1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: شرکتونه باید زړو کسانو ته کارونه ورکړي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د جرمني د کار وزیر، هوبرتوس هایل د شرکتونو او کمپنیانو څخه غوښتي دي، چي نورهم باید زړو کارگرانو او کارکوونکو ته ډیرکارونه ورکړي او په کار یې وگماري.

https://p.dw.com/p/4L7eF
Deutschland, Berlin | Bundesrat-Sondersitzung zum Bürgergeld
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

هغه نن المانۍ «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دي، دا چي ډیر شرکتونه تر ۶۰ کلونو پورته کسانو ته کارونه نه ورکوي، دا داسي یو چلند دی، چي په هیواد کي د مسلکي کسانو کمبود ته په کتو سره نور یې توان او تحمل موجود نه دی. وزیر اضافه کړه، چي کار ځایونه باید د سن او مسلک سره سم عیار سي، او «یوازي په دې صورت کي اطمینان حاصلیدلای سي، چي کارونه واقعأ د تقاعد تر وخته پوري سم اجرأ کیدلای سي».