1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په غزه کي د « نسل وژنې د هڅونې » ادعا رد کړه

۱۴۰۳ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

آلمان د سه شنبه په ورځ په نړیواله محکمه کي د غزې په تراډه کي د »نسل وژنې« د هڅونې د ادعا په هکله د نیکاراگوا په وړاندي خپله دفاعیه وړاندي او د نیکاراگوا دغه ادعا یې رد کړه.

https://p.dw.com/p/4eaNH
Niederlande | Internationaler Gerichtshof in Den Haag | Nicaragua Klage gegen Deutschland
انځور: Dursun Aydemir/Anadolu/picture alliance

آلمان په خپله دفاعیه کي په دغه دوسیه کي په نړیواله محکمه کي نیکاراگوا د اسراییلو او حماس ترمنځ روانه جگړه کي په » یو طرفه« دید تورن کړ.

نیکاراگوا په نړیواله محکمه کي د جرمني پر ضد یوه دوسیه پر لار اچولې او پر دغه هیواد یې تور لگولی چي له اسرائیلو څخه په خپل ملاتړ سره یې د غزې په تراډه کي « نسل وژنه» او د نړیوالو بشري حقونو له  قانون څخه سرغړونه هڅولې ده. 

د آلمان د حقوقي ټیم مشرې ، تانیا فون اوزلر-گلایشن په دغه محکمه کي وویل چي نیکاراگوا په  دغه دوسیه کي « حقایق او قانون» له پامه غورځولي دي.

هغې وویل چي د نیکاراگوا له خوا مطرح سوې دوسیه عاجلانه او د کمزورو شواهدو پراساس ده او له قضایی حوزې څخه د خارج کیدو له امله باید له پامه وغورځول سي. 

میرمن اوزلر-گلایشن زیاته کړه:« دا چې آلمان چيري داسرائيل سره مرسته کړې، د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د صادراتو په شمول، د دغو تدارکاتو کیفیت او هدفونه د نیکاراگوا له خواپه شدت سره تحریف سوي دي.»

هغې زیاته کړه:« د نیکاراگوا برعکس ، آلمان د دغه واقعیت په وړاندي ړوند نه دی چي حماس هم تر نړیوالو بشري قوانینو لاندي مکلفیتونه لري.»


نیکاراگوا له نړیوالی محکمې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوي، تر څو آلمان اسراییلو ته د وسلو صادرات ودروي او د فلسطیني کډوالو له پاره دي د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې (اونروا) ته د آلمان د مرستې ځنډولو پریکړه بیرته واخلي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

دغه قضیه د یوې جلا دوسیې په تعقیب مطرح سوې ده چي په هغې کي نوموړې محکمې، اسراییلو ته سپارښتنه کړې چي د غزې په تراډه کي دي د فلسطیني ملیشو پر ضد جگړه کي دي د  «نسل وژنې» په تړاو د اقداماتو د مخنیوي له پاره هر » ممکنه تدبیر« تر لاس لاندي ونیسي. د اسراییلو په وړاندي دغه قضیه د جنوبي افریقا له خوا دغې محکمې ته راجع سوې وه.


اسراییلو دغه تورونه رد کړي او ویلی یې دي چي پوځي عملیات یې له ځانه د دفاع په خاطر او د اکتوبر پر اومه د حماس د ترهگري بریدونو په جواب کي دي چي پکښي د ۸۰۰ ملکي کسانو په شمول ۱۲۰۰ تنه وژل سوي دي.

نيکاراگوا د دوشنبې په ورځ وويل چې آلمان و اسرائيل ته د وسلو له مهمترينو صادرونکو څخه د يو هيواد په توگه پر خپل ځای پاته دی. په شتوکهولم کي د سولي د نړيوال څېړنيز مرکز په حواله آلمان د امريکا د متحده ايالاتو وروسته و اسرائيل ته د وسلو دویم لوی وسله صادروونکی هيواد دی.

حماس  د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولني، آلمان او څو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوی دی.


د آلمان د حقوقي ډلې غړي، کرسټيان تامس د سه شنبې په ورځ و محکمې ته وويل: «د نيکاراگوا له خوا وړاندي سوی انځور انتهايي غير دقيق دی، او لا بدتره، دا په قصد سره د اوسني وضعيت ناسم تفسير دی.» د هغه په وينا د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهيسي آلمان ته د توپخانې او نوري مرمۍ نه دي صادر کړل سوي.

له اسراییلو څخه په ملاتړ د آلمان ژمنه

پر اسراییلو باندي د حماس تر برید وروسته ، آلمان د اسراییلو یو ثابت قدمه متحد وو.

د حماس تر دغه برید وروسته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي ول:« زموږ خپل له تاریخ او له هولوکاوست څخه راپورته سوي مسوولیتونه، زموږ له پاره دا یوه دایمي دنده جوړوي چي د اسراییلي دولت د امنیت له پاره ودریږو.»

خو د وروستیو شپږو میاشتو په بهیر کي د آلمان لهجې په تدریجي ډول بدلون موندلی، د غزې په تراډه کي یې له بشری وضعیت څخه مخ په زیاتیدونکي ډول انتقاد کړی او د رفح په ښار کي د مځکني عملیاتو پرضد خبري کوي.



آ./گ.غ.پ./ا.ا.