1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

آی ام اف پاکستان ته تر يو ميلیارد ډالر ډېر پور منظور کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير د سه شنبې په ورځ وويل چې د پېسو نړيوال صندوق له لوري د ۱،۱ميليارډ ډالرو پور له ورکړې سره به د پاکستان اقتصاد پياوړی شي. د آی ام اف مديره پلاوي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د پور ورکول منظور کړ.

https://p.dw.com/p/4fLOF
آی ام اف وایي پاکستان یې د شرطونو عملي کولو له پاره جدي هڅې کړي
آی ام اف وایي پاکستان یې د شرطونو عملي کولو له پاره جدي هڅې کړيانځور: Yuri Gripas/REUTERS

دا ۱،۱ ميليارډ ډالر د پېسو د نړيوال صندوق (آی ام اف) له لوري له پاکستان سره د مرستې په موخه د منظور شويو درې ميليارډ ډالرو د بستې دويم او وروستی قسط دی.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د پيسو د نړيوال صندوق له لوري د پيسو د وروستي قسط پر منظوريدو ډاډ څرګند کړی او ويلي یې دي چې له دې سره به د پاکستان اقتصادي وضعيت وده وکړي او هېواد به یې له اقتصادي زیانه وژغورل شي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د ۱۶ مياشتو د حکومتولۍ په ترڅ کې پاکستان له اقتصادي زيانه د ژغورنې په برخه کې له آی ام اف سره دا تړون ډېر مهم ثاتب شوی او د پاکستان د اقتصادي تحفظ له پاره مو ترخې او کلکې پريکړې وکړې خو ثمره یې د اقتصادي ثبات په صورت کې وينو.»

لومړي وزير زياته کړې ده چې د «پور اخيستل بريا نه ده، بريالي به هغه ورځ يو په کومه ورځ مو چې له پوره څخه ځان خلاص کړ او که له همدې جذبې سره سم لوري ته په دوامداره توګه هلې ځلې روانې وې نو د اقتصادي سوکالۍ دور به هم ډېر ژر راشي.»

شهباز شريف وایي له پور سره به یې د هېواد اقتصاد وده وکړي
شهباز شريف وایي له پور سره به یې د هېواد اقتصاد وده وکړيانځور: Hamad I Mohammed/REUTERS

شهباز شرف د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د اقتصادي ډلې د هلو ځلو ستاينه وکړه او د پیسو له نړيوال صندوق څخه یې هم مننه وکړه چې په «ستونزمن وخت کې د پاکستان ترڅنګ ودريد.»

د آی ام اف له لوري د پور د منظورولو اعلان

د پېسو د نړيوال صندوق مديره پلاوي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې په خپله غونډه کې د يوې هوکړې پر اساس پاکستان ته د يو میليارډ او ۱۰۰ ميليون ډالرو وروستي قسط د جاري کولو پريکړه وکړه. تمه ده چې دا پېسې به د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان دولتي بانک ته ورسپارل شي.

تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د آی ام اف اداري ريئسې کرستالينا جيورجيوا، سره ليده کاته کړي ول او د پور پر يوه پروګرام یې هم خبرې اترې کړې وې.

د پېسو نړيوال صندوق له لوري ويل شوي دي چې پاکستان دويمه ارزونه په کاميابۍ بشپړه کړې ده. زياته شوې چې پاکستان د ۲۰۲۳م کال په جولای میاشت کې له آی ام اف څخه د پور نهه میاشتنی پروګرام ترلاسه کړی وو او د دې پروګرام د اهدافو ترلاسه کولو له پاره یې جدي هڅې کړي.

په اسلام آباد کې حکومت وایي چې د خپل Microeconomics يا کوچني اقتصاد او له اوږدې مودې راهېسې د ځنډ ښکار سختو جوړښتي اصلاحاتو د عملي کولو له پاره د لږ تر لږه درې کلونو مودې له پاره پور ته اړتيا لري.

د خزانې وزير اورنګزيب له دې ويلو ډډه وکړه چې پاکستان به څومره پېسو ته اړتيا ولري. حکومت تر اوسه په دې تړاو رسمي غوښتنليک نه دی وړاندې کړی خو د آی ام اف او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې پېل شوي دي.

ب. ص/ س. ر (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب