1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

خیبر پښتونخوا: د ټي ټي پي په برید کې څلور پولیس وژل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د تحريک طالبان پاکستان ډلې د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د شوي برید مسئولیت منلی دی. په دې برید کې د پولیسو د یوه مشر په ګډون څلور تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PTTl
Pakistan | Selbstmordattentat in Quetta
انځور: NASEER AHMED/REUTERS

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس په حواله د سیمه ایزو پولیسو مشر اشفاق احمد خان ویلي چې تیره شپه نږدې یوه بجه سخت دریځو له درنو وسلو سره پر صدر تهانه (د صدر پولیسو مرکز) برید وکړ، چې د پولیسو له خوا ورته ځواب ورکړل شو.

په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

 نوموړي وویل چې تر برید وروسته ډي اس پي اقبال مومند له خپلو پولیسو سره د بریدګرو په تعقیب ووت او په پيروالا چوک ساحه کې یې موټر د ځای پرځای شوي ماین په وسیله والوزول شو. په دې پيښه کې پخپله اقبال مومند او دری تنه نور پولیس مړه او د موټر چلوونکی یي ټپي شو.

د پولیسو افسر زیاته کړې ده چې د صدر پولیسو پر مرکز برید په ترڅ کې پنځه تنه پولیس ټپیان شوي چې هغوي په روغتون کې بستر کړای شوي دي.

TTP د برید مسئولیت منلی دی

تحریک طالبان پاکستان یا TTP  ډلې د دغو دواړو بریدونو مسئولیت منلی دی. پاکستاني طالبان د افغانستان له طالبانو څخه جلا یوه ډله ده، خو له هغوي سره ایډیالوژيکي اړیکې لري. ویل کیږي چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو تر وتلو او هلته د طالبانو تر ولکې وروسته د ټي ټي پي ډیر شمیر مشرانو او جنګیالیو هلته ځانونه پټ کړي دي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د جنګ بندولو یوه موافقه رامنځته شوې وه، خو په تیر نومبر کې ټي ټي پي د موافقې د ختمولو او په پاکستان کې د خپلو بریدونو د ډېرولو اعلان کړی وو.

د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی

لکي مروت د تیرو څو میاشتو راهیسې د سخت دریځو تر پرله پسې بریدونو لاندې دی. تیره میاشت پاکستاني پولیسو او پوځ په کډه هدفي عملیات هم ترسره کړي و، چې په پایله کې يي ۱۲ ترهګر وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په لکي مروت کې تر ټولو لوی برید په ۲۰۱۰م کال کې د والیبال په یوه لوبغالي کې شوی و په کوم کې چې تر ۱۴۰ ډير کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د یوې غیر دولتي ادارې د رپوټ پر بنسټ په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې په مجموعي ډول ۲۶۲ بریدونه شوي چې په هغو کې ۱۶۹ یې په خیبر پښتونخوا کې ترسره شوي دي. په ۷۷ سلنه دغو بریدونو کې امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۴۱۹ تنه وژل شوي او ۷۳۴ ټپیان شوي دي. د قربانیانو شمیر د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲۷ سلنه لوړ دی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص