1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تیر کال شري ۱۱۰ زره انسانان وژلي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

تر۲۰۲۰م کال پورې د شري ناروغۍ د له منځه وړلو هدف ټاکل شوی وو، خو په ۲۰۱۷م کال کې د ۲۰۱۶م کال په پرتله په ټوله نړۍ کې د شري ناروغۍ ۳۰ سلنه زیاتې پيښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/39BHS
Infektion - Kind mit Masern (Colourboxk)
انځور: Colourbox

د شري ناروغۍ مخ پر زیاتیدونکي ارقامو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) اندیښمن کړی دی. په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ کې د شري یا سرخکان ناروغۍ ۱۹۰ زره پیښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمیر ۱۳۲۳۲۸ وو.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د پيښو یوازې یوه کمه برخه ثبت شوې ده. د محاسبې د یوه مودل له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله کې شا او خوا ۶،۷ میلیونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د همدغې محاسبې له مخې په ۲۰۱۷م کال کې ۱۱۰ انسانان چې په دغې ناروغۍ اخته ول مړه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د واکسین د څانګې مشر مارتین فریيده، ویلي دي چې په دې کې کوم شک نه شته چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې «ستر پرمختګ» شوی دی. د هغه په خبره د واکسین د لړۍ د پیلیدو په علت په دغې ناروغۍ د اخته کیدونکو کسانو په شمیر کې څرګند کمښت راغلی دی. د هغه په خبره په دې ډول ۲۱ میلیونه انسانان ژغورل شوي دي.

د خطر کم اټکلول

خو فرییده، خبرداری ورکړ چې «موږ د خپلې بریا قرباني کیږو.» د هغه په خبره د آلمان په شان ډیرو هیوادونو کې چې مېندې او پلرونه د شري ناروغۍ پیښې ویني نو خطر یي کم اټکلوي او ساده یي ګڼي. فرییده، زیاتوي چې پر دې سربیره د واکسین د اغیزمنتیا او خوندیتوب په هکله ډیر ناسم معلومات لاندې باندې کیږي او دغه څه د مېندو او پلرونو پریکړې تر اغیز لاندې راولي.

Impfung gegen Masern
په ډیرو هیوادونو کې مېندې او پلرونه د واکسین له لارې د خوندیتوب په هکله فکر نه کويانځور: Imago/Xinhua

فرییده په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ادعا د بیلګې په توګه وړاندې کړه، چې له مخې يې ګومان کیږي چې د شري ناروغۍ واکسین او اوتیسم  تر منځ اړیکه شته.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په داسي هيواونو کي لکه وینزویلا چې روغتيايي سيستم پکښې سقوط دی، د شري ناروغۍ خپریدل تر سترګو شوي دي. د وینزویلا او روسیې تر څنګ آلمان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې ترې د شري د له منځه وړلو سند بیرته اخیستل شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې په دې برخه کې بیا د ۹۵ سلنه نفوس واکسین شوی وي. په ۲۰۱۶م کال په آلمان کې د شري ۳۲۵ پيښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۹۲۹ وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهې ان لیندسترند، خبرداری ورکړی چې شری ډیر ژر بل کس ته انتقاليدای شي. د هغې په خبره د دغه ناروغۍ نخښې نښانې پر بدن سرې دانې، تبه او ستړیا ده. خو زیاتره ماشومان په دغې ناروغۍ اخته کیږي. د سختې روغتیايي پيچلتیا په صورت کې د سږو التهاب، د غوږونو التهاب او د بدن د اوبو د کمښت خطرونه ورسره وي.