1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: کمپ کې د اورلګېدنې له کبله يو مهاجر مړ او ۸ ټپيان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبه

د آلمان پولیس وايي د مهاجرو په یو کمپ کې د اورلګېدنې له کبله یو مهاجر مړ او اته تنه نور ټپيان شوي دي. په هامبورګ ښار کې بیا د بایسکل ځغلونې د سیالۍ پر مهال ټکر رامنځ ته شوی، یو کس مړ او دوه ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/4SAl0
Deutschland Brand in Flüchtlingsunterkunft in Apolda, Thüringen
انځور: Johannes Krey/dpa/picture alliance

د کډوالو کمپ د آلمان د تورنګين ایالت د وایمرلنډ ولسوالۍ په آپولدا ښار کې واقع دی او اورلګېدنه پکې يکشنبه سهار وختي رامنځ ته شوې ده. په سملاسي توګه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت معلوم نه دی، خو د اور وژنې ادارې چارواکو ېې په اړه تحقیقات پيل کړي دي. د مړ شوي کس او د ټپيانو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د وایمرلنډ ولسوالۍ ېوې وياندې ويلي چې په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۰۰ مهاجر اوسیدل چې اوس شل کيلومتره لرې يو بل کمپ ته انتقال شوي دي.

له آرشیف څخه د بایسکل ځغلونې د سیاليو يو انځور
له آرشیف څخه د بایسکل ځغلونې د سیاليو يو انځورانځور: Michael Reaves/Getty Images North America for Ironman/dpa/picture alliance

د يو بل خبر له مخې د آلمان په هامبورګ ښار کې د يکشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د یو حامي موټرسایکل چلوونکي وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د اروپا ایرون من اتلولۍ سیاليو پر مهال يو خطرناک ټکر رامنځ ته شو.

پولیسو آلماني تلویزیون، اې آر ډي، ته وويل چې دغه موټرسایکل چلوونکي د سیالۍ له یو ګډونوال سره چې بایسکل ېې ځغلاوه ټکر وکړ او د پېښې په ځای کې ساه ورکړه. بایسکل چلوونکی هم سخت ټپي شوی چې روغتون ته لیږدول شوی، خو وضعیت ېې د اندېښنې وړ نه دی. په دغه پېښه کې یو کمره مین هم برسیرن ټپی شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.