1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران په یمن کې د امریکا او بریتانيا حملې غندلي

۱۴۰۲ بهمن ۱۵, یکشنبه

ایران د یکشنبې په ورځ په یمن کې د امریکا او بریتانيا وروستي بریدونه وغندل. د ایران خارجه وزارت ويلي دغه حملې د امریکا او بریتانیا له هغه سیاست سره په «تضاد» کې دي چې وايي په منځني ختيځ کې د شخړې د پراخېدو مخالف دي.

https://p.dw.com/p/4c1dI
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعانيانځور: jamaran

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نصیر کنعاني، په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه حملې د «واشنګتن او لندن له پر له پسې ادعاو سره په ښکاره تناقض کې دي چې وايي په سیمه کې د شخړې او جګړې پراختیا نه غواړي.»

کنعاني امریکا متحده ایالات او بریتانيا تورن کړل چې په غزې تړانګه کې د حماس پر ضد جګړه کې له اسرائيله په ملاتړ کولو سره «هرج و مرج، ګډوډۍ، ناامنۍ او بې ثباتۍ» ته لمن وهي.

امریکا او بریتانيا د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۳ نيټه) په یمن کې ګڼ شمېر اهداف په نخښه کړل. حوثي یاغیان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، په وروستیو کې ېې په سرې بحیره کې پر نړېوالو کشتيو حملې کوي او وايي چې دغه حملې په غزه کې فلسطینانو سره د پيوستون په خاطر کوي.

کنعاني وويل چې د حوثي یاغیانو د دغو حملو په ځواب کې پر هغوی د بریدونو ډېرول «نړېوالې سولې او امنيت ته یو ګواښ دی.»

د جنوري په ۲۸مه د اردن په یوه پوځي اډه کې د ډرون حمله وشوه چې پکې درې امریکايي سرتيري ووژل شول چې امریکا ېې د ځواب ورکولو خبره وکړه. امریکايي قواوو ېې په تړاو په وروستيو ورځو کې په سوریې او عراق کې اهداف په نخښه کړل. د امريکا جمهور رئیس، جو بایدن د بريد پړه «د ایران له ملاتړه برخمنې راديکال ډلې» باندې واچوله خو وې ويل چې په منځني ختيځ کې د شخړې د پراخېدو په هڅه کې نه دی.

بایدن د سه شنبې په ورځ ويلي وو: «زه فکر نه کوم چې موږ دې په منځني ختيځ کې ېوې پراخې جګړې ته اړتیا ولرو. دا داسې يو څه نه دي چې زه ېې فکر کوم.»

خو د ایران خارجه وزارت ویاند نه یوازې امریکا او بریتانيا پر دې تورنوي چې په خپلو خبرو کې رېښتيني نه دي، زیاتوي چې «نړېواله ټولنه د امریکا او انګليس د ځواب ورکولو له پاره مسئولیت لري.»

(AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل