1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

اسرائیلي پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکز هوایې برید کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د لبنان حزب الله ډلي د اسرائیل پر یوې هوایي اډې د بې پیلوټه الوتکې د «بریالي حملې» خبر ورکړی وو. له دې وروسته د اسرائیل پوځ هم د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په بعلبک کې د حزب الله یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4fuQV
Israelische Soldaten nahe Grenze zwischen Israel und dem Libanon
آرشیف انځور: د اسرائیل او لبنان سرحد ته نږدې اسرائیلي پوڅیانانځور: Francisco Seco/AP/picture alliance

په تیرو دوو ورځو کې د لبنان د حزب الله او اسرائیل ترمنځ نښتې ډیرې شوې دي. د اسرائیل پوځ د غچ اخیستونکي هوایې برید په ترڅ کې د لبنان په شمال ختیځ بعلبک سیمه کې د حزب الله ډلې یو پوځي سنګر په نښه کړی دی.

د رپوټونو په حواله د حزب الله پر مرکز دغه برید د غزې جګړې د پیلیدو راهیسې د بعلبک په سیمه کې تر ټولو لوی برید وو. دغه پوځي مرکز د لبنان د مرکز په ۱۰۰ کیلومترۍ کې واقع دی.

لبناني او اسرائیلي رسنیو همدارنګه رپوټ ورکړی دی چې پر بعلبک سربیره په نبي چیت او بریتال سیمو کې هم څو هدفونه د اسرائیل په توغندیو لګېدلي دي.

په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو د اسرائیل برید، د اسرائیل پر خاوره د دغې ډلې د بې پیلوټه الوتکو له برید یوازې څو ساعته وروسته ترسره شوی دی.

حزب الله د چهارشنبې په ورځ (د می یاشتې ۱۵ نېټه) د «اسرائیل د خاورې په مرکز» کې د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید خبر ورکړی وو.

دغې ډلې ادعا کړې وه چې د اسرائیل په شمال کې د طبریه ښار په لویدیځ کې یې یوه پوځي اډه په نښه کړې ده او د اسرائیل د هوایي ځواکونو د څار یا جاسوسۍ یوه دستګاه یې په بریالیتوب سره له منځه وړې ده. د اسرائیل پوځ د حزب الله دغه ادعا په رسمي ډول نه ده تائیده کړې.

د حزب الله له خوا د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر وروسته له هغې ورکړل شوی وو چې د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د حزب الله ترهګرې ډلې یو لوړپوړی قوماندان حسین ابراهیم مکي، د لبنان په سویل کې د صور ښار ته نږدې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

حسین ابراهیم مکي، په «سویلي جبهه» کې د حزب الله یو لوړپوړی قوماندان و چې مخکې تر هغې یې د دغې ډلې د ساحلي لښکر مشري کوله.

د اسرائیل پوځ په وینا، مکي د اسرائیل پر وړاندې جکړه کې ډېر ترهګریز بریدونه پلان او عملي کړي ول.

په تیرو اوو میاشتو کې د اسرائیل او لبنان د حزب الله ترمنځ نښتو کې تر اوسه پورې په لبنان کې ۴۱۳ کسان وژل شوي دي چې اکثره یې وسله وال ملیشه او ۷۹ یې ملکي خلک ول.

اسرائیل همدا رنګه اعلان کړی دی چې په تیرو اوو میاشتو کې د حزب الله په بریدونو کې د اسرائيل ۱۴ عسکر او ۱۰ ملکيان وژل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز