1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البانيا کې افغان میرمنې: امریکا دې زموږ د ويزو کار چټک کړي

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته البانيا ته رسيدلې په سلونو افغان میرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي تر څو په افغانستان کې د پاتې افغان نجونو او ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي. پر وینا يې هغوی په یو سخت حالت کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/447my
Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

له افغانستان څخه راوتلې شاوخوا ۵۵۰ افغان میرمنې دا وخت د البانیا په ګولم ښار کې ژوند کوي. ګولم له پلازمېنې تیرانا څخه لويديځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د دغو افغان میرمنو له ډلې يو شمیر يې د دوو اوونیو راهیسې مقالي لیکلي او پر ټولنیزو رسنیو يې خپرې کوي چې په هغو کې يي بهرنيو چاراکو او سازمانونو ته هغه افغانان وریاد کړي دي چې په افغانستان کې په ډير ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. د دوی په وینا په افغانستان کې افغان میرمنې د جنسیتي تبعیض پر اساس په یو سخت حالت کې ژوند کوي.

د سملاسي اقداماتو غوښتنه

۴۸ کلنه مسعوده فیضي چې په کابل کې د ملالۍ زيږنتون مشره وه وايي چې نړيوال باید مخکې له دې چې ډير ناوخته شي افغان میرمنو ته پاملرنه وکړی. هغې د جمعې په ورځ وويل: «نړۍ باید همدا نن د افغان میرمنو ناوړه وضعیت ته چې په کور کینول شوي، له دنده لري شوي او نه هم راتلونکې ته کومه امیدواري، پاملرنه وکړي. سبا به ډير ناوخته وي.»

د افغان میرمنو شبکې د بورډ غړې شمائيل زارغ وويل چې په البانیا کې په لاره اچول شوی د عامه پوهاوي کمپاین په افغانستان کې د موجوده وضعیت له کبله راپورته شوی دی: رپوټونه له افغانستان څخه وايي چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې يې کار او پوهنتون ته له تلو منع کړي دي.

Afghanistan Kabul Airport | Evakuierungen
په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په لسونو زره افغانان ښځې او نارينه له هیواده ووتلانځور: 1ST LT. MARK ANDRIES/UPI/imago images

زارع اسوشتید پریس ته وویل: «زموږ ملګرې راته وايي چې موږ څنګه کولی شو مبارزه وکړو، په داسې وخت کې چې غږ يې نه اوریدل کیږي او موږ هم د مخه له هیواد څخه وتلي یو.»

د کورنۍ پاتو غړو په هکله انديښنې

د زارع کوچنۍ خور ۲۱ کلنه صابره چې په افغانستان کې د حقوقو د پوهنځۍ محصله وه، وايي چې ټولګيوالې يې «له افغانستانه په چټکۍ د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته خپه او ناهيلې شوې وې.»

البانيا ته رسیدلې افغانې میرمنې په افغانستان کې د خپلو کورنیو پاتې غړو په هکله په داسې حال کې انديښنه کوي چې دوی په خپله هم دغه هیواد کې د انتظار په حالت کې د خپل ژوند سختې شيبې تيروي. دوې دې ته په انتظار کې دي تر څو له دغه هیواد څخه د وتلو اجازه ترلاسه کړی او بیا وشي کړی امریکا متحده ایالاتو او یا هم کوم بل هیواد ته ولاړې شي.

۱۵ کلنې ستارې وويل چې په هرات ولایت کې يې ښوونځي ویل خو پر وینا، هغه ښوونځی اوس طالبانو بند کړی دی. هغه پوښتنه کوي چې «د هغوی [طالبانو] ولې ښځې بدې راځي؟»

مشرانې ښځې او روغتیايي ستونزې

Afghanistan | Kabul Airport nach Explosion
البانیا ته رسیدلې افغانې میرمنې وايي چې په افغانستان کې د پاتې افغانانو او په ځانګړې توګه افغان میرمنو په اړه اندیښمنې ديانځور: REUTERS

د ګل زرې په نوم یوه افغانه نجلې وايي چې په البانيا کې يې مور له څو میاشتو راهیسې له سختۍ ناروغۍ او د نه درملنې له وجې کړيږي. هغې د امریکا متحده ایالاتو پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کورنیو د ويزو کارونه چټک کړي.

ګل زرې د خپلې مور په اړه وویل: «هغه سمه پرهيزانه نه لري او موږ ورته هغه درمل نه شو برابرولی چې دا يې کاروي. هغه ډيره زیاته په عذاب ده.»

البانیا په مجموعي توګه ۲۲۵۰ تنه افغانانو ته په هوټلونو او استراحتګاو کې ځای ورکړی دی. دا هغه افغانان دي چې  واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته له کابل څخه راوښکل شوي دي. دوی ويلي دي چې په البانیا کې به تر يو کال پورې منتظر وي تر څو يې امریکايي چارواکي د مهاجرت د ځانګړې پروګرام ویزو کارونه خلاص کړي.

«نړیوال دې افغانستان يوازې نه پريږدي»

په رپوټ کې ويل شوي چې البانيا له کابل څخه راوښکل شوو ټولو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړی دی.

خو البانيايي ډاکټران تر ډيره له ناروغانو څخه د فیس غوښتنه کوي، ځکه چې دغه افغانان روغتیايي بیمه نه لري.

د افغان میرمنو شبکې، په خپل یو خپور شوي درخواست کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې تر څو «د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې شته تاوتریخوالو د پای ته رسولو له پاره اقدامات وکړي.» په درخواست کې له نړیوالې ټولنې څخه د داسې یو «میکانیزم د جوړیدو غوښتنه شوې چې له مخې ېې په افغانستان کې له بشري وضعیت څخه څارنه وشی.» دوی دغه راز غوښتنه کړې چې نړیوال دې افغانستان یوازې نه پریږدی.

آ/م.ک.ص./ن.ص.