1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

جرمني: امامانو په افغانستان کي د ښځو د تعلیمي حق غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

په جرمني کي د ملایانو او امامانو یوه نوي غورځنګ (ابتکار) د طالبانو له خوا په افغانستان کي د تعلیم له حق څخه د ښځو پرمحرومیدو باندي انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LUGh
Afghanistan Taliban schränken Frauenrechte immer weiter ein
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د «ملایانو، عالمانو او ټولني تر منځ  د مخامخ کیدو» په نامه دغه نوي تأسیس سوي غورځنګ په یوه اعلامیه کي چي د آلمان کاتولیکي خبري آژانس ته رسېدلې ده، راغلي دي: «لکه څنګه چي موږ له اسلام څخه پوهیږو، دغه عمل د اسلام سره په مطلق ټکر کي واقع دی».  

په اعلامیه کي همدارنګه ویل سوي دي چي «پیغمبر حضرت محمد(ص) پردې باندي ټینګار کړی دی چي پر نارینه او ښځي دواړو باندي تعلیم فرض دی». 

سربیره پردې اسلام موږ ته راښيي، چي انسان، که هغه ښځه او یا نارینه وي د خدای تعالی له طرفه پیدا سوی یومستقل موجود دی. او همدا تعلیم او تربیه د دغه ډول یوه استقلالیت په خاطر لازم شرایط مهیا کوي.

په اعلامیه کي همداډول راغلي دي چي «د تعلیم او تربیې څخه د ښځو راګرځول ‎او یا کار ته نه پریښول په نارینه وو پوري د هغوی تړاو تقویه کوي او د ښځو د مستقل کیدو مخنیوی کوي».