1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درو مياشتو کې ۱۰ زرو افغانانو په آلمان کي پناه غوښتې

۱۴۰۳ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

په جرمني کي د پناه غوښتنې د ابتدایي عریضو شمیر د تیر کال همدغه وخت په پرتله ، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کي په ښکاره ډول راکم سوی دی. د افغانانو له خوا ۱۰ زره ۱۹۸ عریضې وړاندي سوي دي.

https://p.dw.com/p/4eZ8p
Symbolbild Migranten in Deutschland Migration
انځور: Peter Juelich/epd/picture alliance

لکه څنگه چي د پناه غوښتونکو او مهاجرو فدرالي ادارې ( بامف) د دوشنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۸ نېټه) د جرمني په نیورنبیرگ کي خبر ورکړ، د روان کال د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پوري د پناه غوښتنې   ۶۵ زره ۴۱۹ ابتدایي غوښتنلیکونه وړاندي سوي دي. دغه رقم د ۲۰۲۳ کال همدغه وخت په پرتله ۱۹ اعشاریه ۲ سلنه کمښت ښیي.

د سوسیال ډیموکرات  (SPD)  له گوند څخه د جرمني د کورنیو چارو وزیرې، نانسي فیزر د دغو ارقامو په هکله وویل چي دغه ارقام «دا ښیی چي زموږ کړنلاره اغیز لري. موږ بیا هم ډیری انسانان له جگړو او ترهگرۍ څخه ساتو او په عین حال کي په اغیزناک ډول د هغو کسانو شمیر هم رامحدودوو چي زموږ ملاتړ ته اړتیا نلري.» 

 د سرحدونو د مؤقتي کنترول له لاري، د اکتوبر راهیسي د ۱۷ زره ۶۰۰ غیرقانوني مهاجرتونو مخه نیول سوې  ده. څه د پاسه ۷۰۰ قاچاقچیان له هغه راهیسي د ياد ډول کنترول له لاري د فدرالي پولیسو له خوا نیول سوي دي. فیزر ټینگار وکړ:« موږ به د سرحدونو کنترول ته تر هغه وخت پوري ادامه ورکړو چي د اوږدې مودې له پاره د غیرمنظم مهاجرت په اغیزمن ډول محدودولو له پاره ضروري وي.»

د پناه غوښتونکو د شمیر د راکمیدو بهیر د کال له پیل څخه څرگند دی. د جنورۍ په پرتله د مارچ په مياشت د پناه غوښتنو په شمېر کې د ۱۰ زرو پناه غوښتنو کمښت راغلی. د بامف په حواله د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کي هم د پناه غوښتنو له  ډیریو عریضو څخه  تقریباً ۲۰ زره د سوریایي اتباعو وې. تر هغه وروسته ۱۰ زره ۱۹۸ له افغانستان  او ۱۰ زره ۱۱۹ بیا له ترکي اتباعو څخه وې.

د کال په لومړنیو دریو میاشتو کي  د ۸۰ زره ۶۵۱  پناه غوښتونکو ابتدایي او تر هغه وروسته عریضې فيصله سوي. د ۴۶ اشاریه یو سلنه په لرلو سره د هغوی له نیمایي څخه لږو کسانو د محافظت د درجې قبولي ترلاسه کړې.  

فیزر په اروپایي ټولنه کي د پناه غوښتنې له یوه گډ اروپایي سیستم څخه هرکلی وکړ. نوموړې وزیري زياته کړې: «د پناه غوښتنې گډ اروپایی سیستم، زموږ د ټولنو د دایمي فشار د راکمولو له پاره  کِلي ده:  په بهرنیو سرحدونو کي لا د پناه غوښتنې په هکله د پریکړو له لاري، کله چي د یوه کوچني ملاتړ له پاره لا امکان موجود دی، او  بلاخره په اروپایي ټولنه کي د هغوی د لا عادلانه ویشلو له لارې. له همدې کبله دا مهمه ده چي د مهاجرت دغه تړون اوس د اروپا د پارلمان له خوا هم تصویب سي.»

آیا له افغانستانه اوس هم د ناقانونه کډوالۍ شمېر لوړ دی؟



آ./گ.پ./ا.ا.