1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایرنا: طالبانو ایران ته د اوبو حق منلی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

ایرنا خبري آژانس د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله خبر ورکړی، چې طالبان د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق ته ژمن دي. د دغه خبري آژانس په خبره متقي ویلې په دې برخه کې به کومه ستونزه رامنځ ته نه شي.

https://p.dw.com/p/4R61F
آرشیف: د نیمروز کمال خان بند
آرشیف: د نیمروز کمال خان بندانځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

ایراني خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې دوی د ایران د اوبو حق په رسمیت پېژني.

آيا د اوبو پر موضوع به د ايران او طالبانو اړيکې ترينګلې شي؟

ایرنا خبری اژانس د متقي له قوله لیکلی، چې هیڅکله د اوبو په برخه کي کوم چيلنج نه غواړی او د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.

د ایرنا د راپور له مخې متقي هیله څرګنده کړې چې سږ کال به کافي باران وشي او په دې سره به د اوبو زیرمې زیاتې شي چې د ایران او افغانستان اړتیاوې به پوره کړي.

د هلمند پر سیند د ایران ادعا د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه له جنجالي مسلو څخه ده. په وروستیو کلونو کې په دواړو هېوادونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله دا مسله نوره هم مهمه شوې ده.

آرشیف: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي انځور
آرشیف: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي انځورانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د ایران د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهان د یکشنبې په ورځ د ایران د پارلمان له یو شمېر غړو سره د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا موضوع یې له طالبانو سره شریکه کړې او دوی به یې حق ته غاړه کښېږدي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلې، له ایران سره نږدې اړیکې لري، د ایران اسلامي جمهوریت په ایران کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د طالبانو ډیپلوماتانو ته سپارلې دي.

کاظمي قمي د ایران د حق آبې د تامین غوښتنه کړې

د ایران د دې ادعا په اړه ناندرۍ هغه مهال زیاتې شوې، چې د نیمروز په ولایت کې د هلمند پر سیند د کمال خان بند په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال جوړ شو.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند پر سیند د ایران د اوبو د حق په اړه یو تړون لاسلیک کړ. د افغانستان د تیر اسلامي جمهوریت مسؤولینو ویلې ول چې ایران ته به وړیا اوبه نه ورکوي او له هغه وروسته د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ ناندرۍ لاهم پر خپل ځاې پاتې دي.