1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

روژه: آیا مسلمانان‌ به د تاوتريخوالي ضد ګډ دريځ غوره کړي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د روژې مياشتې له پيل سره د آلمان سياسي او مذهبي‌ استازو مسلمانانو ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي‌ دي. ‌يوه مذهبي‌ مشر د مسلمانانو او نورو اديانو د پيروانو له خوا د تاوتريخوالي‌ ضد د ګډ دريځ نيولو غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bLg7
Eid in Afghanistan
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د آلمان د اسقفانو د اتحاديې مشر د بېلابېلو اديانو تر منځ‌ د پيوستون او خواخوږۍ لرلو غږ کړی دی.‌ آلمان مېشتو مسلمانانو ته په خطاب سره د پنجشنبې په ورځ‌ په خپل خپاره کړي پيغام کې اسقف ګيورګ بېڅينګ، هيله څرګنده کړه چې د افراطيت او توکم پالنې پر ضد بايد تدابير ونيول شي.‌ د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل بيا د کرونا بحران ته په اشارې سره ويلي‌ دي‌ چې «په دغه استثنايي‌ وضعيت» کې هغه هيله لري‌ چې مسلمانان به داسې لارې پيدا کړي چې خپله عقيده او خپل پيوستون په عملي‌ توګه اظهار او ادا کړي.‌

بېڅينګ بيا تاسف څرګند کړی چې ډېری مسلمانان د کرونا وبا له کبله د روژه ماتي‌ دود اوس په بدل شکل بايد تجربه کړي.‌ د ليمبورګ ښار نوموړي اسقف په دې هکله ليکلي‌ دي:‌‌ «زموږ د مسيحيانو له پاره د کرونا کړکېچ له کبله رامنځ ته شوو بنديزونو په تېره د ايستر اختر پر وخت دردونکي‌ محدوديتونه له ځانه سره درلودل. اوس بايد تاسو هم،‌ ګرانو مسلمانانو،‌ د رمضان پر مهال له يو نابلد او سخت وضعيت سره چلن وکړئ.»

د هغه په خبره د حذر او اجتناب پر وخت د په عادي‌ ورځنيو چارو اهميت د سړي‌ ذهن ته مخه کوي:‌ «بې له دې چې خپلو عبادتځايونو ته ولاړ شو،‌ د مسلمانانو،‌ يهودانو او مسيحيانو ديني‌ ژوند بېل شکل لري، ځکه چې د عقيده لرونکو خلکو غونډې زموږ په اديانو کې يو مرکزي‌ عنصر تشکيلوي.»

په خپل پيغام کې ياد اسقف سربېره پر دې د بريدونو او دښمنيو له کبله د ديني چارو نورو محدوديتونو ته هم اشاره کړې ده.‌ دا ځکه چې د هغه په خبره په ټوله نړۍ کې مسجدونه، کنيسې او کليساوې د ترهګرۍ اهداف ګرځېدلي‌ دي.‌په آلمان کې هم افراطيانو او توکم پالونکو پر عبادتځايونو بريدونه کړي څو قهر او وېره خپره کړي او د مختلفو دينونو د پيروانو تر منځ ګډ‌ سوله يز ژوند تر پښو لاندې کړي.‌

بيڅينګ په ټينګار سره ويلي‌ دي: «زموږ خواخوږي د دغسې اعمالو قربانيانو او خپلوانو ته يې متوجه ده.»‌د هغه په خبره. په ټول جديت سره بايد په ګډه د تاوتريخوالي‌ دغه اعمال وغندو او په تېره بايد هر ډول ديني مشروعيت يې رد کړو.»

صدراعظمې انګلا مېرکل ويلي چې رمضان د زغم او نورو انسانانو ته د توجه وخت دی،‌ په تېره بيا بې وزلو کسانو ته.‌مېرکل زیاته کړې: «په عين وخت کې په ماښام کې د روژې ماتول هم د نورو اديانو له پيروانو سره د ليدنې يو فرصت او يوه مهمه نخښه ده چې زموږ اتفاق او د ټولنې په توګه پيوستون هم په ځانګړې توګه اظهاروي.»

رمضان چې د اسلام د پنځو بناوو څخه يوه ده سږ کال د اپريل په ۲۴مه نېټه پيل شوی چې د می مياشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام کوي.