1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د اوکراین جګړې له پیله تر ۲زرو روسي وګړو سره مرسته کړې

۱۴۰۲ اسفند ۲, چهارشنبه

د المان خبري اژانس د رپوټ له مخې، دوه کاله مخکې چې کله روسیې پر اوکراین برید وکړ، المان له هغه وخته تر اوسه د روسیې ۲زره وګړو او د هغوی کورنیو ته د شخصي خطرونو له امله ویزه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4cfqU
په برلين کې د روسیې سفارت ته څېرمه راټوليدنه
په برلين کې د روسیې سفارت ته څېرمه راټوليدنهانځور: Liesa Johannssen/REUTERS

په المان کې د کیڼ اړخي قانون جوړوونکې کلارا بونګه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د ۲۰۲۲م کال له پیله تر اوسه د روسیې ۲۰۳۵ وګړو ته د نړیوالو قوانینو له مخې د بېړنیو بشردوستانه عواملو له امله د اوسېدو اسناد ورکړل شوي دي.

د المان حکومت له لوري ډي پي ای خبري اژانس ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، هره میاشت د ۱۸ او ۴۵ کلونو تر منځ عمر لرونکي ۱۹۰ روسیې وګړي المان کې د پناه غوښتنه کوي؛ چې ډېر کم شمېر یې د پناه غوښتونکو په توګه پېژندل شوي دي.

د نارینه روسیې پناه غوښتونکو د ژغورنې د ګراف له مخې، د روان کال جنورۍ میاشت کې د پناه غوښتنې شمېر  ۱۰،۵ سلنه، د تېر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې ۲۵ سلنه او د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د جګړې له پیله د ډیسمبر میاشتې تر ۳۱ نېټه دا شمېر ۴۰ سلنه و.

د رپوټ له مخې، د حکومت له لوري د ژغورنې تعدیل شوی ګراف د بهرنیو وګړو هغې ډلې پورې اړوند دی، چې د پناه غوښتنې یې د کډوالو او مهاجرت د فدرالي ادارې له لوري څېړل شوي وي. په دې ډله کې هغه کسان شامل نه دي، چې د پناه غوښتنې یې بېرته اخستي او یا د اروپايي ټولنې په یوه بل هېواد کې د پناه غوښتنه کوي.

کیڼ اړخې کلارا بونګه پر لومړي وزیر اولاف شولڅ تور پورې کړی، چې د هغو کسانو د منلو ژمنه یې نه ده پوره کړې، چې نه غواړي د اوکراین خلاف جګړې کې ګډون وکړي. هغې پر حکومت غږ وکړ، څو د کډوالو ادارې ته لارښوونه وکړي، چې له جګړې تښتېدلیو نظامیانو سربېره د جګړې ضد روسي ملکي وګړیو سره هم سخاوتمندانه مرسته وکړي.

ا.م / ن. ز (dpa)

آیا روسیه د افغانستان د کړکیچ په حل کې مرسته کولای شي؟

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل