفيسره ،  جو ـ آنسي فان ويک په خبره: «نن ورځ مسکو او پروتوريا په دې اند دي چي » نړيوال نظم له اوسني حقيقت سره مطابقت نه کوي او د قدرت يوه عادلانه ويش ته اړتيا ليدله کيږي.»

«د ناټو پر وړاندي د روسيې د جعلي خبرونو کمپاین»

د هغې په خبره، جنوبي افريقا هم له دې سره علاقه لري چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توگه له روسيې او چين سره خپلي اړيکي پياوړي کړي، له کوم ځايه څخه چي د افريقا لويه وچه له ډيره وخته راهيسي د قوي ږغ غوښتونکې ده. 

جنوبي افريقا له روسيې، هند، چين او برازيل سره يو ځای د بريکس د ډلي غړې ده. دغه ډله چي په اول سر کي يې د اقتصادي قدرتونو ترمنځ د مخ پر زياتيدونکي ډول تجارتي اړيکو د فوروم په توگه خپل فعاليت پيل کړ اوس ورڅخه د يوه پلت فورم په توگه گټه اخيستل کيږي تر څو د لويو قدرتونو ترمنځ نړيواله سيالي له ننگوني سره مخامخ کړي.

د م. م. عمومي منشي د يوې سترې جګړې د پېليدو په اړه اندېښمن دی

د بحران له نړيوالي ډلي څخه پاولينه بيکس څرگندوي چي د لويديځ تصور د نورو واقعيتونو په پام کي نيولو کي پاته راځي. بيکس وايي: «د جگړې له امله رامنځته سوې بيره د اروپايي ټولني ډيپلوماټان ځيني وخت تنگ نظره کوي. هغه زياتوي چي په اروپا کي جگړه د افريقا امنيت ته کوم خطر نه پيښوي او افريقايي هيوادونه هم نه غواړي چي مجبور کړای سي د کوم طرف پلوي وکړي.»

GP/NZ/DW.Online