1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغان میرمنې له بې رحمه تګلارو سره مخ دي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

د امریکا د سولې انستیتیوت په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان بشري وضعیت خورا «ځورونکی» بللی. رپوټ وايي، د دغه وضعیت ترټولو سترې قرباني ښځې او نجونې دي.

https://p.dw.com/p/4WNtQ
طالبانو د ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلي دي
طالبانو د ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د امریکا د سولي انستیتیوت په خپل نوي رپوټ کې افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ ته د "جنسیتي اپرتاید " یا "جنسیتي تبعیض " سرلیک ورکړی.

په رپوټ کې راغلي: «افغان میرمنې او نجونې د طالبانو د دغه ظالمانه تګلارو پرضد د مقاومت د دوام په موخه ټینګ اخلاقي ملاتړ ته اړتیا لري.»

د امریکا د سولې انستیتیوت ویلي، د بشري حقونو څار سازمان په خپل وروستي رپوټ کې داسې شواهد موندلي چې طالبان د ښځو ضد تګلارو په دوام د بشریت ضد جنایت ترسره کوي.

د یوې بلې لارې د موندلو هڅې

دغه رپوټ چې د سولې انستیتیوت پر خپله ایکس پانه هم خپور کړی زیاتوي د افغانستان ډیری اوسېدونکي د ښځو پرضد د طالبانو محدودیتونو سره مخالف دي او داسې رپوټونه شته چې یو شمېر ځايي ټولنې په خاموشی سره د یوې بلې لارې په لټه کې دي.

د سولې انستیتوت په رپوټ کې نه ده په ډاګه شوې چې دا ټولنې په کومه کچه او څه ډول لارې چارې لټوي؟

د سولې انستیتیوت وايي، افغان میرمنې چمتو نه دي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په دومره اسانی له لاسه ورکړي. رپوټ زیاتوي: «ډېری میرمنې د طالبانو د زورزیاتي سربیره هم په زړورتیا سره واټونو ته راووتې او د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه یې وکړه.»

د امریکا د سولې انستیتیوت په وینا طالبانو په خپله دوه کلنه واکمنۍ کې ټولې هغه ژمنې تر پښو لاندې کړې، چې د دوحې په تړون کې یې کړې وې.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

دا رپوټ داسې مهال خپور شوی چې د طالبانوحکومت د لوړو زده کړو ځای ناستي وزیر مولوي ندا محمد ندیم په افغان میرمنو د صبر او زغم غږ کړی.

نوموړي د طالبانوتر ولکې لاندې د افغانستان ملي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.