1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د شرې د ناورغۍ ډیریدل؛ روغتیا سازمان یې پرضد واکسین پیلوي

۱۴۰۰ اسفند ۲۳, دوشنبه

د هلمند اوسیدونکي وایي له تیرو څو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې د شرې یا سرخکان ناروغۍ د خپریدو په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان بیا د شرې د واکسین د پیلولو خبر ورکوي او له افغانانو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

https://p.dw.com/p/48RRh
Afghanistan Kabul | Indira Gandhi Kinderkrankenhaus
انځور: JORGE SILVA/REUTERS

په هلمند ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې د سرخکان یا شرې ناروغۍ د مخنیوي له پاره یې په سیمه کې کمپاینونه پیل کړې څو د لا ډیرې خپریدو مخنیوی یې وکړي.

د هلمند ولایت یو اوسیدونکی علي احمد چې ماشومان یې په سرخکانو اخته شوي دویچه ویله ته وویل: «زموږ ماشومانو تبه درلوده، پر بدن یې دانې راختلې وې، موږ چې کله ډاکټر ته یوړل هغوی ویل دا د شرې ناروغي ده نو شرې ځکه زیات سوی چې اوس واکسین ماشومانو ته نه ورکوي او واکسین بند سوی دی.»

د هلمند ولایت ترڅنګ د افغانستان په ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې هم د شرې ناورغۍ د خپریدو راپورونه ورکول شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې پر ۱۴مه نیټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې غواړي په افغانستان کې د شرې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین یو کمپاین پیل کړي.

په ورته وخت کې دهلمند د ناوې ولسوالۍ او قلعه بست سیمو ډیری اوسیدونکو د خپلو ماشومانو په همدې ناروغۍ د اخته کیدو خبر ورکوي او وایي چې له تیرو دوو اونیو راهیسې یې د ماشومانو پربدن سرې دانې راختلې، تبه او د ستنې درد هم لري. هغوی وایې نه پوهیږي چې د دې ناروغۍ د درملنې له پاره څه وکاروي.

Afghanistan | Bedrohung von Kulturschaffenden durch Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د هلمند یو اوسیدونکي احمد طارق دویچه ویله ته وویل: «زموږ په کلي کې د شرې ناروغۍ ډیره سوې ده. زموږ په کور کې درې ماشومان په دې ناروغۍ اخته سوي دي.» طارق د یادې ناروغۍ د نخښو په هکله زیاتوي چې د ناروغو ماشومانو پر بدن او سترګو دانې راخیژي او تبې او دردونه هم لري. 

د هلمند ولایت د طالبانو د عامې روغتیا د ریاست د ساري ناروغیو د مخنیوي د څانګې مشر، ډاکټر احمد خان ویاړ، دویچه ویله آلمان غږ ته په دې ولایت کې د شرې ناروغۍ د پیښو زیاتیدل تائیدوي او وايي چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې په دی ولایت کې تر ۷۰۰ زیات ماشومان پر شرې يا سرخکان ناروغۍ اخته سوي. ویاړ زیاتوي چې دا ماشومان د دی ولایت په مختلفو سیمو کې دي او د درملنې له پاره مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د هلمند ولایت د طالبانو د عامې روغتیا د ریاست د ساري ناروغیو د مخنیوي د څانګې مشر، ډاکټر احمد خان ویاړ دویچه ویله آلمان غږ ته وویل: «هو دا ناروغي په تیره یوه میاشت کې ۶۳۰ مثبتې پیښې بست روغتون او ۲۵۰ واقعی د ګرمسیر روغتون ته رسیدلي دي چې هره ورځ زموږ د هیوادوالو له ۳۶ څخه تر۴۰ پورې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کیږي. موږ خپل ټیمونه هغو ساحو ته هم لیږلي چیرې چې د شرې یا سرخکان ناروغي پکې ډیره سوی ده.»

روغتیا نړیوال سازمان د شرې واکسین پیلوي

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر هم په افغانستان د شرې یا سرخکان ناروغۍ ډیریدل تائیدوي او وایې چې تر اوسه له ۲۰۲۲ کال د پیل راهیسې شاوخوا ۱۶۰۰۰ زره ماشومان پدې ناروغې اخته سوي چې له دې ډلی یې ۱۲۴ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایې چې هلمند، کندز او کابل د دی ناروغې ترټولو لوړ ارقام لري او عامې روغتیا وزارت په دې ولایتونو کې د شرې یا سرخکان د ناروغۍ پر وړاندی د واکسینونه هم پیل کړی دی.

Afghanistan Kabul | Indira Gandhi Kinderkrankenhaus
انځور: JORGE SILVA/REUTERS

ډاکټر جاوید هژیر دویچه ویله ته وویل: «په ټول افغانستان کې  په ۳۳ ولایتونو کې وروستۍ شمیرې چې زموږ لاس ته راغي ۱۵۹۰۴ پیښې ثبت سوي دي، ۱۲۴ تنه مړه سوي دي. کندز ۱۹۰۰، کابل ۱۶۰۰ او هلمند ۱۴۰۰ پیښې پکې ثبت سوي دي په جوزجان او کندز کې زیات ماشومان د دی ناروغۍ له امله مړه سوي هم دي.»

بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادی کال د پیل څخه د روان ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشت ترې نیمايي پورې په افغانستان کې ۴۸ زره او ۳۶۶ د سرخکانو مثبتې پیښې ثبت شوي او دا چې په دې موده کې ۲۵۰ مرګونه هم ثبت شوي دي. دغه نړیوال سازمان وايي چې یوازې په ۲۰۲۲م کال کې تر اوسه پورې د سرخکانو ۱۸۰۰۰ زره مثبتې پیښې ثبت سوي او ۱۴۲ تنه ماشومان د دې ناروغۍ له امله مړه سوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې تر خوارځواکۍ وروسته ګڼ شمیر ماشومان په دغې ناروغۍ د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه سازمان زیاته کړې د یادې ناروغۍ پر وړاندې په افغانستان کې یو د واکسین سرتاسري کمپاین پیلوي چې پکې به شاوخوا ۱،۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۶ میاشتو او پنځو کلونو په منځ کې وي، واکسین کړل شي.

یاد سازمان د دې ناروغۍ د خپریدو لوی لامل په هیواد کی بې وزلي او له کبله یې د خوراځواکۍ رامنځ ته شوی وضعیت په ګوته کوي. په افغانستان کې نه یوازې په هلمند بلکې په شمالي فاریاب، کندز او یو شمیر نورو لویدیځو ولایتونو کې هم د شرې ناروغۍ د خپریدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ص. ذ / خ. ح