1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«روسيه د اوکراين او متحدانو ترمنځ د بې اعتمادۍ هڅه کوي»

۱۴۰۲ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د امريکا د ملي امنيت وياند په دې آند دی چې روسیه د اوکراين او د متحدينو ترمنځ یې د بې اعتمادۍ رامنځته کولو هڅه کوي. آلمان د خپلو پوځي افسرانو ترمنځ د اوکراين د جګړې په اړه د لانجمنو تليفوني خبرو په اړه څېړنې کوي.

https://p.dw.com/p/4dBkx
آرشیف انځور: په تاوروس توغنديو سمبال یورو فايټر الوتکه
آرشیف انځور: په تاوروس توغنديو سمبال یورو فايټر الوتکهانځور: MBDA Deutschand/abaca/picture alliance

امريکا متحده ايالاتو د دوشنبې په ورځ پر روسیې تور لګولی دی چې د آلمان د هوايي ځواک د مشر او د هغه تر لاس لاندې دريو افسرانو ترمنځ د اوکراين جګړې په اړه د تليفوني خبرو اترو په ثبت کولو او بيا آنلاين خپرولو سره غواړي چې د اوکراين او د هغه د متحدينو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړي.

د روسیې د دولتي رسنۍ آر ټي مشرې مارګريتا سيمونيان، د جمعې په ورځ د دې څلورو افسرانو ترمنځ د خبرو اترو ۳۸ دقيقه يي غږ نشر کړ، چې پکې اوکراين ته د تاوروس توغنديو د ورکړې په اړه خبرې اترې شوې وې.

د دې غږ تر نشريدو يوه ورځ وروسته په برلين کې د دفاع وزارت ويلي ول چې دا اوډيو اصلي ده او دا چې دې خبرو اترو ته غوږ نيول شوی دی.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کیربي، په دې اړه وويل: «دا يوه ستره هڅه ده، د روسانو له خوا د دې د ښوولو يوه شفافه هڅه چې اختلافات موجود دي، د ویش د ظاهرولو هڅه ده څو وښيي چې لویديځ متحد نه دی.»

د سپينې ماڼۍ دا اعلاميه د آلمان د حکومت د دې څرګندونو تکرارول دي چې پکې د افسرانو ترمنځ د ترسره شويو خبرو اترو نشرول «يوه داسې هايبرډ حمله بللې شوې وه چې موخه یې د ناامنۍ احساس رامنځته کول او زموږ ويش دی.»

کیربي نور څه وويل؟

په دغه انلاين تليفوني خبرو اترو کې د آلمان د هوايي ځواک د مشر او د هغه د دريو افسرانو ترمنځ کيف ته د تاوروس کروز توغنديو د ممکنه ورکړې په اړه بحث شوی وو چې صدراعظم اولاف شولڅ، یې په عمومیت کې اوکراين ته ورکړه رد کړې ده.

کیربي وويل چې هغه په دې آند دی چې روسيه غواړي داسې وښيي چې ګني د آلمان حکومت د کيف په تړاو «چې هر څه کوي پر هغې متحد» نه دی.

هغه وويل: «موږ ټول په ګډه له اوکراين سره د مرستې هڅه کوو او آلمان هم په بشپړه توګه په دې کې شامل دی. هر هېواد بايد پخپله دا پريکړه وکړي چې هغه څه کوي او آلمانانو مخ پر وړاندې ګام اخيستی دی. هغوی په بامعنا توګه مخ پر وړاندې قدم ايښی دی.»

په دې مکالمه کې اوکراين ته د استول شويو د بريتانیا د «Storm Shadow» کروز توغنديو يادونه هم شوې ده او دا خبره هم ياده شوې ده چې د دې کار له پاره «يو څو بريتانويان هلته پر ځمکه موجود دي.»

د بريتانيا د لومړي وزير ريشي سوناک، يوه وياند خبريالانو ته وويل چې د دې اوډيو په اړه څېړنې د آلمان د حکومت کار دی او بريتانيا به د اوکراين سره د مرستې په موخه له آلمان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د آلمان غبرګون؟

د شنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، دا يوه ډېره «جدي معامله» بللې وه.

نوموړي روم ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې اړه ويلي ول: «په دې اړه به په ډېر احتياط او شدت سره ژر تر ژره پلټنې ترسره شي.»

د آلمان د دفاع وزیر بورس پېستوريوس، هم پر روسیې د «معلوماتو د جګړې» پارولو تور ولګاوه.

دې آلماني وزير د يکشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د موخو په اړه د خپل نظر څرګندونو په ترڅ کې وويل: «د دې ثبت شويو مکالمو خپرولو موخه دا ده چې موږ بې ثباته او پريشان شو.» هغه زياته کړه «زه هيله لرم چې پوتین به کامياب نه شي.»

د آلمان پوځ په دې اړه پلټنې کوي چې دا تلیفوني خبرې اترې څرنګه اورېدل شوې او ثبت شوې وې.

د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر، وايي چې هېواد یې د روسیې د جاسوسۍ په مقابل کې د دفاع له پاره لا ډېرو اقداماتو ته اړتيا لري.

نوموړې وایي: «موږ د جاسوسۍ او ناسم معلوماتو په مقابل کې د خپلو حفاظتي اقداماتو پراخوالي ته ادامه ورکړې ده او پر روانو پېښو هم غبرګون ښوول کیږي.«

ب. ص/ ن. ز (dpa, AP, Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب