1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر نړيوال جنګ وروسته کرونا آلمان ته تر ټولو ستر چيلينج دی»

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمي ملت ته په ځانګړې وينا کي وويل چي هيواد ئې له کرونا ويروس سره په مبارزه کي تر دوهم نړيوال جنګ وروسته له ستر چيلينج سره مخامخ دی. هغې له خلکو وغوښتل چي اعلان سوي تدابير رعايت کړي.

https://p.dw.com/p/3Zflc
Deutschland Berlin | Coronavirus | Ansprache Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: picture-alliance/dpa/Bundesregierung/S. Kugler

د آلمان صدراعظمي د چهارشنبې په ورځ ماښام پخپله وينا کي له خلکو څخه وغوښتل چي ټولنيزي اړيکي بايد تر حداقل پوري لږ کړي، څو د کرونا ويروس د پراخوالي سرعت لږ سي.

مېرمن مرکل وويل: «وضعيت جدي دی، سخت پام ورته وکړئ. تر بيا يووالي، په حقيقت کي تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته زموږ هيواد له داسي يوه چيلينج سره نه وو مخامخ سوی چي زموږ يووالي او وحدت ته دغه شان اړتيا ولري.»

مېرمن مرکل ټينګار وکړ چي هر وګړی کولای سي په دې مبارزه کي برخه واخلي. هغې د روغتيايي چارو کارپوهانو توصيوو ته په اشارې سره وويل چي خلک بايد يو بل ته له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي، خپل لاسونه منظم او اساسي پرولي، له نورو څخه حداقل يو متر واټن رعايت کړي او له زړو خلکو سره له تماسه ډډه وکړي، ځکه په ځانګړې توګه هغوی له خطر سره مخامخ دي.

هغې ټينګار وکړ چي که څه هم له کرونا سره د مبارزې په برخه کي ټاکل سوي تدابير چي پکښې د ټولنيز ژوند محدويت هم شامل دی، سخت دي، خو اړين دي او بايد رعايت سي.

مېرمن مرکل زياته کړه: «زه ټينګ باور لرم چي په هغه دنده کي چي په مخکي ئې لرو بريالي کيږو، خو که ئې د هيواد ټول وګړي درک کړي چي دغه مبارزه د هغوی دنده هم ده.»

آلمان له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کي ښوونځي، وړکتونونه، پوهنتونونه او دې ته ورته ځايونه رخصت کړي دي. او دغه راز رستورانتونه، هوټلونه او نور ځايونه محدود سوي يا تړل سوي دي.

مرکل دغه راز تر دې لا شديد تدابير هم رد نه کړل: «موږ به د حکومت په توګه بررسي وکړو چي کوم امور اصلاح کړو او نور څه مسايل اړين دي.» هغې وويل چي وضعيت د بدلون په حال کي دی او نورو تدابيرو ته بايد تياری ولرو.