1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

آیا نوی هندی واکسين به ښځي د رحم له سرطانه وساتي؟

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

د هند ساينس پوهانو د لاس رسي وړ او ارزان بيه واکسين جوړ کړی څو په ښځو کې د رحم د سرطان مخه ونيوله شي. روغتيايي چارواکي غواړي چې د سرطان دا ډول چې اوس د سرطان په دويم ډېر وژونکي ډول اوښتی دی، راکم کړي.

https://p.dw.com/p/4M9qW
په هند کې به په اپريل مياشت کې د رحم د سرطان ضد واکسين کمپاين پېل شي
په هند کې به په اپريل مياشت کې د رحم د سرطان ضد واکسين کمپاين پېل شيانځور: Biju Boro/AFP

د هند حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په اپريل مياشت کې به په ټول هيواد کې د ۹ تر ۱۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو نجونې د واکسينولو کمپاين پېل کړي. زياته شوې چې په دې ترڅ کې به نوی واکسين چې د انسان پاپيلوما يا «اچ پي وي» ويروس په نخښه کوي، وکاروي.

دغه ويروس په ښځو کې د «Cervical» يا رحم د خولې د سرطان او همدا راز د سرطان د نورو ډولونو لامل کيږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په هند کې له ۲۰۱۹م کال راهېسې ۴،۱ ميليونو ښځو د دې مريضۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان مخشصه کړې چې د نړۍ هر هيواد بايد هڅه وکړي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې په هرو ۱۰۰ زرو ښځو کې د سرطان د نويو قضيو کچه تر څلورو ټيټه وساتي.

د هند د واکسيناسيون ملي تخنيکي مشورتي ډلې مشر ان. کی. ارورا له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ د واکسين د عملي کولو له پاره يوه مناسبه نقشه او د ټولنیز عامه پوهاوي له پاره يوه تګلاره جوړه کړې ده.»

د سرطان د درملنې په برخه کې ډېر ژر د ښه خبر تمه

دا واکسين چې په عين وخت د ناروغيو د څو عاملينو پر ضد مبارزه کوي، «Cervavac» بلل شوی او د «سيرم انستيتويت» په نوم درملو شرکت له خوا جوړ شوی دی. دا واکسين د پاپيلوم ویروس د څلورو بڼو په مقابل کې محافظت رامنځته کوي.

د هند د واکسين د ويش ډېرې پياوړې زیربناوې لري
د هند د واکسين د ويش ډېرې پياوړې زیربناوې لريانځور: Manish Kumar

هند اوس د واکسينو د توليد له پاره پر بهرنيو شرکتونو تکيه کوي چې په دې توګه ورته واکسين ډېر ګران بيه تماميږي.

په کلينکي آزموينو کې تر مثبتو نتايجو وروسته دې واکسين د ۲۰۲۲م کال په جون مياشت کې د هند د درملو د کنترول ادارې له خوا په بازار کې د عرضه کیدو اجازه ترلاسه کړه.

هند د HPV د لا ارزان بيه واکسين په لټه کې دی

ايچ پي وي، د جنسي اړيکې له لارې انتقاليدونکې ویروسي انفکشن دی چې جنسي اورګانونه او همدا راز خوله او ستونی يا غاړه اغیزمنوي. د علايمو پر درملنې سربیره دا ویروس بل کوم درمل نه لري او له همدې کبله یې مخنيوی کليدي نقش لري.

د «لانست» د طبي ژورنال د معلوماتو په حواله که څه هم چې په هند کې د ايچ پي وي واکسين له ۲۰۰۸م کال راهېسې موجود دی، خو په ټول هېواد کې یې د تطبيقولو کمپاين په ځانګړي توګه د جانبي عوارضو په اړه د انديښنو او همدا راز د لوړې بيې له کبله تل د ځنډ ښکار شوی.

د «سېراواک» واکسينو توليد د ۲۰۲۲م کال په پای کې پېل شو او د دوز پر سر به یې بيه د ۲۰۰ او ۴۰۰ هندي کلدارو ترمنځ وي.

تولیدونکی «اس آي آي» شرکت یې تمه لري چې په دوو کلونو کې به کابو ۲۰۰ میليونه دوزه واکسين جوړ کړي.

د دغه شرکت اجرايوي رئيس ادر پونواله، دويچه ويله ته وويل: «لومړی به دا واکسین د هند پر وګړو تطبيق شي او بيا وروسته به نړيوال شي. موږ دا د نړۍ د ټولو ښځو له پاره جوړ کړی دی. دا د ښځو د روغتيا او ساتنې له پاره خورا مهم دی.»

د سيرم انستيتويت په نوم د درملو دا شرکت د واکسين د دوزونو د مقدار له کبله چې جوړ او په نړۍ کې یې پلورلې دي، د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی.

دا شرکت د دېمفتري، تيتانوس، هېپاتايسس بي، شيري، بغوټ او روبيلا پر ضد واکسينونه توليدوي او په کال کې تر ۱،۵ ميليارده ډوزو ډېر واکسين په ارزانه بيه د نړۍ نورو هيوادونو ته ليږدوي.

د رحم د سرطان مخنيوی

د عامې روغتيا کارپوهان دې ته اشاره کوي چې د ناروغۍ د سيسماتيکې آزموينې پروسه د رحم د سرطان د کنترول اصلي لاره ده. د معايناتو ښو تنظيم شويو او د لاس رسي وړ پروګرامونو ته اړتيا ده.

دې ته په پاملرنې سره چې په هند کې په تېرو پنځو کلونو کې تر ۱۰ سلنه لږ ښځې ټيست شوي دي، ډېر کار لا په مخکې دی.

د عامې روغتيا د برخې يوې څېړونکې سارجيني ناديمپالي په دې اړه وويل: «د درملنې په لومړيو مرکزونو او کلينکونو کې نرسانې او ډاکتران بايد د رحم د سرطان د آزموينې روزنه ترلاسه کړي.»

نوموړې زياته کړه: «مهمه ده چې په دې روغتيايي مرکزونو کې د روغتيا پالنې پر زېربناوې او بشري منابعو نظر واچول شي.» هغې وويل: «د هر واکسين له پاره اوږد مهاله څارنه اړينه ده. د سيراواک واکسين په برخه کې چې په دوو دوزو کې تطبيقيږي، د څارنې په ميکانیزم پوهیدل اړين دي.»

حکومت ويلي دي چې هغه نجونې چې ښوونځي ته ځي، هغوی ته به دا واکسين د ټولنیزو پروګرامونو او سيارو روغتيايي ډلو له لارې ورکړل شي.

د هند د عامې روغتيا د فاونډيشن څخه د اپديمي کارپوه ګاريهارو بابو وايي: «د عامه او شخصي شراکت د تګلارې په واسطه د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ نجونو پوښښ کابو۵۰ میليونه نجونو ته لوړیدلای شي. د ناروغۍ او واکسين په اړه د عامه پوهاوي په رامنځته کولو سره د واکسين د قبولو کچه لوړيدلای شي.»

بابو زياته کړه: «په عين وخت کې موږ نورو اقداماتو ته هم اړتيا لرو لکه د سرطان په لومړيو پړاونو کې د ټيسټونو زياتول.»

هند د واکسين د ويش ډېرې پياوړې زيربناوې لري. د «واکسين برېښنايي ځېرکه شبکه» یې د واکسين په ليږد او ذخیره کولو کې ډېر مهم نقش لوبوي. نوموړي وويل: «په ليرې پرتو او داسې سيمو کې چې ورتګ ورته آسانه نه دی، د واکسين کمپاينونه به په ملي روغتيايي ماموريتونو کې مدغم شي.«

ب. ص/ ن. ز (مورالي کريشنان)

زموږ له آرشيف څخه: