1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونسکو: د خبريالانو وژنې مخ پر زياتېدو دي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

په تېرو څو کلونو کې تر کمښت وروسته په ۲۰۲۲ م کال کي د وژل سويو خبريالانو شمير خپل اوج ته رسېدلی. په تیره بیا جنوبي امریکا او د کارابيک ساحې هېوادونه د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک دي.

https://p.dw.com/p/4MI8h
Symbolbild | Kriegsberichterstattung
انځور: Yaghobzadeh Alfred/ABACA/picture alliance

د ملګرو ملتو د کلتوري سازمان یونسکو په حواله، تیر کال په نړیواله کچه ۸۶ ښځینه او نارینه خبریالان وژل شوي دي. د یونسکو عمومي مشرې، اودرې ازولای په دې هکله د یوه تازه رپوټ د خپرولو په ترڅ کي په پاریس کي وویل، په ۲۰۲۱ کال کې لا د هغو شمیر یوازي ۵۵ وو. تر ډیرو پر له پسې کلونو کمښت وروسته، اوس دغه لوړ شمير د خبرداري غږ دی.

د ياد رپوټ له مخي په ۲۰۱۸ م کال کې په مجموعي ډول ۹۹ ژورنالیستان په وحشیانه ډول وژل سوي، له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ پوري بيا هرکال په اوسط ډول ۵۸ ژورنالستان وژل شوي. ازولای غوښتنه کوي چي مسوولین باید ددغه ډول جنایت مخه ونیسي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د یونسکو په حواله جنوبي امریکا او د کارابيک ساحې هېوادونه بیا د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک بلل سوي دي. د رپوټ په حواله په دغو سیمو کي تیر کال د خبریالانو د قتلونو ۴۴ پېښې ثبت سوي چی دا په نړیواله کچه د وژل سوو خبریالانو څه دپاسه نیمایی برخه جوړوي.

Audrey Azoulay | Generaldirektorin der UNESCO
د یونسکو عمومي مشره ، اودرې ازولایانځور: Berzane Nasser/ABACA/picture alliance

په اوکراین کی په ۲۰۲۲ م کال کی ۱۰ تنه خبریالان وژل سوي دي. په دې ډول اوکراین تر مکسیکو وروسته، چیري چی ۱۹ ژورنالیستان پکښي وژل سوي، دوهم ځای لري.

د یونسکو په حواله د دغو خبریالانو تقریباً نیمایی برخه په خپل فارغ وخت کی وژل سوي، د مثال په ډول په خپل کور او یا هم د سفر کولو پر وخت. په نوموړي رپوټ کی راغلي: «دا په دې معنی چی نور د خبریالانو له پاره هیڅ ځای ډاډمن نه دی.»

عاملینو ته ډیری وخت سزا نه ورکول کیږي

د خبريالانو د وژل کيدو علتونه مختلف دي، ډیری وخت د حساسو رپوټونو د وړاندي کولو پر وخت خبره پر غچ اخیستو وي، دمثال په ډول د سازمان سويو جنایتونو، وسله والو شخړو، افراطیت او یا هم فساد په هکله. د هغو قضیو تناسب چی مجرمین پرته له کومي سزا پاتیږي، ډیر لوړ یعنی ۸۶ په سلو کی دی.

ددغه رپوټ له مخي خبریالان، په تیره بیا خبریالانې زیاتره وخت د زورزیاتي له یوه بل ډول سره لاس او گریوان وي، د مثال په ډول تښتونو، خودسرانه بندیگرت او قانوني تعقیب سره.

GP/BS/DW.Online