1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ېوې کښتۍ په یمن کې خپل ماموریت پای ته ورساوه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱, شنبه

د آلمان ېوې محافظتي جنګي بېړۍ چې په یمن کې ېې د حوثي یاغیانو له بریدونو د سوداګريزو کښتيو ساتنه کوله، خپل ماموریت پای ته رسولی دی. دغه کښتۍ د شنبې په ورځ (د اپريل ۲۰مه) سهار وختي له سرې بحېرې راوتلې ده.

https://p.dw.com/p/4f09C
Deutschland | Fregatte "Hessen" startet zu geplantem EU-Militäreinsatz
انځور: Sina Schuldt/dpa/picture alliance

د آلمان دغه محافظتي کښتۍ د اسپيدیس په نوم د اروپايي اتحادیې د سمندري دفاع د ماموریت په چوکاټ کې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په سره بحېره کې په دنده ګمارل شوې وه تر څو د حوثي یاغیانو له بريدونو د تجارتي کښتیو محافظت وکړي.

سره بحيره له آسیا څخه اروپا ته د سوئز کانال له لارې مهمه وارداتي او صادراتي لار ده. حوثي یاغیان چې په سيمه کې د ایران متحد دي، پر دغې لار تلونکو کشتيو بریدونه کوي او غواړي چې دې سره ېې پر اسرائيل په غزې تړانګه کې د جګړې د پای له پاره فشار راوستلی وي.

د آلمان پوځ وايي چې دغه جنګې ډوله محافظتي کشتۍ ېې چې ۲۴۰ تنه عمله لري، خپل ماموریت بشپړ او د شنبې د سهار په ۵ بجو او ۵۵ دقېقو (ګرينويچ ۳:۵۰) ېې د ماموریتونو ساحه ترک کړه.

د آلمان دفاع وزارت ویلي دي چې د دوی کشتۍ ۲۷ سوداګريزې کشتۍ د عملیات له ساحې په امن سره اسکورت کړي دي.

Nahostkonflikt - Angriff auf Schifffahrt im Roten Meer
حوثي یاغیان د سره بحيرې پر لار تلونکو کشتيو بریدونه کوي او غواړي چې دې سره ېې پر اسرائيل په غزې تړانګه کې د جګړې د پای له پاره فشار راوستلی ويانځور: Indian Navy/AP/dpa/picture alliance

یاد وزارت زياته کړې چې په څلورو مواردو کې د حوثیانو ډرونونه او توغندي په بریا سره شنډ کړل شوي دي. آلمانۍ کشتۍ په مجموعي توګه په دغه ماموریت کې څه باندې ۱۱زره کیلومتره ساحه تر پوښښ لاندې درلوده.

د دغې کشتۍ عملې په پر له پسې توګه د ياغیانو له خوا توغول شوي ډرونونه په نخښه کړي چې دا په خپل ډول کې د آلمان لومړنی سمندري ماموریت ګڼل شوی دی. دغې کشتۍ د روان کال د فبرورۍ په ۲۳مه وروسته له هغې ماموریت پیل کړ چې په سیمه کې پر سوداګريزو کشتیو بریدونه ډیر شول.

په سور سمندر کې د حملو ډېرېدل د دې سبب شول چې مهمو انتقالي شرکتونو د سرې بحېرې له مسيره چې د آسیا او اروپا تر منځ تر ټولو لنډه لار ده، خپل فعالیتونه متوقف کړي. بریتانیا تېره ورځ وويل چې د ایران او اسرائيل ترمنځ د اختلافاتو ډېرېدل به د سرې بحېرې پر امنيتي وضعیت هم اغیز ولري. په سیمه کې د بريتانيايي ځواکونو مرکز، تېره ورځ کښتیو ته خبرداری ورکړ چې دوی کیدای شي په آسمان کې د لا ډېر ډرونونه له لېدو سره مخ شي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل