1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وايي ښايي راتلونکې اوونۍ د څارنوالۍ له خوا ونیول شي

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ، ويلي دي چې ښايي د منهاتن څارنوالۍ له خوا د یوې مطرح شوې قضېې پر اساس ونیول شي. هغه دغه مطلب د تروت سوشیل په نوم ټولنیزې رسنۍ کې پُست کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Osul
د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: zz/Dennis Van Tine/STAR MAX/IPx/picture alliance

ترمپ د شواهدو له وړاندې کولو پرته دا یوه «غیرقانوني افشاګري» ښودلې چې د منهاتن ولسوالۍ د څارنوالۍ دفتر له خوا خپره شوې چې له مخې يې ښايي هغه به ونيول شي. ترمپ د څارنوالۍ له خوا پر هغه د لګول شوو تورونو په هکله جزئیات نه دي ورکړي.

دونالد ترمپ لیکلي دي: «د منهاتن ولسوالۍ د فاسدې او په لوړه سطحه سیاسي څارنوالۍ دفتر له خوا غیرقانوي افشاګري... د دې ښکارندويي کوي چې هغه د هيڅ جرم سره د مقایسې وړ نه ده. د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو د مخکې او راتلونکې له پاره نوماند به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ونیول شي.»

د منهاتن څارنوال، الوين براګ (Alvin Bragg) د روان کال په پیل کې وويل چې یوې لوېې ژوري ډلې له پاره ېې د ۱۳۰ زره ډالرو په هکله د شواهدو موندلو پروسه پیل کړي ده. دا هغه پیسې دي چې ویل کیږي ترمپ د ۲۰۱۶م کال انتخاباتو پر وخت د بربنډو فلمونو پخوانۍ ستورې، ستارمي دانیلز ته ورکړې وې. ادعا کيږي چې دغه پېسې د ترمپ پخواني وکیل، مایکل کوهن، میرمن دانیلز ته ورکړې وې.

پخوانۍ د بربنډو فلمونو ستورې ستارمي دانیلز
پخوانۍ د بربنډو فلمونو ستورې ستارمي دانیلزانځور: Reuters/F. Bensch

 د منهاتن څارنوالۍ د پنځو کلونو راهیسې په دې ارتباط څيړنه کوي. دانيلز، چې اصلي نوم ېې ستیفاني کلیفورډ دی، وايي چې هغې یوه لسیزه مخکې له ترمپ سره رابطه درلوده، هغه څه چې ترمپ ېې ردوي.

د بي بي سي فارسي ويب پاڼه په دې هکله په خپل یو رپوټ کې ليکي چې «میرمن دانیلز وايي چې د ۲۰۱۶م انتخاباتو څخه د مخه ورته د چوپه خوله پاتې کيدو په خاطر  ۱۳۰زره ډالر ورکړي دي.» د دغه رپوټ پر اساس، دانیلز وايي چې ترمپ خپل پخواني وکیل ته دنده ورکړې وه چې دغه پیسې وروسپاري. هغه وايي ترمپ ورته د دې له پاره دغه پیسې ورکړې وې تر څو هغه سره د پخوانۍ درلودلې رابطې په اړه چوپه پاتې شي.

(Reuters)mks/mns/

یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: