1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سکاټلنډ: نوی مشر وزیر حمزه یوسف څوک دی؟

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

حمزه یوسف لومړنی رنگين پوستی او مسلمان دی چې د سکاټلنډ د منحل شوي حکومت مشري کوي. هغه ژمنه وکړه چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ غورځنګ به په شدت سره پرمخ یوسي خو نوموړی له یوه ویشل شوي ګوند او ټولنې سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/4PVkR
England Gesundheitsminister Yousaf wird neuer schottischer Regierungschef
انځور: Jane Barlow/REUTERS

حمزه یوسف چې ۳۷ کاله عمر لري، د سکاټلنډ د نوي منحل شوي حکومت د مشر وزیر په ټاکلو سره د دې هیواد په تاریخ کې یو نوی باب پرانیست. هغه لومړنی مسلمان او غیر اروپايي کس دی چې د سکاټلنډ دغې لوړې حکومتي څوکۍ ته ځان رسوي.

د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه چې حمزه یوسف د سکاټلنډ د ملي ګوند (اس. ان. پي) مشر نیکوالا سټورګیون ځای ناستی شو، نوموړي د نوې تازه دندې د منلو پرمهال وویل: «زما نیکه او نیا له پنجاب څخه شاوخوا ۶۰ کلونه مخکې سکاټلنډ ته راغلي. دغه هېواد ته د مهاجرو په توګه چې په انګلیسي ژبه ډیر لږ پوهېدل، نو په خوب کې به يې هم دا تصور نه وي کړی چې يوه ورځ به يې لمسی د دې هیواد مشر وزیر وي.«

زارا محمد د لومړۍ سکاټلنډۍ، لومړۍ مېرمنې او تر ټولو ځوان کس په توګه چې د بریتانیا د مسلمانانو د شورا مشري کوي، د خپل ځان په برخه کې هم ځینې خنډونه مات کړي دي. زارا محمد وايي، د یوسف ټاکنه «نه یوازې د سکاټلنډ له پاره، بلکې په ټوله بریتانیا کې د مسلمانانو له پاره یو ښه فرصت دی.»

د حمزه یوسف بریا یو زړور پیغام لري؟

زارا محمد دویچه ویله ته وویل: «دا زموږ د سیاست په اړه دومره زړور پیغام استوي، چې څوک لومړی وزیر کېدای شي او څوک د یوه ملت مشري کولی شي. موږ په ځانګړې توګه د مسلمانانو په تر ډیره د منفي زړو فکرونو او د رسنیو له منفي سرلیکونو سره عادت شوي یو.»

زارا محمد د لومړۍ سکاټلنډۍ، لومړۍ مېرمنې او تر ټولو ځوان کس په توګه چې د بریتانیا د مسلمانانو د شورا مشري کوي
زارا محمد د لومړۍ سکاټلنډۍ، لومړۍ مېرمنې او تر ټولو ځوان کس په توګه چې د بریتانیا د مسلمانانو د شورا مشري کويانځور: Privat

په ۲۰۱۶م کال کې حمزه یوسف هغه وخت د نړیوالو پام ځان ته را وګرځوو کله یې چې په سکاټلینډي دودیزو جامو کې په اردو ژبه په پارلمان کې د شمولیت لوړه وکړه.

د حمزه یوسف ټاکنه په دې معنی ده چې په سکاټلینډ، په ټوله کې په بریتانیا او ګاونډي آیرلینډ کې اوس حکومتونه ټول د اسیایي نژاد نارینه وو لخوا رهبري کیږي. رشي سوناک د بریتانیا لومړی وزیر دی، پداسې حال کې چې لیو ورادکر د آیرلینډ تاویسیچ یا لومړی وزیر دی.

د بریتانیا وضعیت او شرایطو ته په کتو سره زارا محمد وايي، هغه کسان چې لسیزې مخکې مهاجر شوي او د توکم پالنې او تبعیض په وړاندې یې حرکت کړی، باید له هغوی مننه وشي. هغې زیاته کړه: «دا د دوی د سخت کار او استقامت ثبوت دی چې دوی نه تسلیمیږي». د هغې په باور دغه موقف ته د رسیدو له پاره دغه کار څو نسلونه وخت ونیو او د دې کار له پاره کلک هوډ ته هم اړتیا وي.

د سکاټلنډ د روغتیا وزیر په توګه پر حمزه یوسف انتقادونه

حمزه یوسف له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سکاټلنډ د پارلمان غړی دی او په تېرو وختونو کې له نیوکو او انتقادونو سره مخامخ شوی دی. تر دې وروستیو پورې هغه د سکاټلینډ د روغتیا وزیر وو، په داسې يوه وخت کې چې دغه هیواد د روغتیايي سیستم له ستر کړکیچ سره لاس او  ګریوان وو. سکاټلینډ د اوږدې مودې راهیسې په اروپا کې د مخدره توکو له کبله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په ورته وخت کې دغه هیواد کې بیا د ژوند اوسط عمر تر نورو ټیټ دی.

یوسف د ځینو لخوا په ساده توب د سهوو تورن دی. نوموړي د خپل کمپاین په جریان کې د اوکرایني کډوالو یوې ډلې چې د جګړې له امله له خپلو میړونو څخه جلا شوي، وپوښتل: "ټول نارینه مو چیرته دي؟"

د سیاست استاد پاول انډرسن وايي، حمزه یوسف د رهبرۍ له سختې مبارزې وروسته سخت سفر په مخ کې لري. هغه وویل، «هغه به هڅه وکړي څو خپل ګوند متحد کړي، کوم چې داسې بریښي چې د دې کمپاین په جریان کې یو څه سره پاشل شوی دی.»په سکاټلنډ کي ټولپوښتنه پيل سوه

نیکولا سټرجن چې د اتو کلونو له پاره یې د سکاټلینډ د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړه، تیره میاشت یې د خپلې استعفا په اعلان سره ټول حیران کړل. د سیاست استاد پاول انډرسن دویچه ویله ته وویل: «تاسو د هغې په اړه که هر څه فکر کوئ، هغه یوه ښه وینا کوونکې ده. هغه په عامه ځایونو کې یوه ښه وینا کوونکې ده ان د انګلستان په نورو برخو کې هم مشهوره ده. نو زما په فکر د مشرتابه سټایل خورا مهم دی او دا هغه څه دي چې د سکاټلینډ په سیاست او SNP په ګوند کې به یې تشه احساس شي.»

نیکولا سټرجن چې د اتو کلونو له پاره یې د سکاټلینډ د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړه، تیره میاشت یې د خپلې استعفا په اعلان سره ټول حیران کړل.
نیکولا سټرجن چې د اتو کلونو له پاره یې د سکاټلینډ د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړه، تیره میاشت یې د خپلې استعفا په اعلان سره ټول حیران کړل. انځور: Jeff Mitchell/Getty Images

د سکاټلینډ د خپلواکۍ له پاره د یوسف بریا په څه معنی دي؟

ځینې فکر کوي چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې سټورجن وتل کولی شي د دې هیواد د خپلواکۍ غورځنګ بیرته پیل کړي. د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې، په اډینبورګ کې منحل شوې ادارې د تعلیم او روغتیا په شمول د پالیسۍ برخو کې د پریکړې واک درلود. د انګلینډ، ویلز او شمالي آیرلینډ څخه د سیاسي بیل والي د تعقیب په اړه بحثونه په ۲۰۱۴ م کال کې هغه وخت ډیر شول کله چې سکاټلینډ ته د خپلواکۍ په اړه د رایې ورکولو فرصت په لاس ورغی. په دغو رایو کې پنځه پنځوس سلنه یې په انګلستان کې د پاتې کیدو له پاره رایه ورکړه. حمزه یوسف ژمنه کړې چې اوس به د خپلواکۍ له پاره کمپاین په «پنځم ګیر» کې پیل کړي.

لوسي بیټي د سکاټلینډ په شمال کې د یوه فارم څښتنه ده. هغه غواړي چې په خپل ژوند کې خپلواکي وویني او وايي چې د یوسف ټاکنه د هغې دغه هیلې بیا را ژوندی کړي دي. بیټي فکر کوي چې د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو په اړه د انګلستان پریکړه د سکاټلنډیانو له پاره د مادي بدلون معنی لري. هغې دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم چې د دې له پاره د خلکو لیوالتیا به هیڅکله مړه نشي.»

د دې ټولو با وجود د سکاټلینډ د خپلواکۍ له پاره کومه روښانه قانوني لاره لا موجوده نه ده او د دې هیواد شاوخوا نیمایي نفوس غواړي چې په انګلستان کې پاتې شي. د بریتانیا سترې محکمې په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې سکاټلینډ نشي کولی په لندن کې د حکومت له رضایت پرته نوې ټولپوښتنه ترسره کړي.

پر اړوندې موضوع دلته هم نور لوستلی شئ: کمیټه: سکاتلند په بریکزیټ کې دننه یوې موافقې ته اړتیا لري

د یوسف مخالفین له هغه څخه د ریکارډ د بدلولو غوښتنه کوي

د یوسف سیاسي مخالفین او منتقدین هغه د هغه پوښتنې په اړه چې کلونه وړاندې حل شوې وه، د سیاسي وخت او سرمایې په ضایع کولو تورنوي.

د سکاټلینډ د محافظه کاره ګوند مشر ډګلاس راس د سه شنبې په ورځ د سکاټلینډ په اډینبورګ کې د پارلمان وکیلانو ته په خپله وینا کې وویل: «د سکاټلینډ اصلي لومړیتوبونو باندې د تمرکز کولو له پاره د پلیټ فارم د رامینځته کولو پرځای، حمزه یوسف دا تایید کړې چې هغه غواړي د انګلستان له حکومت سره د اساسي قانون شخړو ته دوام ورکړي. د ریکارډ لوبغاړی بدل شوی، خو غږ بیا د تیر په څیر یو شان پاتې دی.»

د پوهنتون استاد پاول انډرسن شک لري چې په دې هیواد کې دې په لنډ وخت کې کومه تازه ټولپوښتنه وشي. هغه وايي: «د خپلواکۍ قضیه، په ځانګړې توګه د خپلواکۍ اقتصادي قضیه، لا هم هغه څه دي چې باید نوی مشر یې اوس وګټي.» انډرسن زیاتوي، داسې ښکاري چې د یوسف ستراتیژي به دا وي چې د انګلستان پر حکومت فشار ته دوام ورکړي پداسې حال کې چې په کور دننه د ملاتړ رامینځته کولو هڅو ته به هم ادامه ورکړي.