1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تایوان: شدیدې زلزلې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

۱۴۰۳ فروردین ۱۵, چهارشنبه

په تایوان کې د یوې سختی زلزلې له امله چې له ۲۵ کلونو راهیسي یې ساری نه درلود، لږ تر لږه ۷ تنه مړه او څه د پاسه ۷۰۰ کسان ټپیان سوي دي. تایوان له زلزلو سره مخامخ خطرناکه سیمه کې پروت دی.

https://p.dw.com/p/4eNAe
Taiwan | Erdbeben
انځور: CNA/AFP

د ټایوان ټاپو یوې داسې شدیدې زلزلې لړزولی دی چې په تیرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه درلود او خلکو ته یې ۲۵ کاله مخکې دغې ته ورته طبیعي ناورین ور په یاد کړ.

زلزله سهار مهال د تایوان له ختیځ ساحل څخه یو څو کیلومتره لیري رامنځته سوه. د هوا پیژندنې ادارې د هوآلین ښار ته نیژدې د دغه ټاپو له سویل ختیځ سره د ۱۵ اعشاریه ۵ کیلومتره په ژوروالي کې د ریشتر په مقیاس ۷ اعشاریه ۲ درجې ثبت کړې ده.

Taiwan | Erdbeben
زلزلې د هوآلین ښار سخت زیانمن کړیانځور: TVBS/AP/dpa/picture alliance

د دغې زلزلې په نتیجه کی ډیری کورونه، پلونه، د اورگاډو پټلۍ، لویې لارې او عامه ودانۍ ویجاړي سوي او همدارنگه مهمې زیربناوې هم زیانمني سوي دي. دغه زلزله په ټول تایوان کې احساس سوې ده. په خاص ډول د هوآلین په ختیځ ساحل کی، چیرې چې ډیری ودانۍ د سختې ځمکې ښویدنې له امله زیانمنې سوي دي.

د عینی شاهدانو په حواله د تایوان د پلازمینې تایپه پر شاوخوا سیمو کې هم په ښکاره ډول دغه زلزله احساس سوې ده. ویل کیږي چی د تایوان په ډیری ښارونو کې عامه ریلونه د څه د پاسه ۲۳ میلیونو انسانانو له پاره په ټپه دریدلي دي.

له بلی خوا په ډیری گاونډیو هیوادونو لکه چین، جاپان او فیلیپین کې بیا د سونامي د خبردارۍ سیستم هم فعاله سوی دی. د تایوان په شمال کې پروت جاپان د اوکیناوا په ښار کې د دریو مترو لوړې سونامي څپې د رامنځته کیدو الارم یا د خطر زنګ فعاله سوی او له خلکو غوښتل سوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

GP/KH/AG