1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

په جرمني کي د مسلکي کسانو ښکاره کمبود ته په کتو سره د اقتصادي څانګي مهمو نمایندګانو د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LPux
Deutschland junge Ausländer beginnen Ausbildung
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د جرمني د تجارت او صنایعو د اطاقونو رییس، پيترادریان الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي دي، چي « موږ په جرمني کي د شرکتونو د توسعې د سخت مشکل سره مخامخ یو، ځکه چي موږ مسلکي کارګران نلرو».
د جرمني د لاسي صنایعو د مرکزي اتحادیې عمومي منشي، هولګار شوان ایکه هم دغه آژانس ته ویلي دي، چي یوازي د لاسي صنایعو په برخه کي په اوس وخت کي تقریبأ ۲۵۰ زره کارځایونه خالي دي. په خبره یې« موږ ډیر عاجل مسلکي قواوو ته ضرورت لرو. موږ باید تر ټولو دمخه هغوی په داخل کي وروزو او ګرده داخلي پوتنسیال په کار واچوو او سره راټول یې کړو او همدارنګه د خارج څخه د مسلکي کسانو راتګ ته زمینه مساعده کړو». خو« په دې برخه کي ډیر لږ کار کیږي».